تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوبو ګټي او په اړه يې زموږ مسؤولیتونه(۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 19, 2023
  0

لیکوال: محسن حنیف د تدریب ائمه انستیتوت استاد 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د اوبو ګټي او په اړه يې زموږ مسؤولیتونه
(دوهمه برخه) 

 

څلورم دلیل دا چي قرآن کریم پنځه ځایه باران د الله تعالی رحمت بللی، وايي: 


وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنْشُرُ رَحْمَتَهُ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ.


ژباړه: الله هغه څوک دی چي د خلکو تر ناهیله کېدو وروسته باران اوروي، خپل رحمت خپروي او دی د ستایني وړ کارجوړوونکی دی.  


أَمَّنْ يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَنْ يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ.


ژباړه: آیا (باطل معبود غوره دی ) او که هغه څوک چي د وچي او سمندر په تیارو کي لاره درښيي او هغه څوک چي خپل د رحمت (اورښت) مخکي د زېري په توګه بادونه (هواوي) رالېږي؟ آیا د الله سره بل د عبادت وړ څوک شته؟ الله تعالی له هغه څه لوړ دی چي دوی يې ورسره شریکوي.


دلته قرآن کریم اورښت د الله تعالی رحمت بللی دی. دې ته ورته په بل ځای کي وايي: 

 
وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ حَتَّى إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَنْزَلْنَا بِهِ الْمَاءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ كَذَلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتَى لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ.


ژباړه: الله تعالی هغه څوک دی چي خپل د رحمت (اورښت) مخکي د زېري په توګه بادونه (هواوي) رالېږي آن تر دې چي کله دغه بادونه (په اوبو) درنې وریځي پورته کړي، هغه د مړه وطن خوا ته وشړم، نو هلته اوبه را کښته کړم، په هغو سره د ځمکي هر ډول حاصلات را وباسم. 


اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلِ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمُبْلِسِينَ فَانْظُرْ إِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ ذَلِكَ لَمُحْيِ الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.


ژباړه: الله هغه څوک دی چي بادونه رالېږي، نو وریځي پورته کوي، بیا يې په لوړه فضا کي وغوړوي څرنګه چي دی غواړي او ټوټه - ټوته (غونډۍ- غونډۍ) يې جوړوي. نو باران وینې چي له منځه يې راوزي. بیا چي کله يې په خپلو بندګانو کي چا ته ورسوي ناڅاپه دوی خوښېږي په داسي حال کي چي مخکي تر دې چي باران ورباندي و ورېږي ناهیلي ول. نو د الله د حمت آثارو (نښو) ته وګوره څه ډول ځمکه له مړیني وروسته ژوندۍ کوي؟ یقینا هغه (څوک چي مړه ځمکه ژوندۍ کوي) هرومرو مړي هم ژوندي کوي او دی پر هرڅه پوره واکمن دی. 


دلته قرآن کریم دا خبره هم څرګنده کړې ده چي او به له وريځي ورېږي؛ لکه سورة الواقعة: 69 او سورة النبأ: 14 چي هم دا خبره په صراحت کوي. په کومي ځایونو کي چي د اوبو نسبت (السماء = آسمان) ته شوی دی، د هغه وجه دا ده چي سماء په عربي کي لوړ طرف ته ویل کېږي لکه سورة الحج: 15 کي چي راغلي، نو هلته له «السماء» څخه مراد همدغه وریځي دي چي په لوړ طرف کي دي؛ لکه دغه آیت چي وايي: 


وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا لِنُحْيِيَ بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا وَنُسْقِيَهُ مِمَّا خَلَقْنَا أَنْعَامًا وَأَنَاسِيَّ كَثِيرًا.


ژباړه: الله تعالی هغه څوک دی چي خپل د رحمت (اورښت) مخکي يې د زېري په توګه بادونه (هواوي) رالېږلي او د پاسه مي پاکوونکي اوبه را کښته کړي د دې لپاره چي مړ وطن په ژوندی کړم او د خپل مخلوق ډېرو انسانانو او څارویو ته يې ور وڅښم. 

 


نو له شک پرته اوبه ستر نعمت دی. له دې نعمته سمه ګټه اخیستل او د الله شکر پر ځای کول د دې نعمت د دوام سبب ګرځي؛ قرآن کریم د هود علیه السلام قوم ته د هغه پېغام نقلوي وايي:       

            
وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ.


ژباړه: اې زما قوم له خپل ربه بخښنه وغواړئ او بیرته هغه ته رجوع وکړئ، پر تاسو به ګټور باران و اوروي او ستاسو د موجوده قوت «ځواک» سره به نور قوت هم درته زیات کړي او په مجرمانه ډول ( د الله له حکمه) مه پر شا کېږئ.

 
دا رنګه نوح علیه السلام د خپل قوم په هکله ویلي: 


فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا  يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا  وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا .


ژباړه: ما خپل قوم ته وویل: له خپل ربه بخښنه وغواړئ، پرتاسو به ګټور باران و اوروي، مالونو او زامن به درته زیات کړي، باغونه به درکړي او ویالې به در په برخه کړي.    


دلته الله تعالی ته د رجوع کولو په صورت کي د ګټور باران او نورو نعمتونو وعده له دوی سره شوې ده. د دې پر عکس د الله د نعمتونو ناشکري او بې امري دغه ډول ناشکره خلکو ته عذاب جوړېږي: لکه همدا د نوح علیه السلام قوم چي په اوبه کي غرق شول. دا رنګه فرعون هم په اوبو کي غرق شو.  په هغو اوبو کي غرق شو چي ده به ویل: دا اوبه زما په حکم چلېږي؛ قرآن کریم وايي: 


وَنَادَى فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي أَفَلَا تُبْصِرُونَ 


ژباړه: فرعون په خپل قوم ږغ وکړ ویل: اې قومه! آیا د مصر پاچاهي زما نه ده؟ او دغه ویالې او سندونه زما تر حکم لاندي چلېږي، آیا نو تاسو يې نه وینئ؟


    دا رنګه د سبأ قوم په اړه هم قرآن کریم وايي:  


لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ جَنَّتَانِ عَنْ يَمِينٍ وَشِمَالٍ كُلُوا مِنْ رِزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ ذَلِكَ جَزَيْنَاهُمْ بِمَا كَفَرُوا وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ. 


ژباړه: يقينا د سبا قبيلې لپاره په خپل استوګنځي کي عبرتي نښه: دوه باغونه ښې او کيڼ لوري ته ول. د خپل رب له روزۍ څخه خوروئ او احسان يې ومنئ، وطن مو پاکيزه دی او رب مو بخښونکى دی. دوى مخ واړوى نو د تړل شوي بند سيلاب مي ورباندي را خوشي کړ او هغه دوه باغونه مې په دوه داسي باغونو بدل کړه چي بېخونده حاصلات، غز او لږ څه بېري يې درلودلې. دا مي د دوى د ناشکرۍ سزا ورکړه او دا ډول سزا د ناشکره پرته بل چا ته نه ورکوم.


نوربیا...  

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته