تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یووالی د ولسونو د پرمختګ لومړی شرط دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 17, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یووالی د ولسونو د پرمختګ لومړی شرط دئ


د اسلام او انسانیت ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تر هجرت کولو وروسته د یوې اسلامي ټولني او حکومت بنسټ کښېښود، په دې لاره کي ئې تر ټولو له لومړنیو کارونو دا و، چي د مکې څخه د راغلو اصحابو کرامو (مهاجرینو) او د مدیني د اوسېدونکو اصحابانو (انصارو) ترمنځ ئې د ورورولۍ تړون رامنځته کړ. 


د مدینې انصار د (اوس او خزرج) په نوم له دوو قبیلو تشکیل سوي وه، مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هجرت سره بل کار دا وسو، چي د انصارو د یادو دوو قبیلو ترمنځ د دوستۍ تړون وسو، دا هغه دوې قبیلې وې، چي د جهالت په دور کي به ئې د یو بل ویني څښلې، اما د اسلام په راتګ سره دا د وخت دښمنان ریښتني دوستان سول. 


اسلام قومیت او قوم پرستي نه غواړي، اسلام د یووالي او ورورولۍ دین دئ، زموږ په خوږ دین کي تور پر سپین، سپین پر تور، عرب پر عجم او عجم پر عربو هیڅ اولویت نه لري، دا چي اسلام په ډېر لنډ وخت کي د نړۍ تر هره کونجه ورسېدئ، د وخت دوو امپراتوریو (روم او فارس) ته ئې ماتي ورکړې، لامل ئې دا و، چي اسلام د عربو په بې علمه او بې اتفاقه خلګو کي د یووالي او ورورولۍ تخم شیندلی و، هغوی ئې د بې مهذبه ژوند څخه د یوه متمدن ژوند څښتنان ګرځولي وه. 


په هغه وخت کي د مسلمانانو ترمنځ یووالی د دوی د پرمختګ ستر راز و، خو بدبختانه نن ورځ د مسلمانانو په منځونو کي د پخوا په شان یووالی او ورورولي نه لیدل کیږي، نن ورځ اسلامي نړۍ په شاوخوا ۵۲ ټوټو (هیوادونو) وېشل سوې ده، واحد خلافت په ۵۲ حکومتونو وېشل سوی دئ، له بده مرغه نن ورځ زموږ د وروسته پاته والي او مظلومیت ستر لامل بې اتفاقي ګرځېدلې ده. 


افغانانو! زموږ د هیواد د بدبختیو لوی لامل همدا بې اتفاقي جوړه سوې ده، اشغالګرو په پرله پسې ډول د افغانانو ترمنځ د قوم، ژبي او مذهب په نوم د بې اتفاقۍ هڅي کړي دي، دې افغان دښمنه کړیو په تېرو کلونو کي د افغانانو د یووالي د له منځه وړلو له پاره له هیڅ ډول تخریبي کړني دریغ نه دئ کړی. 


افغانانو! که پرمختګ غواړو، باید ږغ مو یو وي، که د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سره سیال کېدل غواړو، باید هدف مو یو وي او که د یو قوي افغانستان جوړېدل غواړو، باید قوت مو یو وي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته