تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عمل دي د لاري ملګری وګرځوه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 25, 2023
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عمل دي د لاري ملګری وګرځوه


زیاتره انسانان ددې څخه شکایت کوي چي ژوند کي مي خوند او سکون نسته او همېشه د خفګان څخه ځوریږي.


دوی د سکون څخه برخمن دي؛ مګر اصلا د دوی څخه د سکون لاره غلطه سوې ده، دوی فکر کوي چي سکون په دنیوي اسبابو, ساعتیري او ورځ په ورځ نوی کور, نوی موبائیل, نوی موټر او شتمني کي دئ.


که څوک داسي فکر کوي نو اطمیناني دي سي چي هیڅکله به سکون ونه مومي، سکون په نیکو اعمالو، د الله پېژندنه، د الله په اطاعت او عبادت کي ده.


دا ښکاره خبره ده چي ژوند کي بیلا بیل مشکلات راځي خو څوک چي د الله فرمانبرداره وي نو د مصیبت په وخت کي پر الله توکل کوي او صبر اختیاروي, الله تعالی هم د صبر او حوصلې کولو توفیق ورکوي.


هغه څوک چي سکون په میله او په پارک, سیاحت او تفریح, مستي او میلې کي لټوي نو ښکاره خبره ده چي داغه دنیا کي به هم د سکون د غلطی تعریف د وجي ځوریږي او هم به په اخرت کي د وخت ضایع کولو او د الله د اطاعت په ډکر کي د خاصي لاسته راوړني په نشتون کي د سخت حساب او کتاب سره مخامخ سي.


د حضرت علی رضی الله عنه  وینا ده چي وایي: "جنت" مه غواړه، بلکي په دنیا کي داسي کار وکړه چي "جنت" ستا غوښتنه وکړي.
نو داسي عمل غوره کړه چي د دنیا او اخرت د کامیابي سبب دي وګرځي. په دنیوي اسبابو کي د خوشحالي پلټنه کول پریږده.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته