تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په مکتب کي زما لمونځ قضاء کیږي
 
  February 21, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٥٤٦)

نوم: منظور

د اوسېدو ځای: بلجيم 

سوال: زه اوس په بلجیم کي اوسم زه له سهار خوا څخه مکتب ته ځم او تر مازدیګره مکتب په کي یم په دې دوران کي زما څخه د ماسپښین او جمعې لمونځ قضاء کیږي بیا چي کله راسم نو قضايي  لمونځ کوم  په دې اړه معلومات راکړئ مهراباني به مو وې.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

 مسلمان چي د نړۍ په هر ګوټ کي وي د ورځي پنځه لمونځونه به کوي ، هر لمونځ په خپل وخت کي دننه اداکول باندي فرض دي ، بېله شرعي عذره څخه ، لکه هيره او خوب د لمانځه قضاء کول کبيره ګناه ده، د قضايي تر څنګ توبه هم پر ده لازميږي.

د مکتب ويل عذر نه دى، هر چيري چي ياست په هر ډول شرايطو کي چي ياست، د خپل رب عبادت په ډېر وياړ او افتخار سره کوئ .

الجواب : مولوي  رفيع الله 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا . سورت مريم: ايت٥٩
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته