تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په لاس د ځان انزالولو ګناه او علاج
 
  May 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۰۶)

نوم: سبحان صافى
                                            
سوال :که څوک په خپل لاس منى خارج کړي، ددې ګناه څه ده، او ددې څخه د ځان ساتلو لپاره څه کول پکار دى؟ کوم ذکر کوم دعا سته چي ځان تري وساتو؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په خپل لاس مني را  ايستل حرام دي، په داسي کونکى باندي په حديث شريف کي لعنت ويل سوى دى، او د قيامت په ورځ د الله جل جلاله د رحمت  د نظر څخه په محرومو کسانو کي شميرل سوى دى، حتى د دوزخ په لومړيو داخليدونکو کي ګڼل سوى دى.

د ياد سوي کار څخه د راګرځيدلو او د ځان ساتلو لپاره که  همدغه کارکونکي بې نکاح وي او د نکاح کولو توان لري، نو نکاح کول په کار ده، او که د نکاح کولو توان نه لري، بايد روژې ونيسي.

جواب: مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويحرم الاستمناء لقوله عز وجل: (والذين هم لفروجهم حافظون...الخ) الفقه الاسلامى: ج٦، ص٢٥.
(٢): وهذا يقتضى تحريم الزنى، وما قلناه من الاستنماء. تفسير القرطبى: ج١٢، ص١٠٦. سورت المؤمنون، طبع، بيروت.
(٣): عن انس بن مالک عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: سبعة لاینظر الله الیهم یوم القیامة، ولا يزكيهم، ولا يجمعهم مع العاملين، ويدخلهم النار أول الداخلين، إلا أن يتوبوا، فمن تاب تاب الله عليه: الناكح يده  ، والفاعل، والمفعول به، ومدمن الخمر، والضارب والديه حتى يستغيثا، والمؤذي جيرانه حتى يلعنوه، والناكح حليلة جاره. تفسير ابن کثير: ج٣، ص٢٢٦. سورت المؤمنون.
(٤): عن عبد الله قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يا معشر الشباب من استطاع الباءة فليتزوج فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج ، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء. بخاري: ج٢، ص٧٨٥، طبع قديمي: کتاب النکاح.
(٥): مشت زنى بهى حرام هے. محموديه: ج١٨، ص٥٥٩.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته