تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مېرمني مقام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 26, 2023
  0

لیکنه: ملیکه دانش/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 د مېرمني مقام 


    د یوه انجنیر صاحب مېرمن وفات شوه، دری زامن یې ورته پرېښودل، چي یو یې اته کلن و، دویم دری کلن او درېیم تیخور و، د مېرمني له وفات څه وخت وروسته خپلوانو په ټینګار سره ورته وویل چي ژر تر ژره باید بل واده وکړې، ځکه پخپله ټوله ورځ کار کي یې او ماشومان مو بې سرپرسته اوسي، خو له بده مرغه چي له ډېر تلاش وروسته بیا هم د کوژدن لپاره کومه نجلۍ پیدا نه شوه، ځکه یو لور ته په کور کي د ده نه شتون او بل لورته  د ده ماشومانو او کور ساتلو مسؤلیت دروند و.


    کله چي انجنیر صیب په واده پیدا کولو کي ناکام شو، اراده یې وکړه چي د خپل کور او اولاد لپاره ساتونکي او روزونکي پیدا کړي، نو ورځپاڼو کي یې اعلان وکړ چي په لاندي شرطونو پوره روزونکې یې په کار ده، مثلا له پوهنتونه به فارغه یي، انګلیسي به یې زده یي او عمر به یې له 45 کلونو زیات نه یي. او داراز یې څو نور شرطونه هم یاد کړل.


    څه وخت وروسته یوه مېرمن پیدا شوه، چي د انجنیر صیب په شرطونو پوره وه او د کار لپاره هغې هم خپل شرطونه بیان کړل، هغې وویل: انګلیسي او فرنسوي ژبي مې زده دي، ستا اولادونه به ساتم او روزم، زه پیسو ته اړتیا لرم، زما د کار شرطونه دا دي چي۲۰۰۰ ډالر به مي معاش یي، زما مسؤلیت ستا د دریو زامنو ساتنه ده، د هغوی ساتنه، روزنه او پالنه ده، که غواړې هغوی ته درسونه ووایم نو ۳۰۰ سوه ډالر به نور راکوې، که غواړې د هغوی د ډوډۍ او نږولي تیارولو کار هم ماته راوسپارې، نو ۴۰۰ډالر به نور راکوې.


    او د تیخور ماشوم د جامو مینځلو به ۲۰۰ یي، که چرته کوم ماشوم ناروغه شو او ځانګړې پاملرني ته اړتیا وه نو ۳۰۰ به نور زیاتیږي او د کور پاکول او ستا خدمت پر ما نشته، د دې لپاره باید خدمتګاره ونیسې او د جمعې ورځ به زما رخصتي یي، دا به زما اونیزه رخصتي یي، په دې ورځ به ماته ان موبایل هم نه کوې! مګر که اشد ضرورت و. 


    کیسه دلته پای ته ورسیده، اوس پوښتنه دا ده چي ته دي د خپلي مېرمني څومره پوروړی یې؟! او په دې پوه شوې چي الله تعالی ولې د هغې نفقه پر تا لازمه کړې ده او الله تعالی ولي امر درته کوي چي هغوی سره ښه ژوند کوئ (وعاشروهن بالمعروف) ؟

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته