تازه سرليکونه
د جماعت په اميد مسجد ته تلل
 
  March 3, 2012
  0
رالېږونکی: ګل احمد فيضي
 
 عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله  صلی الله عليه وسلم  من توضاَ فاحسن  الوضوء  ثم راح  فوجد  الناس  قد صلوا اعطاه الله مثل اجر من صلاها و حضرها لا ينقص  ذالک من اجورهم شيئا(رواه ابو داود والنسائي والحاکم).

ژباړه : رسول الله  صلی الله عليه وسلم  فرمايي: څوک چي ښه اودس تازه کړي بيا مسجد ته ولاړ سي کله چي دى ورسي هغوى جماعت کړى وى الله  جل جلاله  دومره ثواب ورکوي لکه د هغه کسانو چي لمونځ يې په جماعت کړى وي بېله دې چي د هغوى د ثواب څخه يو  شى کم سي.

فايده: دا د الله  جل جلاله  څومره لوى احسان او انعام دئ چي يو څوک د جماعت هڅه وکړي او جماعت ځني تېر سي الله  جل جلاله  دومره ثواب ورکوي لکه د جماعتيانو خلګو. که د الله  جل جلاله  د دې ورکړي څخه موږ ګټه نه واخلو  نو د هېچا تاوان نه دئ، بلکي زموږ خپل تاوان دى. د دې څخه دا هم معلومه سوه، چي په دې ګمان  د مسجد څخه پاتېدل نه دي پکار چي جماعت به تېر سوى وي ځکه که دى ورسي  جماعت ځني تېر سوى وي الله  جل جلاله  هغه ثواب ورکوي لکه د جماعت د لمانځه ثواب او که يې يقين و، چي جماعت تېر سوى دئ بيا که پاته سو پروا نه  کوي. 
 
ماخذ: فضايل اعمال
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته