تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په روژه کي د نامحرمي ښځي سره
 
  August 8, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (  ۵۵)

نوم:   نقیب الله مخلص 

سوال : ایا په روژه کی ده یوی نامحرمی ښځي سره د کالو سربیره انزال کیدل یا مچول روژه ماتیزی او کفاره پری لازمیزی اوکه نه؟

جواب : د رمضان په میاشت کي که څوک په مچولو یا په لاس وروړولو انزال سي نو پر دغه سړي ددې روژې قضاء سته او کفاره نه سته.
 
په فتح القدير کي وايي:  که څوک په مچه یا لمسولو سره انزال سي نو پر دغه کس قضاء سته خو کفاره نسته. (۱)
 
او همدارنګه په مجمع الانهر کي راځي چي: که چیري په غیر د سبیلینو کي نژدېکت وسي او یا مچه واخيستل سي او یا لاس وروړي نو که چیري انزال سو نو روژه يې ماته ده او پر دغه قضاء لازمه ده کفاره نسته ځکه چي جنایت ناقص دئ. او که چیري انزال نه سو بیا نو قضاء لا هم نسته.(۲)


جواب: مولوي عبدالسلام
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَإِنْ أَنْزَلَ بِقُبْلَةٍ أَوْ لَمْسٍ فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ دُونَ الْكَفَّارَةِ. (فتح القدیر ج ۴، ص ۳۲۴)
 
(۲): ولو وطئ امرأة ميتة أو بهيمة او في غير السبيلين أو قبل أو لمس إن أنزل أفطر  وإلا فلا (مجمع الانهر ج ۲، ص ۳۳۹- باب موجب الفساد ج ۲، ص ۳۳۹)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته