تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کې د راز ساتنې اهميت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 23, 2022
  0

لیکنه : حشمت الله مياخيل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د اسلام په هر حکم کې د انسانانو لپاره ډيرې ګټې او ښيګڼې وي، چې د پام لرلو له امله يي انسان خپلې موخې ته په آسانۍ سره رسيدای سي او همدارنګه د دواړو جهانونو نيکمرغي يې هم په برخه سي، په نه رعایت کولو سره ددې ټولو فايدو څخه بې برخې سي، په نړۍ کي د بدبختۍ او په ټولنه کي د ډيرو ستونزو سره مخامخ سي. د اسلام د حکمونو څخه يو حکم د مجلس د آدابو لحاظ کول او د مجلس د رازونو ساتنه او نه څرګندول دي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مجالسو دارو مدار په امانت ګرځولی دی او هغه ټول رازونه چي په هغې کي په ګناه او د مسلمان په حق تلفۍ فيصله نه وي سوې د رازونو څرګندول د امانت سره خيانت دی. نن سبا مسلمانان د مجلس د رازونو د تحفظ او ساتنې پاملرنه نه کوي عام مسلمانان خو عوام دي او علم نه لري ډيره عجيبه خو دا ده چې دا رنځ د علم په خاوندانو کي بي حده زيات دی او ډير علماء په دې مرض اخته دي، سره له دي چي د اسلامي شريعت د حکم څخه هم پوره خبر دي. 


راز ساتنه د قرآن کریم په رڼا کي! 


الله تعالی فرمايلي دي :والذين هم لأماناتهم وعهدهم راعون.


ترجمه :او هغه څوک چي د خپلو امانتونو او د خپلو وعدو لحاظ ساتي. (سورت المؤمنون آيت :٨)


د رازونو پټ ساتل داسي لوی امانت دی چي ساتل يي ضروري دی، اسلامي شريعت مونږ دې ته هڅولې يو چي د کړو ژمنو پابندي وکړو د رازونو ساتنه وکړو او مونږ يي ددې څخه منع کړي يو چي رازونو ښکاره کړو او په دي کي تقصیر وکړو، الله تعالی فرمايي :واوفوا بعهد الله اذا عاهدتم.


ترجمه :او د اللّـه تعالی وعده پوره کړئ هر کله چې تاسو وعده وکړئ.(سورت النحل آيت: ١٩)


 او د چا سره چې راز په امانت کيښودل سو پر هغه لازم دی چي دا راز وساتي او د تل لپاره يي د ښکاره کول څخه ډډه وکړي او که داسې ونه کړي نو خائن به وګرځي نو دا خيانت د هغه دوه مخې صفت دی چي کله هم ورسره يو سي په امانت کيښودل سي نو خيانت په کې کوي.


الله تعالی فرمايلي دي :


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَخُونُوا اللّـهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ


ای مؤمنانو! د الله تعالی او د اللـه د رسول سره خیانت مه کوئ او د يو بل په امانتونو کي خيانت مه کوئ سره ددي چي تاسو پوهېږئ. (سورت أنفال آيت ٢٧). 


په دې آيت کي اعتبار عموم د لفظ ته دي نه خصوص د سبب ته نو هغه امانت، چي په دی آيت کي ذکر سوی؛ عام دی ټول امانتونه ورڅخه مراد دي او دا هم په امانت کي شميرل کيږي، چي يو سړی چاته کومه پټه خبره وسپاري او هغه سړی بيا دده راز افشا کړي (نو دی په امانت کې د خيانت مرتکب سو).


راز ساتنه د احادیثو په رڼا کې! 


نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپل امت ته دا واضحه کړي چي مسلمانان باید خپل رازونه وساتي په دي سره به دوی خپل مقصد ته ورسيږي.


١_نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضرت انس رضی الله عنه ته فرمايلي دي:
احفظ سري تکن مؤمناَ.(ابن حجر فتح الباري ج ١١ص٨٢) 
ای انسه رضی الله عنه! زما راز وساته نو ته به بشپړه مؤمن جوړ سې.


٢_نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :انما یتجالس المتجالسان بالأمانة فلا یحل لأحد أن يفشی علی صاحبه مايکره. (شعب الايمان ج٧ص٥٢٠) 
يقيناً دوه مجلسيان چي مجلس کوي، نو دا مجلس ددوی په امانت بنا دی. نو د يو شخص لپاره روا نه دي، چي د بل ملګری هغه څه افشاء کړي، چي هغه يي نه خوښوي.


٣_رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :اذاحدث الرجل بالحديث ثم التفت فهي أمانة (ابوداؤد ج٢ ص ٣٢٠،کتاب الأدب) 
کله چي يو شخص بل شخص ته خبره کوي بيا يو طرف او بل طرف ته وګوري نو دا خبره د دي شخص سره امانت ده. همدارنګه که يو مسلمان د بل مسلمان د راز ساتونکی وي او بيا دا راز پټ وساتي، نو دې شخص له هغه سره وفاء وکړه او که دا راز ښکاره کړي، نو خيانت يي  ورسره وکړ. او د يو مسلمان په بل مسلمان دا حق دی، چي کله ده ته راز ورسيږي، نو دی يي پټ وساتي او په ځانګړي توګه هغه وخت کي، چي د راز د پټ ساتلو او د نه افشاء کولو ژمنه يي ورسره کړې هم وي.


وړاندې چي مونږ د قرآن کریم او نبوي احاديثو کومه يادونه وکړه دا لږه برخه ده چي مسلمانان هڅوي تر څو د راز ساتنې په دي ښه صفت عمل وکړي د راز افشاء کولو د ناوړو او خطرناکو پايلو څخه يې وبیروي.


رب العالمین دی مونږ ټولو ته شريعت په رڼا کي د ژوند تيرولو توفیق راپه برخه کړي.


  www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته