تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) او د یوه مهاجر قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 24, 2021
  0


ایډیټ : نصیب الله ځلاند / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 حضرت ابوسعیدخدري (رضي الله عنه) فرمایې چی یومهاجر دخپل حاجت دپاره د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره په یوازی والي کي لیدل غوښتل ، خو موقع یې نه شوای ترلاسه کولای ، نو یوه ورځ سهار په داسي حال کي چي جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) پر اس سپور ؤ مسجد ته روان ؤ چی دغه سړی مخ ته ورغی ، دده مبارک د اس کیزه یې ټینګه ونیول او عرض یې وکړ چی ودریږه زما ستا سره یو کار دی .


جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وویل صاحبه! وخت ډیر تنګ دی لمونځ قضاء کیږي ، تر لمانځه وروسته به سره خبري کوو، اوس زما د اس کیزه ایله کړه چی زه ولاړ شم . غم مه کوه ستا حاجت به ضرور پوره شي ، لیکن هغه سړي د اس کیزه ټینګه نیولې وه ټینګار یې کاوه ویل زه دی نه پریږدم همدا اوس به زما کار راکوې  ، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هغه په دره وواهه او لمانځه ته ولاړ .
     له لمانځه څخه چی فارغه سو ، نو یې وفرمایل ما ترلمانځه مخکي یو سړی په دره وواهه ، هغه څه شو که چیري دلته حاضر وي ولاړ دي شي ، که یې کتل چي هغه صحابي ولاړ شو ، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمایل صاحبه! دلته ماته له نژدې راشه! هغه هم نژدې ورته راغی ، وروسته ده مبارک ورته وویل دا دره واخله له ما څخه خپله بدله واخله ، هغه سړي ورته وویل سبحان الله ! زه په الله (جل جلاله) سره پناه غواړم ، زه به ددواړو جهانو سردار څنګه وهم ، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وویل وروره ! هیڅ خبره نه ده ، ښه بې تکلیف خپله بدله واخله ، دا ستا خپل حق دی .


     هغه سړي بیا هماغه خبره وکړل چي زه دي نه وهم ، بیا جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په ډیر ټینګار سره ورته وویل : آښه چي په هیڅ صورت بدله نه اخلې ، نو معاف می کړه ، هغه عرض وکړ یا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ! ما معاف کړی یې .


      تردې وروسته جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) حاضرینو ته خطاب وکړ او ویې فرمایل : ای خلګو ! د الله (جل جلاله) څخه وبیریږئ ، پر هیچا باندی ظلم مه کوئ ، که چیري څوک پر یو چا ظلم وکړي ، نو د قیامت په ورځ به الله (جل جلاله) هغه ته سزا ورکړي او په همدغه ورځ به مظلوم کامیابه وي .


ماخذ: افضل الحکایت

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته