تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کندهار ښار د علماوو له خوا پرېکړه لیک
 
  May 2, 2012
  0

 

د ادارې له خوا
 
د ۱۳۹۰ کال د چهار شنبې په  ورځ د حمل د میاشتي پر ۲۴ تاریخ د سهار د ۸ بجو څخه بیا تر ۱۲بجو پوري په لویه عیدګاه کي یوه ستره احتجاجیه غونډه د کندهار د ولسي علماوو د نوي جوړي سوي اتحاديې لخو ترسره سول.

په دې غونډه کی د کندهار ښار د ټولو مدرسو او مساجدو علماء کرامو، د پوهنتون محصلینو، ملي تجارانو، سپین ږیرو مشرانو، ځوانانو او د کندهار په لس ګونو زرو عامو خلګو برخه اخیستې وه.
  
غونډه د قرانکريم د تکړه استاذانو له خوا په څو مبارکو ايتونه سره پیل سوه او وروسته پر مختلفو موضوعاتو او مشکلاتو باندی  بحث وسو لکه د قرانکريم اهانت غندل، د بهرنیو او داخلي ځواکونو لخوا پر مدرسو، مساجدو او د بې ګناه خلګو پر کورونو چاپو وهلو غندنه او د هغوی د ربړولو، وژلو او ناموس ته تاوان رسولو مخه نیول او هم  د عوامو خلګو ترمنځه اتفاق او یووالی راوستل، تر څو د ټول افغانستان عام ولس په یو اتفاق سي او د خپلو مساجدو او مدرسو د علماء کرامو تر رهبری لاندي د خپلو حقوقو دفاع وکړي او همېشه د هراړخیزه مشکلاتو په حلولو کي ورسره څنګ په څنګ ودريږي.

ددې پرتميني احتجاجې غونډي په پای کي د ښار د ټولو علماء کرامو لخو یو پرېکړه لیک اعلان سو چي د دې غونډی بشپړ ږغیږ راپورتاژ او هم دغه پرېکړه لیک تاسو ته د تعلیم الاسلام راډيو د ادارې له خوا په ترتیب سره پر لیکه کيږي او ددې غونډي پرېکړه په لاندي ډول دی:
 

 

 

 بسم الله الرحمن الرحيم

إن الحمد لله، نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلله فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.

اما بعد ! 

دکندهار دمسلمان او مېړني ولس په نمايندګي دعلماؤ کرامو پرېکړه ليک:
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
د لوى او سپېڅلي  څښتن تعالى جل جلاله په سپېڅلي نامه! دا چي په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چي د امريکا د فلورډيا ايالت د يوې کليسا لوى بد بخت پادري (تيري جونز) د خپلي ناوړي لاري د کرغېړنو کارونو په لړ کي يو ځلي بيا خپله شومه او ناوړه څېره بربنډه کړه او د ټوله بشريت د خواخوږۍ او سوکالۍ لارښوونکى ــ ستر کتاب يې توهين کړ، (العياذ بالله) ياد کرغېړن کس  د ٢٠١١ م د مارچ پر يوويشتمه نېټه چي د حمل د لومړۍ نېټې سره سمون خوري الهي سپېڅلى کلام د خپلو شومو موخو له امله په اور وسوځئ ددې بدبخته ددغه کرغېړن کار په عکس العمل کي د نړۍ په پراخه لمن کي د نوموړي مبين کتاب مينانو سينې د جوش او خروش څخه ډکي سوې تر داسي بريده چي د خپلي نا ارامۍ له امله يې په مظاهرو او تظاهراتو لاس پوري کړ، څو  د يوې خوا نړۍ والو ته خپلي ايماني جذبې او ناراضي وښيي او دبلي خوا خپل دردېدلى زړه ټکور کړي، د نوموړى کار دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي ترسره سو آن تردې چي افغانستان بېوزله هيواد ته هم را ورسېدئ او ددې پتمن هيواد څلور واړه کونجيان يې په تظاهراتو ولړزول په تاسف او خواشينۍ سره بايد ووايو چي د تظاهراتو په دې پراخه لړۍ کي د اپريل د مياشتي پر دوهمه او دريمه نېټه چي د حمل د مياشتي د ديارلسمي او څوارلسمي نېټې سره سمون خوري د جنوب لوېديځ زون په مرکز کندهار کي داسي مظاهرې رامنځته سوې چي زيات شمېر خلک يې د وير په ټغر کښېنول ځکه د يوې خوا پردې مذهب پاله ولس باندي په افغانستان کي د بهرنيوځواکونو له خوا خپل سري چاپې وهل کيږي د چاپو په لړ کي ځيني وختونه خلک شهيدانيږي.
 
داسلامي اصولو په خلاف د اجازې پرته نوموړي بهرني ځواکونه په زور سره کورونو ته ننوزي. زموږ ملي او عنعنوي دودونه تر پښو لاندي کوي. د افغانانو د مقدساتو ، د ملي او مذهبي نواميسو سپکاوى کوي. په تشه اشتباه سره خلک تر نامعلوم وخت پوري زندانونو ته اچوي بيا يوازي په بخښنه سره ځانونه خلاصوي.
 
دبل لوري څخه د يادو مظاهر و په درشل کي ددې ځورېدلو افغانانو ويني ديو لړ نالوستۍ ، ناپوهۍ او نه تجربې په وجه توى سوې په تاسف سره بايد ووايو چي دې کار زموږ تاريخي او مذهبي دښمنان نور هم خوشاله کړل، ځکه هغوى ديوې خوا د مسلمانانو سپېڅلى قرآن توهين کړ، دبله اړخه يې خوشالي په دې سوه چي ددوى ددغه کرغېړن کار په پايله کي دمسلمانانو پاکي ويني توى سوې، هم يې پتمني کورنۍ په سرو سترګو کښېنستې ، تنکي او نازولى ماشومان يې يتيمان او بې سرپرسته سوه، پتمني بېبياني يې کونډياني سوې ، ميندو او پلرونو يې پر زړه باندي دناسور زخم وخواړئ ددې قيمتبها وينو تويېدو ترڅنګ  ددې ولس دځينو بې وزله خلکو مالونه او شتمنۍ هم پکښي له منځه ولاړي يا په بل عبارت شخصي پاکو شتمنيو ته هم تاوانونه رامنځته سوه اخر دا چي کافرانو هم زموږ قرآن توهين کړ او هم يې موږ په خپلو کي سره وجنګولو.
 
دا چي په دې مظاهرو کي هم شخصي شتمنۍ له منځه ولاړې ځکه افغانان تر زياته بريده د مظاهرې کولو سره بلد نه دي خود به يې داسي کړني ترسره کړي وي چي دګټو پرځاى به يې تاوانونه دځان سره لرل خو په دې کار کي زياته ملامتيا د دولت د امنيتي ارګانونه ده ځکه د هغوى خو يوه پړه داوه چي د خپل ولس د مظاهرې د پوهاوي لپاره تبليغاتي کمپاين نه دئ چلولى او د بله اړخه يې پوليس د مظاهرې سره د مبارزې کولو په وړاندي نه دي پوه کړي او نه هم دپوليسو د روزولو په روزنيز نصاب کي داسي مضمون په تيوريک يا پرکتيک ډول لري چي پوليس وکولاى سي د مظاهرې پر مهال دداسي تکتيکونه څخه کار واخلي څو هم په مظاهرو کي هغه خلک قابو کړي چي شخصي مالونه ته تاوانونه رسوي او هم مردکونه ونه اوروي له همدې امله د کندهار دعلماؤ دلوري څخه همدا احتجاجي ناسته دايره سوه پکښي لاندي پريکړي وسوې د دولت او دبهرنيو څخه يې دپلي کېدو جدي غوښتني وسوي ، که يې هغوى پلي نه کړي نور نو ددې ولس علماء بې تفاوته نه سي پاتېدلاى تر هغه بريده به کلکه قلمي او فکري مبارزه کوي څو خپل ملي او مذهبي حقوق لاسته راوړي، پريکړي يې په لاندي ډول دي:
 
١: دامنيتي ارګانونو کومو پوليسو چي افغانان شهیدان کړي دي دغه کسان دي ونيول سي او د قانون منګولو ته دي وسپارل سي. 

٢: په مظاهرو کي چي کومو کسانو شخصي شتمنيو ته د شرعي اجازې پرته تاوان رسولى دئ دا کار غندو ځکه دغه کار په شريعت کي حرام دئ نور دي عام خلک هيڅکله داسي کار نه کوي او په دې اړه دي دولت خپل مسؤليتونه پوره کړي.

٣: دافغانانو ټولو مقدساتو ته دي درناوى وسي هيڅوک دي يې پر پت باندي پښې نه ږدي بهرني ځواکونه دي نور په هيڅ صورت د افغانانو مذهبي مقدساتو ته نه ورنژدې کيږي.

٤: کوم کسان  چي افغانان يې زخميان کړي دي هغه دي ونيول سي د مظلومانو حق دي ځني ور واخستل سي او سزا دي ورکړل سي.

٥: مظاهري کول د افغانانو حق دئ په هيڅ صورت کي څوک حق نه لري چي د مظاهرو پر مهال افغانان په مردکو وولي نور افغانان دا کار نه سي زغملاى،  بلکي قانوني او مذهبي اصول دي پکار واچوي.

٦: افغانان حق لري چي د خپل ږغ پورته  کولو لپاره مظاهري وکړي خو په مظاهرو  کي به دغير شرعي بريدونو او شخصي شتمنيو ته د تاوان رسولو څخه ځانونه ساتي ځکه دا کار په شريعت کي حرام دئ او افغانان دغير شرعي کار منلو ته حاضر نه دي.

٧: کوم مظلومان چي د امنيتي ارګانونو له خوا نيول سوي دي هغه دي بې قيده اوشرطه ايله کړل سي.

٨: د کندهار ښار جوړي کړل سوي مدرسې د دولت سره دهرډول اړيکو څخه ځانونه ساتلي او ساتي يې، زده کړه او ورزده کړه دهر افغان حق دئ نو ځکه دولت او بهرنيان دي دغو مدرسو ته په بېلابېلو نومونو هيڅ ستونزي نه جوړوي.

٩: عالمانو او طالبانو ته دي په کرکه  او د شک په سترګه نه کتل کيږي.

١٠: په کوم ځاى کي چي دولت ته کومه ستونزه جوړه سي نو د چار چاپېره مدرسو طالب العلمانو ته دي دولت ستونزي نه جوړوي او نه دي د ورپيښي ستونزي په تور طالب العلمان بنديانوي.

١١: په افغانستان کي د امريکا او يا نورو بهرنيانو لنډمهالي او دايمي اډې په هيڅ صورت او هيڅ ډول شرايطو افغانانو ته د منلو وړ نه دي او نه يې منلاى سي، حکومت او يا بل کوم اړخ که امريکا او بهرنيانو ته د تل پاتي کېدو، د لږ يا اوږدې مودې لپاره کومه معامله وکړي او يا دستاوېز ورکړي ، افغانانو ته هغه قانوني حيثيت نه لري او دغبرګون د اور په شغلو کي به يې دهر څه وړاندي دستاويز ورکونکي ملي خاينان سوځل کيږي.

١٢: په حکومتي ښکاره اوپټو محبسونو کي ډېر داسي مظلومان بنديان دي چي د تشو تورونو پر بنسټ بنديان سوي دي ، چي د ځينو ليست يې وړاندي دولت ته سپارل سوي ، هغوى ټول بايد ازاد سي.

۱۳: بنديانو ته د اقرار لاس ته راوړلو لپاره غير قانوني  شکنجې وهل او ټکول نه ورکول کيږي ، د همدغه ډول جبري او د زور پر بنیاد اقرار سوي پريکړي بايد داړوند ادارو لخوا ماتي او ملغى سي.
 
په احترام د کندهار د ولسي علماؤ د اتحاديې د لوري
 
ماخذ: د تعلیم الاسلام راډيو د ادارې له خوا
 
-------
دا راپورتاژ په ږغيز ډول هم دلته اورېدلای سئ: د عيدګاه احتجاجيه غونډه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته