تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: څوک چي د ورځي سفر شروع کړي
 
  July 26, 2012
  0

 سوال :  څوک چي د ورځي په مهال سفر پیل کړي مسافر سي ایا د دغي ورځي روژه هم د سفر لکبله خوړلای سي ؟. 


 دليک دلاري يې سوال کړى دئ. د سوال کونکي نوم:  حفيظ الله

جواب : د روژې د خوړلو د عذرونو څخه یو هم سفر دی البته هغه سفر چي لکبله يې څلور رکعتیز لمونځ دوه رکعته ګرځي .خو د سفر په لومړی ورځ که سپېدې په خپل کلي او ښار کي پر وچاودي او بیا سفر پیل کړي ددغي ورځي د روژې ماتول ورته جائز نه دي البته که د ښار او کلي د ساحې څخه لا تر اوسه وتلی نه وو یعني په مقیمینو کي شمېرل کېدئ او روژه يې ماته کړه قضا او کفاره دواړه پر لازمیږي او که د خپل ښار او کلي د ساحې څخه و داسي منطقې ته ورسېدئ چي هلته يې سفریانه لمونځ شروع کېدى او هلته يې روژه ماته کړه کفاره نه پر لازمیږي بلکي یوازي د یوې روژې قضا به راوړي .

 په مبسوط کي وايي : رَجُلٌ أَصْبَحَ فِي أَهْلِهِ صَائِمًا ثُمَّ سَافَرَ لَمْ يُفْطِرْ ؛ ... ، وَإِنْ أَفْطَرَ فَلَا كَفَّارَةَ عَلَيْهِ. د یو سړي په کور کي سهار روژه وه وروسته مسافر سو دا روژه به نه ماتوي .. او که يې ماته کړه کفاره باندي نسته .المبسوط : مُسَافِرٌ أَصْبَحَ صَائِمًا فِي رَمَضَانَ ثُمَّ أَفْطَرَ قَبْلَ أَنْ يَقْدَمَ مِصْرَهُ أَوْ بَعْدَمَا قَدِمَ فَلَا كَفَّارَةَ عَلَيْهِ ؛
 
د مسافر که په روژه کي سهار روژه وه او و خپل ښار ته د راتګ څخه دمخه او یا و خپل ښار ته د رارسېدلو څخه وروسته يې روژه ماته کړه کفاره نه پر لازمیږي .یو مسافر که په یو ښار کي د پنځلسو ورځو د تم کېدو اراده وکړي او یا تر دې زیادو ورځو د پاره هلته د پاته کېدو اراده وکړي و دغه نفر ته که څه هم په اصطلاح کي مسافر ویل کیږي خو په شریعت کي دا نفر د ځايي سړي حکم لري څلور رکعتیز لمونځ به پوره څلور رکعته کوي او د روژې خوړل هم ورته جائز نه دي البته د خپل ښار د ابادیو د ساحې څخه چي څه مهال ووځي بیا تر څو چي د خپل اقامت او تم ځای پوري رسیږي د مسافر حکم لري خو چي څه وخت هغه ښار ته چي هلته پنځلس ورځي یا تر دې زیات پاتیږي ورسیږي د مقیم په حکم کي راځي روژې به نیسي لمونځونه به پوره څلور رکعته ادا کوي .
 
مولوي محمد عمر خطابي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته