تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
استفغار ویل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 3, 2021
  0

استفغار ویل

توبه و باسئ!

 

لیکنه : مولوی محمد اسحاق تمیم صاحب /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د الله رسول صلی الله علیه وسلم وایي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ تُوبُوا إِلَى اللَّهِ فَإِنِّي أَتُوبُ فِي الْيَوْمِ إِلَيْهِ مِائَةَ مَرَّة.( مسلم)

 

ژباړه:  اې خلګو! الله ته توبه وکاږئ،  بې له شکه زه الله ته په ورځ کې سل ځله توبه کاږم.

اَسْتَغْفِرُ اللهَ وَ اَتُوْبُ اِلَيْهِ.

د استغفار ویلو او توبې کښلو ګټي:

 

لومړی: الله عز وجل به باران را باندې را و اوروي.

 

دوهم: الله عز وجل به مالونه در کړي.

 

درېیم: الله عز وجل به اولادونه درکړي.

 

څلورم: الله جل جلاله به د ښه ژوند وسایل درته برابر کړي.

 

پنځم: الله عز وجل به قوت درکړي.

 

شپږم: الله جل جلاله به ګناهونه در ته معاف کړي.

 

اووم: الله عز وجل به جنتونه درکړي.

 

اتم: الله به خپل فضل درکړی.

 

نهم: د هر کار لپاره استغفار ویل ګټه لري.

 

لسم: د بنده په توبه کښلو الله جل جلاله تر څه ډېر خوشهاله کېږي.


د توبې قبلېدلو وخت: نبي صلی الله علیه و سلم فرمایي: الله عز و جل د خپل بنده توبه تر هغه وخته قبلوي تر څو چې غرغره سوی نه وي.  (رواه ترمذي.)

یعني : تر څو چې ځکندن یې نه وي راغلی تر هغو د خپل بنده توبه قبلوي. په وخت د ځکندن کې یې بیا توبه نه قبلېږي.


د استغفار ویلو الفاظ:


لومړی: اَسْتَغْفِرُ اللهَ.
ژباړه: د الله څخه بخښنه غواړم.

 

دوهم: اَسْتَغْفِرُ اللهَ وَ اَتُوْبُ اِلَيْهِ.
ژباړه: د الله څخه بخښنه غواړم او هغه ته توبه باسم.

 

درېیم: اَللَّهُمَّ اغْفِرْلِيْ.
ژباړه: یا الله!  ماته بخښنه وکړه.

 

څلورم: رَبِّ اغْفِرْلِيْ.
ژباړه: زما ربه! ما ته بخښه وکړه.

 

پنځم: اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِيْ لَا اِلَهَ اِلّاَ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّوْمُ وَ اَتُوْبُ اِلَيْهِ.

 

شپږم: سيد الاستغفار(د استغفار سرادار):
د بخاري شریف حدیث دي چې څوک په ورځ کې دا دعا ووایي او په دغه ورځ مړ سي،  جنت ته ځي او که ماښام یې ووایي او په داغه ماښام کې مړ سي ، جنت به داخل سي.


هغه دعا دا ده:
اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته