تازه سرليکونه
د (د سپيڅلي لاري لارويان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو (پنځمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 27, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(پنځمه برخه)
عکاشه ستاسو څخه وړاندي سو!


د قیامت ورځ هغه هیبت ناکه ورځ ده، چي د ټولو انسانانو څخه به خولې را بهېږي او هر څوک به د نفسي- نفسي نارې وهي، حتی پیغمبران به هم بې سېکه وي او د قهار څښتن تعالی د عذاب څخه به پناه غواړي.


ځیني کسان به د الهي عذاب څخه د وېري له امله تر سر، ځیګر، نامه او پښو پوري په خولو کي غرق وي، حتی په دغه حالت کي به پلار او مور له اولادونو او اولادونه به له والدینو، ورور له ورور او مېرمن به له خاوند څخه تښتي او ټول به په داسي حالت کي د قیامت پر ګرم میدان ولاړ وي، چي هیڅ جامې به یې نه وي په تن او د هیچا به بل چاته فکر نه وي.


یوه ورځ رسول الله جل جلاله خپلو ملګرو ته د همدې وحشتانکي ورځي بیان کاوه، چي د امت څخه به یې اویا زره(۷۰۰۰۰) تنه بې حسابه او عذابه جنت ته ځي.


اصحابان مبارکان د داسي فضیلت اورېدلو له امله په حیرانتیا کي ډوب سول، چي د داسي دردناکي ورځي له وحشت څخه چي څوک ژغورل کېږي، حتمي داسي شخص ډېر نېکمرغه دی، چي ناڅاپه عکاشه بن محصنرضی الله عنه را ولاړ سو، مخکي تر دې چي چانس له لاسه ورکړي او له نورو څخه وړاندي والی وکړي، وویل: 


ای د الله رسوله! زما له پاره دعا وکړه، چي زه په هغو کسانو کي راسم!


رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ته د هغو کسانو څخه یې، نورو اصحابانو مبارکانو هم غوښتنه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چي عکاشه ستاسو څخه وړاندي والی وکړ او دا فضیلت یې وګټئ.


عکاشه رضی الله عنه د خیر په کارونو کي د وړاندي والي له امله دا غوره والی ترلاسه کړ او پر نورو صحابه کرامو دا دروازه وتړل سوله.
هو! عکاشه دلته وړاندي والی وکړ، نو بې حسابه او عذابه به جنت ته داخلېږي.


ابو دجانه وړاندي والی وکړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم توره یې ترلاسه کړه.


ابو بکر صدیق رضی الله عنه بیا پر ټولو اصحابانو مبارکانو غوره والی پیداکړ.


همېشه هر فقیر، شتمن، نېک او غوره خلک له یو او بل سره په نېکیو کي وړاندي والی کوي، د دوی هدف یو شی دی، ځکه څښتن یې یو دی، زړونه یې مستقیم او برابر دي، ځکه ارادې او هوډونه یې محکم دي.


نو اې وروره او خوري! تا کله خپل سر ګرېوان ته کښته کړی دی، چي فلانی شخص خو د الله جل جلاله په لاره کي هغه نېکي وکړه، زه هم باید ځان ور ورسوم؟ آیا ته ځان ملامتوې، چي فلانی شخص خو د قرآنکریم یادولو او علم حاصلولو کي تر تا مخکي سو او ته بې پروا او نا خبره پاته یې؟ آیا په دې باندي غمجن سوی یې، چي فلانی کس خو په جهاد او سنګر کي شپه او ورځ لګیا وي او تا په کور کي پر بالښت د غفلت تکیه وهلې وي؟ آیا کله دي د حسرت اوښکي پر دې باندي توی کړي، چي فلانی شخص خو هره ورځ د نېکیو په لوړو پوړو خېژي او د منکراتو څخه لیري کېږي، خو ته په عبثو او بې ارزښته شیانو لګیا یې؟ ستا به هغه وخت څه وضعیت وي چي پوه سې، چي فلانی سړی د ورځي روژه او د شپې تهجد، سهار مهال رب جل جلاله ته اوښکي تويوي او د خپلو ګناهونو بخښنه ځني غواړي؟ خو بریالی هغه کس دی، چي دنیوي ټول خواهشات پرېږدي او یوازي د رب جل جلاله د خوښۍ ترلاسه کولو له پاره تل په نېکو عملونو کي وړاندي والی وکړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته