تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د اړتیا له مخي په موټر کي لمونځ
 
  January 12, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۳۸)

نوم: فيصل 

د اوسېدو ځای: امريکا

سوال : که يو چا د ضرورت له امله چي د لمانځه ټاکلي ځاي نه وي  لکه په خارجي ملکونو کي چي موږ ژوند کوو نو اکثره وخت موږ په موټر کي لمونځ کوو او يا پر يو چوګۍ په ناستي لمونځ کوو ، نو ايا دا روايت لري که نه ؟

جواب :

حامداً و  مصلياً

که د موټر درول ستا په اختيار کي نه وي بيا په موټر کي لمونځ کول،  په ناسته، په رکوع او سجده سره روا دى (١) خو مخ به دي پر قبله وي.

 که موټر د قبلې څخه  دده مخ واړوي نو دی به بيرته په دغه لمانځه کي خپل مخ د قبلې طرف ته را اړه وي (٢). 

او که چيري د رکوع او سجدې امکان نه وي بيا دي لمونځ په اشاره سره وکړي خو هغه لمونځ به بيرته راګرځوي (٣) ، او دغه رنګه  که  يې اودس نه درلودی نو په تيمم به يې کوي خو بیا به هم  هم دغه لمونځ راګرځوي ځکه چي دا عذر د جانبه د بندګانو دی،  د جانبه دالله نه دى .

همدارنګه که  قبلې ته مخ ګرځول مشکل وي نو لمونځ دي پوره کړي خو دغه بې قبلې لمونځ بیرته راوګرځوه.

جواب : مولوي سيد عبدالهادي آغا
الجواب صحیح : مولوى سيد عبدالهادي 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): تجوز صلوة الفريضة في السفينة والطائرة والسيارة قاعداً ولو بلاعذرعند ابي حنيفة وکذا في نور الايضاح. الفقه الاسلامي وادلته، ص٩۷، فصل في صلوة في السفينة، ج٢ ،ص٥۴. 

(٢): ويشترط التوجه للقبلة في بدء الصلوة ويستدير اليها کلما استدارت السفينة ولوترک الاستقبال لاتجزية الصلوة ان عجز عن الاستقبال يمسک عن الصلوة حتي يقدر علي الاتمام مستقبلا. الفقه الاسلامي وادلته، صفحة مذکور .

(۳): وفي الْخُلَاصَةِ وَفَتَاوَى قاضي خان وَغَيْرِهِمَا الْأَسِيرُ في يَدِ الْعَدُوِّ إذَا مَنَعَهُ الْكَافِرُ عن الْوُضُوءِ وَالصَّلَاةِ يَتَيَمَّمُ وَيُصَلِّي بِالْإِيمَاءِ ثُمَّ يُعِيدُ إذَا خَرَجَ...الخ، لِأَنَّ هذا عُذْرٌ جاء من قِبَلِ الْعِبَادِ فَلَا يُسْقِطُ فَرْضَ الْوُضُوءِ عنه. البحرالرائق، ج۱، ص۱۴۲ باب التیمم، وبهامشه منحة الخالق، صفحه و جلد مذکور.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته