تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له نورو سره ځان مه پرتله کوئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 1, 2023
  0

لیکنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

له نورو سره ځان مه پرتله کوئ


له نورو سره ځان له اندازې زیات مه پرتله کوئ؛ ځکه په افراطي ډول له نورو سره د ځان پرتله کول، د حقارت او د کمزورۍ نښه ده.


تاسو په ټولو جسمي او رواني عادتونو او کړنو کي په ځان پوري تړلي یاست، تاسو د بل هېچا په څېر نه یاست. دومره په دلیل او برهان پسي مه ګرځئ چي تاسو تر نورو څومره پورته او یا ښکته یاست، په دې سوچونو کي ځان مه ښکېلوئ. له ځان سره انصاف وکړئ، ځان خپله له ګواښ سره مه مخ کوئ. ځان ته په ټيټه مه ګورئ، د پوهي قدرت مو دومره لوړ کړئ چي تل پورته وګورئ. ستاسو راتلونکی د نورو له راتلونکي سره برابره نه ده، له هغوی سره ډېر توپیر لرئ. هغه څه مو چې په خپل ذهن کي تصویر کړي، د نورو له ذهن سره یې مه پرتله کوئ، تل د ځان پر وړاندي د خوښیو کړکۍ خلاصي کړئ، هڅه وکړئ چي یوازي او یوازي د خپل ځان په څېر و اوسئ.


تجربې وکړئ، خو خپل خوند او رنګ له لاسه مه ورکوئ. تاسو په خپل وجود کې د نوښتونو لویه جزیره لرئ، د سترګو له کونجونو نورو ته مه ګورئ، څو ترې تقلید او پېښې وکړی. (سرچینه:سپوږمۍ) پر ځان باورمند خلک هیڅکله ځان له نورو سره نه پرتله کوي، ځکه چي هغه پر ځان او پر خپلو وړتیاوو باور لري؛ خو هغه کسان چي پر ځان باور نه لري او خپلي وړتیاوي ئې نه وي پېژندلي خپل ځان د نورو سره پرتله کوي؛ که تاسو غواړئ، چي خوښۍ ته مو زیان ونه رسیږي پر ځان باور پیداکړی، خپل شخصیت ولرئ او تل پر ځان باور مند و اوسئ، نو له هیچا سره ځان مه پرتله کوئ، ځکه ځان له نورو سره پرتله کول خوښۍ او باور له منځه وړي، انسان د خپل ځان او خپل ژوند څخه ناخوښه کوي، د ځان باور د ځان منلو پر بنسټ ولاړ دئ، پدې معنی چي تاسو باید هغه څه ومنئ چي تاسو یاست. نه هغه څه چي تاسو یې غواړئ، باید خپل ښه او بدخویونه ومنی، په خپلو قوتونو او کمزوریو پوه سی او له ځانه راضي سئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته