تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فارس او عراق د فتحه کولو شروع
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2020
  0

د فارس او عراق د فتحه کولو شروع


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 
کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رِدت د مسئلې څخه فارغه سو نو اوس د اسلام د توسعې او نشرولو دپاره فکر کوي، ډير ژر يې د فارس او روم د جنګ دپاره د لښکرو په جوړولو شروع وکړه، تر هرڅه دمخه يې دوه لښکره جوړ کړه او د عراق پر طرف يې ولېږل، دغه لښکري یې د عراق و هغو منطقو ته ولېږلې چي د فُرات د ولې په غرب کي واقع دي، غواړي چي د فُرات غربي طرف فتحه او تسخير کړي، چي دغه منطقې ټوله د فارسيانو تر حکم لاندي وې، مګر په خپله د فارسيانو پاىتخت په بين النهرين کي ؤ چي مداین یې ورته ویل، یعني:

 

د فُرات او دُجله د لويو ولو په منځ کي د نهر دُجله په شرقي طرف کي واقع ؤ، مګر د فُرات د غربي طرف اوسېدونکي ټول عرب وه چي ځيني يې نصارا او ځيني يې بت پرستان وه او د فارسيانو د حکم تابع وه، څرنګه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  غوښته چي اول د عربو په منطقه شروع وکړي نو ځکه يې اولني دوه لښکره د عراق جنوبي طرف ته ولېږل، د اول لښکر قومندان خالد بن وليد(رض)  ؤ، او دوهم لښکر يې د قعقاع بن عَمرو(رض)  په مشرى پسي ولېږى. 


او درېيم لښکر يې د عياض بن غنم په مشرى د عراق د شمال پر طرف ولېږى، او تر هغه وروسته يې يو بل لښکر هم پسي ولېږى، چي دغه ټوله لښکري به د عراق په فتحه کولو کي يو د بل سره کومک كوي. 


عياض بن غنم(رض)  د عراق په شمالي طرف شروع وکړه، مګر څرنګه چي هلته مقاومت شديد او زيات ؤ نو مخ ته نه سواى تلاى، او کوم ځاى يې فتحه نه کړى، نو د عراق ټول فتوحات د خالد بن وليد(رض)  له طرفه شروع سوه، كله چي خالد(رض)  د خپله لښکره سره د عراق پر طرف حرکت وکړى د خپلو فتوحاتو شروع يې د عراق د جنوبي طرف د آخره څخه وکړه، چي اوله شروع يې په کويټ وه نو د شط العرب و طرف ته رهي سو، د شط العرب په آخر کي په هغه ځاى کي چي شط العرب د خليج عرب يا خليج فارس سره يو ځاى کيږي، دلته يې خپل لښکر و درو حصو ته و وېشى، د يوې حصې مشر يې مُثنْی بن الحارث الشيباني(رض)  و ټاکى، د بلي حصې مشر يې عدِى بن حاتم الطائي(رض)  و ټاکى او د درېيمي حصې مشر په خپله خالد(رض)  ؤ او دغو درو لښکرو دا وعده سره وکړه چي د حُفَير سره به يو ځاى کيږي، حُفَير د يوې منطقې نوم دى چي د بصرې څخه څلور ميله ليري ده، دغه لښکري پر مختلفو لارو د حُفَير پر طرف رهي سوې. 


هلته فارسيانو هم د مسلمانانو د دغي حملې په مقابل کي ځانونه آماده کول، د فارسيانو د دغي منطقې آمر او قائد چي (هُرمُز) نومېدى تلوار وکى ډير ژر يې لښکر جوړ کى او د حُفَير و طرف ته رهي سو، د هُرمُز لښکر دمخه تر مسلمانانو په حُفَير کي واړول او هغه يې اشغال کړى، خالد(رض)  ته دا خبر ورسېدى چي هُرمُز تر ده دمخه و حُفَير ته راغلى دى او هغه يې اشغال کړى دى، نو خالد بن وليد(رض)  غوښته چي د خپل لښکر د اړولو دپاره يوه بله داسي منطقه انتخاب کړي چي هلته اوبه وي، نو هلته نژدې يې يوه بله منطقه چي کاظمه نوميږي هغه يې تر نظر و ايسته. 


هُرمُز چي د دوى په نيت او إراده خبر سو تر مسلمانانو د مخه و هغې منطقې ته ورغلى او د کاظمه اوبه يې ټوله په خپل تصرف کي راوستې، خالد(رض)  چي د لښکره سره د کاظمه و منطقې ته ورسېدى وې ليده چي ټوله اوبه هُرمُز تر خپل تصرف لاندي راوستلي دي دلته نو په کاظمه کي د مسلمانانو او فارسيانو په منځ کي جنګ شروع سو. 


چي دا هغه اول جنګ او معرکه ده چي د مسلمانانو او فارسيانو په منځ کي کيږي، کوم وخت چي دوه لښکره مخ په مخ سره و درېده خالد بن وليد(رض)  د جنګ و ميدان ته ور و وتى او د هُرمُز څخه يې د مبارزې يا پهلوانۍ غوښتنه وکړه، هُرمُز هم قبوله کړه او ميدان ته ور و وتى، کوم وخت چي دوى دوه سره نژدې سوه دواړه د آسانو څخه کښته سوه او په جنګ يې شروع وکړه، هر يو غواړي چي هغه بل و وژني خو په وهلو او ضربو کي خالد(رض)  پر قوي او غالبه ؤ، د هُرمُز لښکر پر هُرمُز و بېرېدى پوه سوه چي هُرمُز مغلوبه کيږي او وژل کيږي، د فارسيانو لښکر د جنګ و ميدان ته ور داخل سو، غواړي چي هُرمُز خلاص کي او خالد(رض)  و وژني، په دغه وخت کي قعقاع(رض)  د مسلمانانو پر لښکر د هجوم امر وکى او په خپله قعقاع(رض)  د فارس پر لښکر حمله وکړه، دلته دوه لښکره په جنګ مشغوله سوه او هلته خالد(رض)  وکولاى سواى چي هُرمُز و وژني، په لږ وخت کي د فارسيانو لښکر ماته وخوړه او په تېښته سوه، بالمقابل د مسلمانانو لښکر کاميابه او فاتح سو، چي دغه د کاظمه فتحه د فارس د فتوحاتو شروع بلل کيږي. 


خالد(رض)  په دغه منطقه کي د فارسيانو د تأسيساتو په اشغالولو او د غنيمتو په وېشلو مشغوله دى او هلته د فارس مات سوى لښکر په تېښته رهي دى څو د تَن يا مزار و منطقې ته ورسېدی، هلته بيا د فارسيانو لښکر د قارِن بن قُريانَس په مشرۍ وکولاى سواى چي سره يو ځاى او منظم سي، خو خالد(رض)  د هغو په تعقيبولو پسي هلته ور ورسېدى، کوم وخت چي بيا دوه لښکره سره مخامخ سوه د فارسيانو د لښکر قومندان قارِن د مبارزې دپاره ميدان ته راو وتى، خالد(رض)  غوښته چي د ده د مقابلې دپاره ور ووزي، مګر د مسلمانانو څخه يو نفر چي نوم يې مَعقله بن الاَعشْى بن النَباش ؤ ډير ژر ور و وتى، او په لږ وخت کي يې قارن و وژى، سره د دې چي معقله د مسلمانانو د مشهورو پهلوانانو او قومندانانو څخه هم نه ؤ، فارسيان په تعجب کي سوه چي دغه نفر خو د مسلمانانو د لښکر د قومندانانو څخه هم نه دى، بلکه د عسکرو د جملې څخه يو عادي نفر راوزي او زموږ قومندان وژني!

 

دا يو قوي قوم دى چي موږ يې مقابله نه سو کولاى، فقط د فارسيانو د لښکر د قومندان په وژلو سره هغه نور لښکر په تېښته شروع وکړه او خالد(رض)  په پسې دى، فارسيان د بيري په سبب خپل ځانونه و نهر او ولې ته ور اچوي او مسلمانان يې وژني، په دغه ورځ دکفارو څخه په زرهاوو نفر و وژل سوه، چي څوک يې په اوبو کي غرق سوه او څوک يې د مسلمانانو په توره و وژل سوه، پسله دغه شکسته د دغې منطقې اوسېدونکي چي بزګران او باغوانان وه و خالد(رض)  ته راغله او پر جزيه يې صلحه ور سره وکړه، دغه منطقه چي د تَن یا مزار په نامه سره یادېدل مسلمانانو ته تسليم سوه.  


خالد(رض)  دغه اخبار او زېري د غنيمتو د خُمسه سره و ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته ور ولېږل او خالد(رض)  په دغه فتحه سوي ځايو کي آمران و ټاکل، دئ(رض)  په خپله د لښکره سره د منطقې پر شا وخوا ګرځېدی. 


د دغه شکست خبر د فارس و پاچا اُردشېر ته ورسېدى، هغه په تعجب کي سو چي څنګه دوې منطقې پرله پسې ځني نيول کيږي! حال دا چي د فارسيانو د لښکرو شمېر د مسلمانانو تر لښکر څو چنده زيات دى، نو يې د خپلو قومندانانو څخه يو قوي او دلاوره قومندان چي نوم يې (اَندَر زَعَر) ؤ د يوه لوى لښکره سره و دغي منطقې ته ور ولېږى، تر اَندر زَعَر وروسته يې يو بل لښکر د بَهمَن جاذَوَيه په مشرۍ پسي ور ولېږى، دغه دوه لښکره رهي سوه او د وَلَجَه په منطقه کي يې واړول، د وَلَجه د منطقې خلک عرب او نصارا وه چي د فارسيانو د حکم تابع وه، دغو خلکو د فارس و لښکرو ته حال ولېږى چي موږ هم غواړو چي ستاسي په ملګرتيا په دغه جنګ کي ګډون وکو، فارسيانو هم دغه د دوى غوښتنه قبوله کړه، نو په دغه منطقه کي چي وَلَجَه نومېده نصارا عرب او مجوس فارسيان د مسلمانانو د جنګ دپاره سره يو ځاى او ملګري سوه، خالد(رض)  د خپله لښکره سره و دغه منطقې ته را ورسېدى او ډير ژر يې پر کفارو حمله وکړه، د دوو لښکرو په منځ کي جنګ شروع سو، په دغه جنګ کي هم د فارسيانو ډير نفر و وژل سوه، حتّْی په دغه جنګ کي د فارسيانو هغه قوي او دلاوره قومندان اَندَر زَعَر هم و وژل سو، فارسيانو شکست و خوړى او د فارس لښکر و تښتېدى مګر د دغه ځاى عربو نور هم جنګ کاوه نه تسليمېده، خالد(رض)  د عربو سره په جنګ کي د هغو ډير نفر و وژل او ډير يې بنديان ونيول، پسله جنګه يې د عربو څخه نيول سوي بنديان هم و وژل، خالد(رض)  دغه کار په دې سبب وکى چي د منطقې ټول خلک و بيريږي، مګر دغه د بنديانو وژل و نصارا عربو ته چي د بنوبکر قبيله وه سخت تمام سوه، نو بنوبکر د فارس و پاچا ته حال ولېږى چي خالد هغه زموږ بنديان ټول و وژل، نو د خالد د جنګ دپاره لښکر را ولېږه چي زموږ کومک وکي، د فارس پاچا و جاذَوَيه ته حال ولېږى چي ته د لښکره سره ولاړ سه د بنوبکر ملګرتيا وکه، جاذَويه تر دې ځان لوړ و بلى چي دئ دي په خپله د عربو کومک ته ورسي نو يې د خپل لښکره څخه يو بل قومندان د لښکره سره د بنوبکر د کومک دپاره ولېږى او ويل زه به د مشورې دپاره پاچا ته ورسم، نو جاذَوَيه د فارس د پاچا پر طرف رهي سو او لښکر يې د بنوبکر د کومک دپاره رهي سو، خو جاذَوَيه چي هلته پاچا ته ور ورسېدى پاچا مريض ؤ او د مرګ  پر بستر پروت ؤ، او هلته د جاذَوَيه لښکر د بنوبکر د عربو سره په اُلَيس کي يو ځاى سو. 


د بله طرفه د مسلمانانو لښکر د خالد بن وليد(رض)  په مشرى واُلَيس ته را ورسېدى، دوه لښکره د جنګ د پاره مخ په مخ سره و درېدل، په دغه وخت کي د بنوبکر د عربو مشر ميدان ته را و وتى او د خالد(رض)  څخه يې د مبارزې او پهلوانۍ غوښتنه وکړه، دئ غواړي چي د خالد(رض)  په وژلو سره د خپل قوم انتقام او بدله واخلي، خالد(رض)  هم ميدان ته ور و وتى او د بنوبکر مشر يې چي مالک بن قيس نومېدى ډير ژر و وژى، دلته بيا کفارو شکست و خوړى، سبحان الله! کفارو ته شکست پسله شکسته او مسلمانانو ته پرله پسې فتوحات او کاميابۍ! دا بېله خالد(رض)  څخه د بل چا نه دي په نصيب سوي، نو کفارو ماته وخوړه او د کفارو دغه ماته د هجرت په دوولسم کال د صفري په مياشت کي وه.  


تاسي ته معلومه ده چي د رسول الله(ص)  رحلت د هجرت د یوولسم کال د ربیع الاول په میاشت کي ؤ او دغه د عراق جنګونه او فتوحات د ابوبکر الصدیق(رض)  په خلافت کي د هجرت د دوولسم کال د محرمي په مياشت کي شروع سوي دي، او د اُلَيس جنګ د دغه کال په صفره کي ؤ، نو دغه ټول ذکر سوي فتوحات په يوه مياشت کي د مسلمانانو په برخه او نصیب سوه.


دغه هر جنګ ډیر تفاصیل او واقعات لري خو زه تر هغه تفصیل په دې سبب سره تېرېږم چي زموږ مقصد په اختصار سره د هغو فتوحاتو بیانول دي چي د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خلافت په وخت کي پېښ سوي دي.


اوس نو د دغو منطقو په فتحه کولو سره د نصراني او عراقي عربو و پايتخت ته چي حِيره ورته ویل کېده د مسلمانانو دپاره لار خلاصه سوه، حِيره د عراقي عربو پايتخت ؤ او د فارس د حکومت تابع وه.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته