تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نارینه لپاره غیرت په کار دئ!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 25, 2020
  0

د نارینه لپاره غیرت په کار دی 


ژباړه:  عبدالسلام (حنفي )


په ۲۸۶هـ سنه  د ري په ښار کې د قاضي  موسی بن اسحاق مجلس ته یو ښځه د دعوې لپاره راغله او وکیل یي دا دعوه وړاندي کړله چې د دې ښځي په خپل خاوند باندي پنځه سوه درهمه مهر باقي پاتې دي. خو خاوند یې منکر دی. نو قاضي د ښځې وکیل ته وویل شاهدان لري؟ 


هغه وویل هو اوس یې دادي حاضروم.
نو کله چې شاهدان حاضر شول ځیني شاهدانو غوښتنه وکړله چي د ښځې مخ یوار ښکاره کړی تر څو د دوی یقین راسي چي دا همغه ښځه ده او د شاهدی په وخت کې ورته اشاره وکړي.  نو کله چې دوی د دې غوښتنه وکړله خاوند یې ورته وویل تاسو څه کوئ؟ 


وکيل ورته وویل شاهدان غوښتنه لري چي ستا د ښځي مخ یوار وویني چي د دوی یقین راسي او شاهدي یې صحیح سي او دا خو یو ضرورت او اړتیا ده چي شاهدان یوار د ښځي مخ وویني. 


خاوند یې وویل چي زه شاهدي وایم چي زما د ښځي  پر ما پنځه سوه درهمه مهر باندي دی خو مخ یي مه ښکاره کوئ. 
ښځي وویل چي زه د قاضي په مخ کې شاهدي وایم او قاضي شاهد ګرځوم چي دا مهر ما ده ته په دنیا او آخرت کې وربخښلی دی. 
نو قاضي چي کله د دوی دا غیرت ولیدئ او  په تعجب کي سوو. نو يې وویل چې د دوي دا کړنه باید په بهترینو اخلاقو کې ولیکل سي.


تاریخ بغداد للخطیب البغدادي.  ج، ۱۵ صـ ۵۱ بیروت

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته