تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فرانسوۍ مسلمانه !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 1, 2020
  0

فرانسوۍ مسلمانه !

 

رالېږونکی: احمد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
یوې مسلماني مېرمني په فرانسه کې په یوه سوپر مارکېټ کې په داسې حالت کې سودا اخیستله چې مخ یې پټ و. کله یې چې سامان راټول کړ او د حساب اخیستونکي مېز ته راغله څو پیسې ورکړي سامان یې په مېز کیښود ، د مېز شاته یوه مغربي الاصل مېرمن ناسته وه او ددې مخ پټي مېرمني د سامان په حسابولو یې پیل وکړ.

 هغه مغربۍ ښځه لڅ سر او بې حجابه وه. دې مخ پټي مسلماني مېرمني ته یې په سپک نظر وکتل او د سامان په حسابولو یې پیل وکړ او دومره ورته په غوسه وه چې سامان یې یو په بل ویشته خو مخ پټې مېرمن چوپ ولاړه وه او هیڅ یې هم نه ورته ویل. اخر یې په خبرو پیل وکړ او ورته ويې ویل :

موږ په فرانسه کې ګڼ شمېر ستونزي لرو او له دې ستونزو نه دا ستا مخ پټونۍ (نقاب) یو لویه ستونزه ده او دا ستونزه تاسو مخ پټو مېرمنو راته جوړه کړې ده، موږ دلته د کار او خوارۍ  لپاره راغلي یو، موږ ددې له پاره نه یو راغلي چې خلکو ته خپل دین او تاریخ وروښیو، تا ته چې خپل دین دومره خوند درکوي خپل وطن ته ولاړه شه او هلته په خپله خوښه دي چې څه زړه غواړي هغه کوه دلته موږ ته ولي ستونزي پیدا کوئ ؟!!

مخ پټي مېرمني خپل سامان په مېز کښېښوی او هغې ته یې کتل او وروسته یې خپل نقاب له مخه لیري کړ، مغربۍ ښځي چې ورته وکتل نو هغه یو سرمخې او شین سترګې مېرمن وه او مغربۍ ته یې وویل :
زه فرانسوۍ یمه ، زما اسلام هم خپل دی او وطن مې هم خپل دی .....تاسو خپل دین خرڅ کړ او موږ درنه واخیست!!! 

 

taleemulislm.nat

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته