تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعاء غوره وخت ، غوره دعاء او دقبلېدو اسانه لار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د دعاء ارزښت دومره زیات دئ، چي الله متعال ئې حکم کړی او بیا ئې د دعاګانو د پوره کولو وعده هم کړې ده: 


په سورة الغافر کي فرمایي، ژباړه: ستاسي رب وایي: ”ما و بولئ! زه به ستاسو دعاګاني قبولي کړم.“


د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) وینا ده: دعا تر ټولو غوره عبادت دئ.


بیا فرمایي: کوم څوک چي ئې د الله (جل جلاله) څخه نه غواړي، الله (جل جلاله) له هغه څخه ناراضه کیږي... 


د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)له سیرت څخه موږ زده کوو، چي ده مبارک به زیات وخت په دغو الفاظو سره دعا کوله : رَبَّنَا آتِنَا فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً وَفِی الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ( سورة البقرة: ۲۰۱)


د دعاء د ارزښت په اړه د الله (جل جلاله) رسول (صلی الله عليه وسلم)فرمايي: د الله (جل جلاله) په وړاندي تر دعاء بل هیڅ عزتمن څه نسته.
بیا فرمایي: د ځمکي پر مخ چي مسلمان دعاء کوي، نو الله تعالی هغه څه ورکوي، چي دی ئې غواړي او یا هم ددې دعا په بدل کي کوم شر ځیني لیري کوي. 


بل حدیث شریف کي فرمایي: که مسلمان دا خوښوي، چي د ستونزو او پرېشانیو پر وخت ئې دعا قبوله سي، نو هغه دي د پراخی او اسانی په وختونو کي دعا کوي. 


په ارام او کرار سره دعا ویل عاجزي او ادب دئ. د دعا لپاره ځیني ښه وختونه هم سته: د عرفات او جمعې ورځي، د روژې میاشت، د تهجد د لمانځه وخت، تر فرض لمانځه وروسته، د روژه ماتي وخت، په سجدو کي او په سفر کي. 


مخ قبلې ته کول، د دعا الفاظ درې واره تکرارول او په شروع او پای کي د الله جل شانه حمد او پر رسول الله (صلی الله عليه وسلم) باندي درود ویل د دعا په وخت کي غوره دي. 


ماخذونه: 
جمع الجوامع، حرف الهمزة، ۱/۴۳۴۰
صحیح مسلم، کتاب الذکر و الدعاء، باب: فضل الدعا: رَبَّنَا آتِنَا فِی الدُّنْیَا 
سنن ابن ماجه، کتاب الدعا، باب: فضل الدعاء 
   سنن ترمذی، کتاب الدعوات، باب: دعوة المسلم مستجاب
قاله امام الغزالی، موسوعة نضرة النعیم فی اخلاق الرسول الکریم : ۵/۱۹۰۴


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته