د کفارو د دوستۍ او ملګريتوب څخه لاس واخلئ!
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: د حضرت جابر رضي الله تعالي عنه څخه روايت دی چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم و فرمايل: هر څوک پر خپلي خوښي باندي را حشرکيږي، نو د چا چي کافران خوښ وي هغه د کافرانو سره را حشر کيږي، او عمل يې هيڅ ګټه نه ورته کوي.
توضيح: يعني په دنيا کي چي څوک د کوم چا سره محبت او ارتباط لري، نو په آخرت کي به هم د هغه چا سره را حشر کيږي، نو څوک چي پدې دنيا کي د کفارو سره ارتباط ددوستۍ لري، هغوی يې خوښ وي او د هغوی سره محبت کوي، د دوستۍ معاهدې او تړونونه ورسره إمضاء کوي، الله پاک يې په ورځ کي د قيامت د همدغه کفارو سره را حشر کوي، کوم عمل چي يې په دنيا کي کړی وي هيڅ ګټه نه ورته کوي.
لکه څنګه چي په بل حديث کي راځي:
الْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ.[صحيح البخاري 6168] يعني په آخرت کي به انسان د هغه چا سره وي چي په دنيا کي ورسره محبت لري.
نو څوک چي د کفارو سره محبت لري ، په آخرت کي به ارومرو د کفارو سره وي.
الله پاک دي ر اته نجات راکړي.
عن جابر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم كُلُّ نَفْسٍ تُحْشَرُ عَلَى هَوَاهَا فَمَنْ هَوِي الْكَفَرَةَ فَهُوَ مَعَ الْكَفَرَةِ وَلاَ يَنْفَعُهُ عَمَلُهُ شَيْیاً .
[ المعجم الأوسط 8978]
www.taleemulislam.net