تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپل مينځي اختلافاتو ځيني بدي پايلي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 15, 2022
  0

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د هر وطن اوسېدونکي چي تر خپل مينځ اتفاق او اتحاد ونلري هيڅ وخت به د کمال درجې او اعبتار حيثيت ته ونه رسيږي.


کومه ټولنه چي په خپل مينځ کي يو بل ونه مني نور خلګ به دوی ټوله نه مني، د هري ټولني غړي چي په يو بل پسې بد وايي نور خلګ به په دوی ټولو پسې بد وايي، په هره ټولنه کي چي يو غړی يې خپله کاميابي د بل غړي په ناکامۍ کي ويني پداسي ټولنه به هيڅوک باور نکوي، هغه ټولنه چي د يو بل په کمال او پوهي اقرار نکوي نور خلګ به ددوی ټولو په کمال او پوهي اقرار نکوي، هغه ټولنه چي تر خپل مينځ د يو بل په عيبونو پسې ګرځي هغوی به هيڅوخت پر کوم مشر باندي سره راټول نسي بلکي تل به لکه د ځغلول سوي آس خوشايي سره پاشلي او دلګۍ دلګۍ وي، هغه ټولنه چي غړي يې په زړه کي د يو بل څخه بد وړي تل به د حسد او کينې په اور کي سوځي او هغه ټولنه چي تر مينځ يې همدردي او همږغي نه وي هيڅوخت به ددوی په مينځ کي څوک سالم او پاک ژوند تېر نکړي بلکي هر څوک به ددوی څخه خوابدی او تورن وځي.


د خپل مينځي اختلافاتو د ډېرو زيانونو له امله په شريعت کي هغه ډېر غندل سوي او د ټولني د پوره له مينځه تللو سره معادل ګڼل سوي دي الله تعالی فرمايي: و اصلحوا ذات بينکم. يعني په خپل مينځ کي اصلاح راوړئ.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته