تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لاځوابه پوښتنې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 9, 2022
  0

لاځوابه پوښتنې


رالیږونکي :الیاس وحدت/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


لاځوابه پوښتنې هغه ډول  پوښتنې دي، چې د ځان ارزونې او ځان پوهونې په موخه له موږ سره تر ټولو زیاته مرسته کوي . داپوښتنې کومه هوايي او تیوریکي بڼه نه لري، بلکې ددې پوښتنو هر ځواب، هر لوستونکی دعمل ډګر ته بیایي، خپل ځان او حالت ته په دقیق ډول متوجه کوي او په دې سره يې د خپل ځان دپیاوړې کوي.
نو له دې مخې دا دلته راوړل سوې، هېچا ته يې ځواب مه وایئ :او مه یې په خپلو کلیدي خواصو خبروئ، په یوازې توګه د خپل زړه او تجربو دروازې پرې را پرانيزئ او بیا ورته د زړه له تله صادقانه ځوابونه ووایئ.
که چېرې یې ستا له ژوند څخه کوم فلم جوړ ولی او هغه یې بیا تاته په نمایش کې ایښودلی. آیا د ځینوصحنو په لیدو نه خجالت کېدلې؟ که خجالت کېدلې، نو ولې خجالت کېدلې؟ که چیرې ستاد مرګ حالت رارسېدلی وي او د یوه تلیفون کولو فرصت ولرې، نو چاته دي تلیفون کاوه؟ او څه دې ورته ويل؟

۱- تر اوسه دې څوځله خپل نفس ته ویلي. نه ؟
۲- تر اوسه دې څو کسان له هغو کسانو څخه بخښلي، چې له تاسره یې بدي کړې ده؟
۳-ستا په ژوند کې تر ټولو غوره پیښه کومه يوه وه او هغه څنګه وه؟
۴- که همدا اوس غواړې دچاپه حال وژاړې، هغه به څوک وي؟ او ولې به پرې ژاړې؟
۵ -که چېرې د د خدای(جل جلاله) حضور ته ورسېږې او هغه ستا د ژوند د حاصل پوښتنه وکړي، څه به ورتهوایې خوشاله يې، که خفه؟
۶-آیا تراوسه دې په خپل ځان پورې خندلي دي؟ که دې خندلي وي، نو ولې دې خندل؟
۷ -آیا خپل ځان یوساده فكره سړی بولې که څنګه؟
۸-ستا په نظر ګناه یعنې څه؟
۹- هغه وروستنی کار چې د خلکو په خاطر دې ترسره کړي دی، کوم دی او ولې دې ترسره کاوه؟
۱۰-ستا په نظر هغه کوم عمل دي، چې موږ د خدای په لوري له حرکت څخه وباسي؟

۱۱-په هغه وروستی ځل دې چې تاسو ته کوم ملگري فريب در کړي، کوم یو دی؟ او څنګه دی؟
۱۲-په وروستي ځل دې که له کوم دوست سره په ناڅاپي ډول رابطه قطعه کړې وي، هغه څوک و؟ او ولې دې ورسره رابطه قطعه کوله؟
۱۳- ستاسې په فکرهغه کومه یوه مسئله ده ،همدا اوس د بشر د بدمرغۍ سبب ده؟
۱۴- څه فکر کوې، په سلو کې څو جسمي ناروغی په خپله د تاپواسطه تاته پېښېږي؟
۱۵-څه فکر کوې، کوم ډول تفکر او لیدلوری د جسم په روغتیا کې مهم تاثیر لري؟
۱۶- دا عبارت ستاسې په نظر چې وايي ( تاسې باید هیڅ کار ترسره نه کړی، ځکه دنیا فاني ده) غلط دی، که صحي دليل يې ووایي؟
۱۷- له خپله ځانه څه ډول تصور لرئ؟ د یوه موفق انسان، ديوه شکست خوړلي انسان، ديوه خوشاله انسان او که دیوه غمگین او ستړي انسان؟
۱۸-له ژوند څخه ستاسو تعریف څه دی؟
۱۹- څه فکر کوې، له ژوند څخه مقصد څه دی؟
۲۰-څه فکرکوئ، په تېرو وختونو کې کوم عوامل ددې باعث شوي، چې تاسو يې د خپلې علاقې پټولو او نه ویلو ته اړ کړي یاست؟

۲۱-آیا پیسه داره انسانان، بد او ناوړه انسانان بولي؟ که يې بولی، نو دلیل يې څه دی؟
۲۲-څه فکر کوې، ستاد تفکر د بدلون تر ټولو غوره لار کومه یوه ده؟
۲۳-آیا تراوسه دي مثبت فکري تمرين کړې ده؟
۲۴-آیا سګریټ څکوې؟ که يې څکوې، نو ولې دا کار کوې؟
۲۵- ولې سګریټ، نصوار او نور مخدره توکي نه استعمالوئ؟
۲۶-په همدا اوس کې څه شي تاته تر ټولو زیات شور و نشاط دربښي؟
۲۷- دخپلې روحيې د اوچتولو لپاره د خپل ځان په اړه څه ډول فکر کوې؟
۲۸-په خپل ژوند کې د څه شي په اړه زیات افتخار کوې؟
۲۹-په خپل ژوندکې دې په کو موموانعو باندې لاسبری پیدا کړی دی، چې ستاد افتخار باعث شوی؟

۳۰-د خپلې روحيې دپورته کولو لپاره د خپل ځان په اړه څه ډول فکر کوې؟
۳۱-په خپل ژوند کې د څه شي په اړه زیات افتخار کوې؟
۳۲-کوم لوی امتیاز چې ته یې په ژوند کې لرې، هغه کوم دی؟
۳۳-په خپل ژوند کې دې په کومو موانعو باندې لاسبری پیدا کړی دی، چې ستاد افتخار باعث شوی؟
۳۴-څه ډول کولی شې، د نورو په نظر کې دیوه سرمشق په توګه ځان وځلوې او څرګنده کړې، چې د کار اهل يم؟
۳۵-په تا کې کوم داسې د ستایلو وړ خصوصیات سته، چې هغو ته په توجه سره په ځان باندې د باور د زیاتېدو سبب کېږي؟
۳۶-په کوم کار کې په خپل ځان باندې تر ټولو زیات اعتماد لرې؟ او څه ډول دا اعتماد څرګندولی شې؟
۳۷-آیا تاسو خپل ځان تر ډېره حده پوروحي انسان بولئ او که جسمي؟
۳۸- تاسو د خپل ځان په کوم غړي باندې د غرور احساس کوي او ولې يې کوئ؟
۳۹-تاسو د خپل ځان په کوم غړي باندې خجالت وباسي؟ او څنګه یې وباسي؟
۴۰- څنګه کولی شې، خپل عظمت په لاس راوړې؟
۴۱-په دې وروستیو کې دې کوم کار ترسره کړي، چې د ژوندانه د کیفیت، ودې او زده کړې د علاقمندی ښکارندويي کوي؟

۴۲-له چاسره علاقه لرې؟ او ولې یې ورسره لرې؟
۴۳-په ژوندانه کې د مثبتو امکاناتو د منځته راوړلو په موخه کومې اسانه او غوره لارې چارې شتون لري؟
۴۴-ستا په نظر کې موفقیت په څه معنادی؟
۴۵-په کوم ډګر کې ته هم قهرمان يې؟
۴۶-په څه شي باندې زیات ویاړې؟
۴۷-ستا په ژوند کې تر ټولو لویه پېښه کومه يوه وه؟
۴۸-له خپل ژوند څخه مو چې تر اوسه کوم لوی درس اخیستی، هغه کوم دی؟
۴۹-آیا داسې غوره څه لرې، چې نورو ته یې ډالۍ کړې؟
۵۰-څنګه کولی سې، چې نور خلک په خپلو فعالیتونو کې را شریک کړې؟

۵۱-څنګه کولی سې، چې په سختو شرایطو کې خپل زړه ورتوب څرګند کړې؟
۵۲-د کوم مهم تصمیمونه چې تر اوسه دې نیولي دي، هغه کوم دی؟
۵۳-ستا په تېر ژوند کې کومو مهمو ټکیو شتون درلود؟ هغه څه ډول په بهتره توګه راته معناکولی سي؟  
 ۵۴- کوم عظمت کولی سې نورو ته وروبخښې؟
۵۵-ستا په نظر د کامیابی بهترینه لارکومه یوه ده؟
۵۶-په همدا اوس حال کې کوم مهم عوامل تا تر ټولو نه زیات په شور و هیجان کی راولي؟
۵۷-څنګه کولی سې خپل ژوند ته څرګنده کړې، چې واقعا د سمون غوښتونکی يې؟
۵۸-په همدا اوس اوس کې کوم شی ستا په ژوند کې زیات ارزښت لري؟
۵۹-ترټولو ارزښتناک احساسات چې همدا اوس يې لرې، هغه کوم دي؟
۶۰-په خپل ورځني ژوند کې خپله هوښیاري په څه ډول څرګندولی سې؟

۶۱-مخکې له مخکې باید کوم کار ترسره کړې، چې ستاد کورنۍ او خپلوانو د افتخار سبب سي؟
۶۲-څنګه کولی سې چې د نورو په وړاندې مهربانه واسې؟
۶۳-څنګه کولی سې د نورو توجه ځان ته راواړوې؟
۶۴-څنګه کولی سې خپله علاقه او لېوالتيا د نورو په وړاندې ثابته کړې؟
۶۵-په همدا اوس حال کې څنګه کولی سې چې له خپل ژوند نه خوند واخلې؟
۶۶-د خپل شخصیت له کومې جنبې سره دې مینه لرې؟
۶۷-په مخکنيو وختونو کې دې کوم موفقیتونه درلودل؟
۶۸-يوله هغو مهمو تصميمونو څخه چې په ژوند کې دې نیولي دي، کوم دي؟
۶۹-په تېرو وختونو کې څه ډول له موانعو سره په مقابله کې ځلېدلی يې؟
۷۰-زړه دې څه غواړې چې په آینده کې دې په کوم څه کې زیات مهارت پیداکړې؟

۷۱-که چېرې د خپل ژوند مسئولیت په غاړه واخلې، نو څه ډول تغیرات په خپل ژوند کې پیش بینی کولی سې؟
۷۲-په کوچینوالي او ځواني کې دې له مشرانو او تجربه کارو خلکو څخه کوم ډول نصیحتونه او ریدلي ، چې ستا په ژوند کې یې مثبت تاثیرات درلودلي دي؟
۷۳-کله چې خپلو تېرو کلونو ته فکر کوې، کوم کارونه دې په هغو کې ډېر جدي نیولي وو، او په کومو کارونوکې نتیجې ته رسېدلی وې، چې همدا اوس هم ستاد افتخار سبب دي؟
۷۴-په کوم حال کې خدای (جل جلاله) ته د زیات نژدېکت احساس کوې؟
۷۵-دانسان لپاره تر ټولو غوره تعریف کوم يودی؟
۷۶-ستا په نظر ارامی ته د رسېدلو په موخه تر ټولو بهترینه لار کومه یوه ده؟
۷۷-د خپل ژوند له کوم اړخ څخه ډېر راضي يې؟ او څنګه کولی سې دا رضایت ورځ تربلې زیات کړې؟
۷۸-  له خپلو نیکونو او پلرونو څخه دې کوم درسونه اخیستي؟ او څنګه کولی سې هغه په خپل فعلي ژوند کې په کار واچوي؟
۷۹-په کوم کار کې تر ټولو زیات قدرت لرې؟ او څنګه کولی سې دغه قوتونه له ځانه څرګند کړې؟
۸۰-ستا په نظر کوم يو عمل دی، چې د هغو ترسره کول ستا لپاره تر ټولو جالب و هیجان راوړونکی دی؟

۸۱-په اوسنۍ زمانه کې د ژوندي پاتې کېدلو تر ټولو لوی راز کوم یو  دی؟
۸۲-په ژوند کې دې له کوم کار څخه ډېر راضي يې؟ هغه دې څه وخت ترسره کړې؟
۸۳-له خپله ځانه څه تصور لرې؟
۸۴-د کوم بدلون راوستو په هڅه کې یې؟
۸۵-ستا په ژوند کې کوم کسان مهم نقش لري؟ څنګه کولی سې د هغو قدرداني وکړې؟
۸۶-زړه دې څه غواړي، چې په اینده کې دې کوم ډول شغل او تجارت ولرې؟
۸۷-په دا اوس حال کې له ټولو څخه زیات په کوم شي شکر گذاره یې؟
۸۹- څنګه کولی سې چې یوازې د نورو د ضعف ټکیو ته ونه ګورې؟
۹۰-په تېرو وختونو کې دې کومې زړورتیاوې کړې دي؟ او په راتلونکي کې به د خپلو دوستانو لپاره کومې نورې زړورتیاوې له ځانه وښيې؟

۹۱-که چېرې دې کولی سوی، یو ځانګړی دولت او نظام جوړ کړې، نوله اوسني نظام سره يې څومره توپیر درلود؟
۹۲- په تېرو وختونو کې دې په کومو ویرونو او تشویشونو لاسبری پیدا کړی دی، چې اوس د هغو له شره خلاص یې؟
۹۳-څنګه کولی شې چې د ځان او دوستانو ترمنځ لا ښه همغږي منځته راوړې؟
۹۴-له ژوند څخه تر ټولو غوره تعریف کوم یو دی، په څو لنډو جملو کې یې ووایه؟
۹۵-ستا په نظر په واقعي توګه موفقیت په څه معنادی؟ او کوم قدمونه اخیستلی سې چې ته هم ترې برخمن سې؟
۹۶-په همدا اوس حال کې ستا تر ټولو لویه هیله کومه ده؟
۹۷- له کومو لارو څخه کولی سي، خپل معلومات او اطلاعات لا زیات کړي؟
۹۸- له خپلو تېرو تېروتنو څخه دې کوم درسونه اخیستي دي؟
۹۹- په کومو کمالاتو سره کولی سې خوشاله او سوکاله ژوند وکړي؟
۱۰۰-څنګه کولی سې، چې هره ورځ یو نوی څه زده کړې؟

۱۰۱- هغه کومه ترانه ده، چې تاته روحیه او قوت دربخښي؟ 
۱۰۲- په راتلونکي یو کال کې به ستاد ودې او رشد لارې چارې کومې وي؟
۱۰۳- څه فکر کوې، څه ډول ذهني فعالیتونه زموږ د ناروغۍ سبب کېږي؟
۱۰۴-که چیرې خپل ځان پاک او پیسې مردارې وبولې، مطمئن سه، چې د عمر تر پایه به فقير ووسې، آیا ته همداسې یې؟
۱۰۵-څنګه کولی سې، له هغو خلكو مننه وکړې، چې له تا سره یې وخت ناوخت مرستې کړې دي؟
۱۰۶- په دا اوس اوس کې څه ډول په ژوند کې آرامي راولې؟
۱۰۷- تر ټولو صادقانه څه چې د خپل ځان په اړه یې ویلی سې، هغه څه دي؟
۱۰۸- ستا تر ټولو لوی استعدادونه او مهارتونه کوم دي ؟ نومونه يې واخله؟
۱۰۹-ستا تر ټولو ښه صفت کوم يودی؟
۱۱۰-څه فکر کوې، ایا ستا ژوند په دې فزیکي وجود سره خلاصه شوی او که نه؟

نوټ :لاځوابه پوښتنې بیخي ډیري دي ،دغه يي يوڅونموني دي .


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته