تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دامام اعظم وصيت خپل زوى حماد رحمة الله عليهما ته
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 5, 2021
  0

دامام اعظم وصيت خپل زوى حماد رحمة الله عليهما ته 
 

ليکوال : مولانا عاشق الهي شهر بلندي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اې زويه!الله(جل جلاله) دي پر هدايت ثابت قدم لره (اوپه سپېڅلو کارونوکښي ) دي الله(جل جلاله) پياوړى لره يوڅووصيتونه درته کوم که يې ياد ولري اوپايبندي پرې وکړي هيله لرم چي الله(جل جلاله) به دي په دين اودنيا کښي نيکبخته کړي ان شآء الله تعالى .


 لومړى وصيت : تقوى غوره کړه (يعني دالله(جل جلاله) څخه وويريږه ) او خپل دبدن غړي دګناه څخه پاک ولره دالله(جل جلاله) ټول امرونه برپايه (قائم ) لره دغه ټول کارونه والله(جل جلاله) ته دخالص عبادت په موخه دي.


دوهم : که ديوشى وپوهي ته اړيي ناپوه مه پاتيږه (يعنى دپوهى لټه يې کوه ).


دريم : دهغه چاسره ژوند مه کوه چي ديني يا دنياوي اړتيا ورته نه لري (يعنى دبې ګټي سړى سره ملګري مه کوه ) .


څلورم : دنورو سره انصاف کوه دخپل ځان لپاره داړتيا پرته انصاف مه غواړه.


پنځم : دمسلمان اوکافردواړوسره دښمني مه کوه (يعنى هغه کافر چي دريښتنى اسلامي هيواد تابعيت يې داسلام داصولوسره ترلاسه کړى وي ياپه بل عبارت زمي وي ).


شپږم : صبراوقناعت پرهغه مال اومقام کوه چى الله(جل جلاله) درکړى دى.


اووم : (په مالي اونوروچاروکښي ) خپل تدبير(کړنلاره ) ښکلى لره ترڅودنورو خلګوداړتياڅخه خلاص سي .


اتم : دخلګوپه سترګوکښي ځان سپک مه ښکاره کوه.


نهم :دبې ګټو خبرو اوکاروڅخه ځان  بيل کړه.


لسم : دخلګوسره چي يوځاى سي لومړى سلام وراچوه غوره خبري ورسره کوه دغوره خلګوسره مينه کوه دشراچوونکو خلګو ګذاره (دلدارى ) کوه.


يوولسم : دالله(جل جلاله)  عبادت ډيرکوه  ذکراودرود پرنبي(عليه السلام) باندي ډيروايه.


دوولسم : په سيد الاستغفاربوخت اوسه چي درسول الله(صلی الله عليه وسلم) ددې قول څخه عبارت دى :


 اللهم انت ربى لااله انت خلقتنى وانا عبدک وانا على عهدک ووعدک مااستطعت اعوذ بک من شرماصنعت ابوء لک بنعمتک على وابوء بذنبى فاغفر لى فانه لايغفرالذنوب الاانت.


(دويلوګټى يې په لاندي ډول دي) که دغه پورتنۍ کلمې چا ماښام وويلى په داغه شپه مړسو جنت ته به داخل سي که چاسهار وويلي په داغه ورځ مړسوجنت ته به داخل سي.


دحضرت ابى درداء(رضي الله عنه) څخه روايت دى کله چى ده ته وويل سوه چي کوردي وسوځى ده مبارک وفرمايل: نه دى سوځلى ځکه ما درسول الله(صلی الله عليه وسلم)څخه اوريدلي دي چي که چا دغه (لاندينى ) کلمې دورځى په لومړى برخه کى وويلى ترماښامه به مصيبت (تکليف ) نه ور ورسيږي که چا په آخر کي د ورځي وويلي ترسهاره به مصيبت نه ور ورسيږي .


 ( کلمه مبارکه په لاندى ډول ده) :


اللهم انت ربى لااله الاانت عليک توکلت وانت رب العرش العظيم ماشاء الله کان وما لم يشاء لم يکن لاحول ولاقوة الاباالله العلى العظيم اعلم ان الله على کل شيئ قدير وان الله قد احاط بکل شيئ علما اللهم انى اعوذ بک من شر نفسى ومن شرکل ذى شرومن شرکل دابة انت آخذ بناصيتها ان ربى على صراط مستقيم..


ديارلسم : هره ورځ په پايبندۍ سره قرآن کريم لوله ثواب يې رسول الله(صلی الله عليه وسلم)  ، موراوپلار ، استاذانو اوټولومسلمانانوته بخښه .


 څوارلسم : دملګرو(دشرڅخه) تردښمن ځان ډيرساته ځکه په خلګوکښي فساد ډيردى نو تر اشناى دي دښمن تاته ګټمن دى (ځکه دښمن درڅخه ليري دى اوداشناى سره لاس اوګريوان يي ).


پنځلسم : پټ حالات ، سره زر ( يعنى مال ) ، کړنلاره اودتللوځاى چاته مه ښيه .


شپاړسم:دهمسايه سره ښه سلوک کوه اوتکليفونه ئى زغمه.


اوولسم : داهل السنة والجماعة مذهب ټينګ ونيسه دناپوهانو اوګمراهانوڅخه ليري اوسه.


اتلسم:په ټولوکارونوکي دي نيت پاک کړه اودحلال خوارک زياته لټه کوه.


نولسم : په پنځو حديثونو عمل وکړه چي ما دپنځولکو حديثونوڅخه راټول کړي دي ، لومړى حديث دادى چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمايي : ټول عملونه په نيت پوري اړه لري هرسړى لره هغه څه دي چي نيت يې کړى وي .


دوهم حديث دادى : رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمايي : ښه کارسړى لره دادى چى بې ګټى کارپريږدى .


دريم حديث دادى : رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمايي : مؤمن به نسى يوستاسوڅخه تر هغه وخته پوري چي خوښ کړى خپل ورورته هغه څه چي ځان ته يې خوښوي .


څلورم حديث دادى : رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمايى : حلال ښکاره دي حرام ښکاره دي ددوى په منځ کښي مشکوک شيان دي چي ډيرخلګ يې نه پيژني نوکه چا دمشکوکوشيانوڅخه ځان وساتى دخپل دين عزت اوسپېڅلتيا يې وساتل که څوک په مشکوکوشيانو کښي ولويدى په حراموکښي ولويدى لکه شپانه چي دټاکلى کرښي (دمنعي حدود ) په شاوخوا کښى پسونه څروى نژدې دى چي پکښي ولويږي خبردار اوسى هرپاچا لره ټاکلى کرښي سته دالله(جل جلاله) ټاکلى کرښى (دمنعى حدود) حرام شيان دي خبراوسى په بدن کښي يوه ټوټه غوښه ده که اصلاح سي ټول بدن به اصلاح سي که فاسده سي ټول بدن به فاسد سي هغه زړه دى.


پنځم حديث دادى : رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمايي :  کامل مسلمان هغه څوک دى چي دژبي اولاس (دتاوان ) څخه يې خلګ په امن وي .


شلم وصيت : دصحت او جوړتياپه حال کښي (دالله(جل جلاله) څخه ) د ويري اواميد په منځ کښي اوسه ( يعنى دجوړتيا پرمهال دالله (جل جلاله) ټول امرونه سرته رسوه اودنواهيوڅخه يې ځان ژغوره ) (دمرګ دراتلو پرمهال ) داسي مړسه چي پرالله(جل جلاله) دي ښه ګمان وي (يعني دمغفرت اوخلاصون دي ټينګ ګمان وي ) اودمغفرت اوبخښني هيله دي پياوړي وي (داسى اميد ) په سالم زړه کښي وي بېشکه الله(جل جلاله) زيات بخښونکى اوزيات مهربان دى .

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته