تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د تراويح قضاء سته او که نه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 26, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۹۱۵)
 
نوم: حسنات

سوال : که چيري څوک د روژې په مبارک مياشت کي د يوشرعي عذر له کبله روژه وخوري نو کله چي د هغې قضاء په نورو ورځو کي راوړي ايا د تراويح قضا هم راوړي که څنګه؟


د روژې په مبارکه مياشت کي د قران کريم دتلاوت په هکله چي څومره ثواب لري يو نقلي دليل راته ذکر کړي؟ 


ايا د روژې په مبارکه مياشت کي دعاګاني قبليږي که ځواب هو وي نو په کومو وختونو کي او کومو شرايطو کي قبليږي؟ 


 جواب : حامداً و مصلياً


تراويح د رمضان د مياشتي سنت دي بېله رمضان څخه تراويح نه کيږي او نه هم د سنت قضا سته.


د قرانکريم تلاوت نفل دى او د هر نفلي عبادت ثواب په روژه کي د فرضو دى.


د روژاتي دعا چي د خپلو شرائطو سره وي هر وخت قبليږي خصوصاً بيا د روژه مات په وخت کي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): من تقرب فيه بخصلة من الخير كان كمن أدى فريضة فيما سواه ومن أدى فريضة فيه كان كمن أدى سبعين فريضة فيما سواه. الحديث، مشکوة المصابيح: کتاب الصوم.


(٢): عن انس ثلاث دعوات لا ترد: دعوة الوالد لولده، ودعوة الصائم، ودعوة المسافر. عن ابن عمر للمؤمن عند فطره دعوة مستجابة. کنز العمال، کتاب الاذکار قسم الاقوال. ج٢، ص٤٧. 


(٣): عن ابن عباس: إن في رمضان ينادي مناد بعد ثلث الليل الأول، وثلث الليل الآخر: ألا سائل يسأل فيعطى، ألا مستغفر يستغفر فيغفر له ألا تائب يتوب فيتوب الله عليه. کنزالعمال: ج٢، ص٥٠.

 

جواب:  مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري، مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي فيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته