تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
يهود او مسلمانان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 18, 2021
  0

يهود او مسلمانان


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


يهود هغه بد بخته قوم دی چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وژلو پلان يې جوړ کړ، په رسول الله صلي الله عليه وسلم يې سحر وکړ، په خوړو کي يې زهر ورکړه، د اوس او خزرج مسلمانانو تر مينځ يې فتنې پيدا کولې او په زرهاوو نور جنايتونه يې د مسلمانانو پر ضد کړيدي او لايې هم کوي خو مسلمانان يې په اړه بې تفاوته او بې احساسه دي!!! 


د یادوني وړده چي زموږ په زمانه کي ښکاره او رسمي یهود هماغه اسرائیل دي چي د بیت المقدس په شمول یې د فلسطین ډېره مځکه غصب کړې او په زوره یې ځانته حکومت ورباندي جوړکړی دی، په نړۍ کي امريکا او انګلیس هغه مشهور هیوادونه دي چي مطلقا د اسرائيلو پوره ملاتړ کوي او په هره برخه کي یې د مسلمانانو پر ضد مرسته کوي .

 

همداسي د ځينو اسلامي هيوادونو واکمنان هم د اسرائيلو سره تودې اړیکي لري او د پردې ترشا یې کومک کوي، پداسي حال کي چي اسرائيل د مځکي پرمخ پر هیڅ ځای باندي شرعا او عقلا د دولت جوړولو حق نلري بلکي دوی بايد د نورو انسانانو په حاکمیت کي تل د خوارۍ او ذلت ژوند وکړي له همدې امله تېرو اسلامي خلافتونو دوی ته د حکومت جوړولو او پر يوځای باندي د راټولېدلو اجازه نه ورکول.

 

په رښتيا چي نن اسلامي امت ويده او بې فکره دی! 


نن هغه وخت دی چي اسلامي امت د مال، ښځو او چوکۍ په شوق او فتنه کي ډوب دی حقيقي انسانيت او ايماني مسئوليت يې بيخي هير کړی دی. 

 

۱ : ای مسلمانانو را ويښ سئ! 


۲ : ای مسلمانانو ځانونه وپيژنئ! 


۳ : او ای مسلمانانو خپل دوستان او دښمنان وپيژنئ! 

 

ماخذ : اسلامي مقالي .

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته