تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داسلام داخلاقي نظام ځانگړتېاوې:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 26, 2021
  0

 

ایډیټ : بصیر یوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ددغه نظام ځانگړتیاوې ډیرې دي په هغوکې درې ډیرې څرگندې او وتلي گڼلی سي .


لومړی خصوصېت:
لومړی خصوصېت ېې دادی چې اسلام دالله عزوجل در ضا او خوښۍ په هدف گرزولو سره داسې یولوړ معیار قايموي چې دهغې له امله داخلاقي ارتقا د امکاناتو کومه انتهاء نه وي دعلم دیوې ټاکلې سرچینې په تقرر سره اخلاقو ته هغه پایښت او استقلال په برخه کيږي چې په هغه کې دپرمختگ ځای وجود لري مگر دارتجاع او دوکې ځای په کې نه وي دالله عزوجل دویرې په وسیله اخلاقو ته هغه نافذه ځواک بخښلی سي چې د بيروني فشار نه پرته عملي بڼه غوره کوي .


دوېم خصوصېت:
دویم خصوصیت يې دادی چې هغه یو څو د گوتو په شمیر اخلاق نه وړاندې کوي چې په انساني معروفو اخلاقو کې ځينې کم او ځينې زيات کړي . اسلام هغه اخلاق خپلوي چې معروف دي او په هغو کې څه د گوتو په شمیر نه بلکې ټول خپلوي بیا په ژوندانه کې په بشپړ توازن او تناسب سره د يوه ځای ، مقام او مصرف ټاکي او د هغو تطبیق ته داسې پراختیا په برخه کوي چې انفرادي کړه وړه - کورنی او ښاري ژوند ،ملکی سیاست ، اقتصادی کاروبار ، بازار ، ښوونځی ، محکمې ، پولیسي او پوځي چوڼۍ ، دجگړې ډگر ، دسولې کانفرانسونه ،لنډه داد ژوندانه هيڅ اړخ او څانگه داسې نه دی چې د داخلاقو له هراړخیزو اغیزو څخه ژغورل سوې اوسي هر ځای او د ژوند په هره څانگه کې اخلاقو ته واکمني په برخه کوي . او دهغه کوښښ دادی چې د ژوندانه دمعاملاتو واگي د نفسي غوښتنو او گټو پر ځای داخلاقو لاسونو ته ورکړي .


دریم خصوصیت :
دریم خصوصیت ېې د دادی هغه له بشریت څخه دداسې يوه نظام د ټينگولو غوښتنه کوي چې په نیکیو ولاړ او له منکراتو څخه پاک او سپیڅلي اوسي د اسلام داخلاقي نظام بلنه دادی کومې ښې چارې چې بشري احساس د تل لپاره ښې گڼلي دي راځئ چې هغه په پښو ودروؤ  او کومې بدې چارې چې بشریت تل بدې گڼلې دي  له مونږ نه يې ، وباسو او له مینځه يې يوسو . دغې بلنې ته چې کومو خلکو لبیک ویلی هغوۍ سره یوځای کړو او له هغو څخه يو أمت جوړ کړو چې دهغې نوم اسلامي امت ؤ د امت په توگه د هغه دجوړښت مقصد داؤ و هغه به معروف (نیک کارونه ) د ځمکې پرمخ ټینگوي او د منکر (بدو کارونو) دله چې مینځه وړلو او تمبولو لپاره به په منظمو کوښښونو هلو ځلو لاس پورې کوي .


اوس که چېرې ددې امت په لاسونو معروف ترفشار لاندې ونیول سي او د منکراتو او ناروا چارو دقایمولو کوښښ وسي نو دا دامت لپاره په دنیا او اخرت کې دغم او افسوس خبره ده .

 

ماخذ: اسلام دژوند نظام


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته