تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځیني تېروتني چي زموږ د پرمختګ مخه یې نیولې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2023
  0

لیکنه  : مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ځیني تېروتني چي زموږ د پرمختګ مخه یې نیولې  


۱: څنګه به اصلاح شو، چي هر وخت د خپلي تيروتني پړه پر بل چا اچوو.  


۲: څنګه به مو راز خوندي شي چي د خپل راز خبره بل ته کوو او بیا ورته وایو چي چا ته مه وایه.  


۳: په سختو ورځو کي د بل سره کومک نه کوو، خو بیا د هغوی څخه د کومک طمع هم کوو. 


۴: ولي به ټولنه د بربادۍ لور ته نه ځي موږ تل د داسي خوشحالیو په لټه کي یو چي ګټه یې یواځي موږ ته رسیږي.  


۵: ځان له ټولو څخه پوه او هوښیار ګڼو خو په اصل کي موږ په هیڅ هم نه پوهیږو. 

 
۶: موږ د خپل مور او پلار خدمت نه کوو، خو د خپل اولاد څخه بیا د خدمت کولو ارزو لرو او بیا ګیله هم کوو، چي اولاد زموږ خدمت نه کوي.  


۷: له هر چا سره بدي کوو او نورو ته ضرر رسوو خو بیا د آرام ژوند طمعه هم کوو. 


۸: څنګه به غیبت پریږدو موږ هر وار غیبت په دې فکر کوو، چي دا وار به غیبت کوم بیا به نه کوم. 


۹: څنګه به ماتي نه خورو چي یوار مو ازمویلي وي او د هغوی لاملونه هم راته معلوم وي خو بیا یې هم د ازمویلو هڅه کوو. 

 
۱۰:  څنګه به اصلاح شو چي کله یوه ګناه وکړو د هغه د پټولو لپاره بیا دروغ وایو؛ بلکي موږ هر وخت د یوې غلطې له پاسه بله غلطي کوو.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته