تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۸۲۰)
نوم: پردیس
د اوسېدو ځای:کنړ
سوال : که چیري یو سړی په لاس باندي لاس بند او یا یوه روښکى وتړي او یا خورده وی په لا س باندی وی ایا دا خو به کومه ګناه نلري؟
جواب :
حامداً و مصلياً
ياد سوي شيان که په دې نيت وتړل سي چي د ضرر دفع کوي لکه د بد نظرۍ او داسي نورو څخه او يا ګټه کوي په دواړو صورتو کي ئي تړل جائز نه دي. او که هسي د ياداښت په خاطر وي، تړل يې جائز دي البته د هندواڼو سره د مشابهت له کبله ځان ترې ساتل ښه کار دى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ثم الرتمیة قد تشبه بالتميمة على بعض الناس وهي خيط کان يربط في العنق او في اليد في الجاهليه لدفع المضرة عن انفسهم على زعمهم وهو منهي عنه. الفقه الحنفي: ج٥، ص٣٦٧. طبع دارالقلم دمشق.
(٢):إِنْ كَانَ الْمُعَلَّقُ خَرَزًا أَوْ خُيُوطًا أَوْ عِظَامًا أَوْ نَحْوَ ذَلِكَ فَذَلِكَ حَرَامٌ... التَّمِيمَةُ فِي اللُّغَةِ : خَيْطٌ أَوْ خَرَزَاتٌ كَانَ الْعَرَبُ يُعَلِّقُونَهَا عَلَى أَوْلاَدِهِمْ ، يَمْنَعُونَ بِهَا الْعَيْنَ فِي زَعْمِهِمْ ، فَأَبْطَلَهَا الإْسْلاَمُ، لرَّتِيمَةُ وَالرَّتْمَةُ : خَيْطٌ يُرْبَطُ بِأُصْبُعٍ أَوْ خَاتَمٍ لِتُسْتَذْكَرَ بِهِ الْحَاجَة. قال ابن عابدين: الموسوعة: ج١٣، ص٢٢- ٢٣- ٣٢، طبع وزارة الاوقاف.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان