تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الکهف لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 29, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الکهف لنډه پېژندنه 


سورة الکهف د تلاوت او مصحف په اعتبار ۱۸ سورة دئ، چي د هجرت تر مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة الکهف ۱۱۰ آية او ۱۲ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۹ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَـٰبَ ٱلْكَهْفِ وَٱلرَّقِيمِ كَانُوا۟ مِنْ ءَايَـٰتِنَا عَجَبًا. 
ژباړه: ايا داسي فکر کوې چي د غار د خاوندانو قصه زما د عجيبه (او حيرت اميزه) نښانو څخه وه. 


په سورة الکهف کي پنځه (۵) واقعې ذکر سوي دي


۱-   اوله قصه د اصحاب کهف (يعني د غار د خاوندانو) ده، کله چي دوی ايمان راوړئ، خو د وخت باچاه نه پرېښول چي پر وحدانيت پاته سي. د باچاه د بيري ولاړه، چي د ستړيا له کبله په يوه غار کي پرېوتل او هلته د ۳۰۹ کاله د پاره بيده وه. بيا الله (عزوجل) را پورته کړل.


۲-   دوهمه قصه د دوو باغونو د خاوندانو ده، چي الله تعالی و يوه ته ډېر غټ او ښايسته باغ ورکړی وو، خو غرور ئې وکئ او ويل ئې چي زما دا ګمان نه کيږي چي ورځ د قيامت دي قائمه سي، نو خپل د عمل سزا ئې وليده. ليکن دوهم کس به خپل باغ ته په ننوتو د الله (رب العزة) ثنا او صفت بيانوی.


۳-   درېيمه قصه د حضرت موسی (عليه السلام) او د الله (رب العزة) يو بل برګزيده او ولي کس تر منځ ده. کوم ته چي پرورديګار (جل جلا له) علم ورکړی وو.


۴-  څلورمه قصه د ذوالقرنين ده، چي الله (عزوجل) لويه باچاهي ورکړې وه، او پر داسي يو قوم پېښ سو چي د ياجوج و ماجوج شکايت ئې ور ته وکئ. نو د دې ظالم قوم په مخ کي ئې د اوسپني ديوال جوړ کئ، تر څو را وا نه وړي. خو قيامت ته نږدې به د ياجوج و ماجوج (چي د يافث بن نوح اولاده ده) به دغه ديوال ماتوي او نوري نړۍ ته به راوزي.


۵-   پنځمه قصه چي ډېره لنډه ذکر سوې ده، هغه د حضرت آدم (عليه السلام) او ابليس واقعه ده چي ابليس د جنياتو څخه وو او سيدنا آدم (عليه السلام) ته ئې سجده و نه کړه.


د ابو درداء (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: څوک چي د سورة الکهف اولني لس آية په ياد (يعني حفظ) کي، هغه به د دجال د فتنې څخه په امن کي سي. (صحیح مسلم)


په بل روايت کي آخري لس آية د سورة الکهف ذکر سوي دي.

 

په سورة الکهف کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي

 

۱-    دا کتاب (قرآن کريم) د الله تعالی له خوا پر خپل بنده (محمد بن عبدالله) نازل سوی دئ.


۲-    مؤمينانو ته زېری دئ او کفارو ته انذار او خبرداری دئ.


۳-   د دې نړۍ هر زينت او ښايست د امتحان په خاطر دئ.


۴-    د اصحاب کهف واقعه.


۵ - د راتلونکي او سبا د کار په باب هيڅ کله بې له (أَن َشَآءَ ٱللَّهُ) خبره مه کوه.


۶ - خپل ځان د هغه کسانو سره ټينګ او ثابت قدمه وساته چي الله (رب العزة) يادوي او ذکر ئې کوي.


۷-   الله تعالی د مؤمينانو اجر نه ضايع کوي او د کفارو او ظالمانو له پاره داسي اور اماده دئ چي د هغو د دېوالو له خوا به را ګير وي.


۸-   د دوو کسانو قصه چي الله تعالی باغونه او مځکي ورکړي وه او يو په دوی کي د ډېر مال درلودونکی وو او خپل پر نفس ظلم کونکی وو.


۹-   مال او زامن د دې ژوند او د دې دنيا زينت دئ، خو د نيکو اعمالو بدله د الله تعالی سره سته.


۱۰-   د قيامت د ورځي بيان.


۱۱-   د سيدنا آدم (عليه السلام) او ملائکة قصه او ابليس د جنياتو او پېريانو څخه وو.


۱۲-   په دې کتاب (قرآن عظيم الشان) کي د هر شي مثال سته.


۱۳-   د الله تعالی رسولان او استازي و انسانانو ته مبشرين (زېري ورکونکي) او منذرين (بېرونکي) را استول سوي دي.


۱۴-   د سيدنا موسی (عليه السلام) او د حضرت خضر (عليه السلام) قصه.


۱۵-   د ذوالقرنين او د ياجوج و ماجوج قصه.


۱۶-   د کافرانو جزا جهنم او دوږخ دئ، ولي چي د الله تعالی په آيتونه او په رسولانو تمسخر کوي او د مؤمينانو له پاره جنت دئ.


۱۷-   که بحرونه (او دريابونه) رنګونه سي، بيا به هم د الله تعالی کلمات خلاص نه سي، که دغسي نور بحرونه ور سره اضافه لا سي.


۱۸-   رسول الله صلی الله علیه وسلم يو بشر او بني آدم دئ، د الله تعالی له خوا ور ته وحي کيږي، چي خلګو ته دا ور وښيي چي ستاسو رب (يعني الله تعالی) يو دئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته