تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فیمینیزم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 21, 2023
  0

لیکنه: ابو خالد عثمان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

فیمینیزم 


Feminism فیمینیزم د لاتیني ژبي د Femind څخه اخیستل سوی دی، عربي کي ورته (النسوية) وایي. په لنډه توګه فیمینزم ددې خبري پېژندنه ده، چي په حیثیت کي د ښځينه توب او نارینه توب حقوق مساوي دي . ( اکسفورډ)


د فیمینزم لفظ لومړی ځل فرانسوي فلسفي چارلس فویر په ۱۸۳۷ کي استعمال کړ.


د فیمینیزم داعیان سیاست، اقتصاد، معاشرت، ان تر دې، چي د ژوند په ټولو اموراتو کي د ښځو او سړیو ترمنځه د مساویتوب غوښتونکي دي، دوی په همدې موخه هر هیواد کي د ښځّو د ځانګړي کلبونو، خوځښنونو او تنظیمونو په رامنځته کولو ټینګار کوي.


تاریخچه


دلته یوه خبره د یادوني وړ ده: چي نوی فیمینیزم او د ښځو اساسي حقوق دوه جلا جلا فکرونه دي، که موږ د اساسي حقوقو برخه کي بحث کوو، نو اسلام چي کوم حقوق ښځو ته ورکړي هغه بې ساري دي، اسلام ښځو ته په بعضي مواردو کي مساوات او ترڅنګ یې په ګڼو مواردو کي د عدالت او انصاف غوښتنه کړې ده او په حقیقت کي  مساوات، انصاف او عدالت له ظاهري فیمنیزم څخه غوره او پورته دی. حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه د جاهلیت د دور کیسه کوي: په الله قسم موږ به د جاهلیت په دور کي ښځو ته هیڅ حیثیت نه ورکوی، تردې، چي الله تعالی د هغوی په اړه خپل هدایت نازل کړ او هغوی ته یې چي کومه حصه مقررول غوښتل هغه یې مقرره کړل، نو موږ به د هغه فینمینیزم په تاریخ رڼا واچوو، چي لیبرال یا معاصر غربي فیمینزم دی او حقیقت کي یې  د ښځو عزت او وقار تر پښو لاندي کړ.


په منځنیو پېړیو کي د کلیسا د جبر د لاسه په ښځو د اور لمبې بلي وې، ښځي ته د انسانیت درجه لا هم نه ورکول کېده، ستر عیسوي پاپ بولس وایي: ښځه نارینه ته الله پيدا کړې ده ( یعني نارینه ته ورباندي د هر ډول تېري اجازه سته) همدا حالات د خوځښت د رامنځته کېدو ستر لامل سول، مګر د پام وړ ده: هغه وخت د ښځو د بشري حقوقو غوښتنه کېده، چي کلیسا په خپل مټ ور څخه محرومه کړې وه ،خو له بده مرغه له نولسمي پېړۍ راپه دې خوا په یو خاص چال او کوښښ سره (چي سیکولران یې پر مخ وړي) د خوځښت مزل د ښځو د بنیادي حقوقو څخه واوښت او پرځای یې د برابری او د ښځو د واک نارې پورته کړي او تدریجي یې ښځه دې حالت ته ورسوله، چي نکاح، اولاد او فامیلي سیسټم یې په غرب کي یو ښکنځل  او پالتو شی وګرځول. موږ یې په خلص ډول تاریخ په څلورو برخو ویشو، چي په لاندي ډول دی:


۱ – نولسمه پېړۍ کي یې د بنسټیزو مسئلو د حلولو او پر اجنډا کار وکړ. 


۲ – ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۹۰ پوري یې دوهم دور و، دا د خوځښت لپاره د عروج دور و، دغه دوره کي یې په لومړي ځل د نر په مقابل کي د برابری طرحه او بیل امریکا دولت ته وړاندي کړ او په دولت یې قوي فشار راوړ او د ګڼو مظاهرو وروسته برلاسي سول.


۳ – درېیم دور۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۱ پوري و، دغه دور کي یې ښځه  د بې حیایي خواته و هڅول. بدبختانه عیاشو ځوانانو دغه دور کي قوي کمپاین وکړ، ان تر دې چي پر سړکونو او واټونو یې په لڅ بدن بې کالو مظاهرې پیل کړې، چي له کبله یې په ټولنو کي جنسي ځورونه، بد کاري، تشویش، غیر متوازي فامیلي حالت او بې نظمي غوندي عناصر رابرسیره سول. 


۴ – څلورم دور یې نن زمانه ده، چي په یویشتمه پېړۍ کي پیل سوی دی، چي د مغرب څخه فیمینیزم مشرق ته داخل سوی دی او په کراره کراه یې ټوله نړۍ لاندي کړې ده، تعجب او د حیرانتیا خبره ده، څومره چي ښځي ازادي سوي، تر هغه لا زیات کوښښ نور هم ورته روان دی.
په کال ۲۰۱۹ نومبر میاشت کي دوی خپله اصلي څېره وښوده:


د سور اسیا په نوم دوی مظاهره وکړه، په دغه مظاهره کي د فیمینیزم ښځینه داعیانو نارینه و ته د سپکاوي په پار د سلګونو ځوانانو په غاړه کي د سپي رسۍ واچولې او په کوڅو، سړکونو او واټنونو کي یې نارینه د سپیو په څېر و غپول، له دې سره ددوی اصلي څېره هم خلکو ته واضحه سوه.


خلاصه دا چي، یو خاص شیطاني قوت لګیا دی، په تدریجي ډول د اسماني قوانینو ماتولو ته خلک هڅوي او ټولنه یو داسي حالت او برخلیک ته وړي، چي د ځنګل په چارپای او انسان کي هېڅ ډول توپیر پاتي نه سي، فامیلي سیسټم انسانیت ته د الله پاک غوره ډالۍ وه، د کور هماهنګي جوړه وه، هر چاته خپله دنده ورکړل سوې وه، نن یې ښځه دې ته مجبوره کړه، چي د جنسي الې په طور په مارکیټونو کي وپلورل سي.


ماخذ: د تعلیم الاسلام مجله، اته ویشتمه ګڼه، ۱۴۰۲ کال، ۱۲ مخ 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته