تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له بيکارتیا نه ګټه پورته کړه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2021
  0

له بيکارتیا نه ګټه پورته کړه؟


راټولونه : بصیر یوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د بيکارو خلګو ماغزه هم بيکاره وي، ځکه په عادي چارو کې ځانونه بوختوي، په ژوندانه کې وزګار او بېکاره خلک هماغه دي، چې همېشه په تا ويلوما ویلو سر وي ، چې دغه هر څه خپله د بيکارتیا زېږنده ده.


په بيکار وخت کې که دي ځان بوخت نه کړ؛ نو غمونو او اندېښنو ته ځان چمتو کړه، ځکهبيکارتیا تير یادونه را تازه کوي او انسان په اندېښنو کي ښکېلوي، په دې اړه د هوښیارانو سپارښتنه دا ده، چي  بيکار مه کښینه، که نور هېڅ نه وي؛ 


نو ځان په نېکو چارو کې بوخت وساته، په لمونځونو، تسبیحاتو، تلاوت او د دیني کتابونو په مطالعه ځان بوخت کړه.


رَضُوا بِأَن يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ﴿التوبة: ٨٧﴾ 


"هغوی په کور کې د ناستو کسانو په جمله کې شاملېدل خوښ کړل که بېکاره او وزګار ناست وي، نو دغه بيکارتیا به درته زړې، اوسنۍ او د راتلونكيو ټولو اندېښنو دوسیې پرانیزي بيکارتیا یو داسې عذاب دی، چي انسان د غفلت په زندان کې بندي کوي او پایله یې لېونتوب دي
د بيکارې ناستې پر ځای نورو ته څه ګټه ورسوه، تا ته زما همداسپارښتنه ده، که بيکارتیا دي په بوختیا بدله کړه؛ نو د نړۍ (۵۰%) طبيبان به دې د نېکمرغۍ ضمانت وکړي.


وګوره! بزګران او نان وایان د اشعارو په زمزمه سهار وختي خپل کار ته دروي؛ خو ته لا د غفلت پر بستره پروت خپلي سترګې زبېښې.

 

ماخذ : لا تحزن


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته