تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نړۍ ۱۰ ستر مسجدونه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 15, 2019
  0

ژباړه: عزت الله ذکي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


۱: مسجد الحرام – الحرام مسجد د نړۍ تر ټولو لوی او ستر مسجد دی، چي پر يوه وخت پکي يو نيم ميليون کسان عبادت کولای سي. د نړۍ دغه ستر او لوی مسجد د سعودي عربستان په مکه ښار کي په ۳۵۶ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی او يوه برخه کي يې بيت الله شريف هم واقع ده، چي هرکال په ميليونو حاجيان هم ورځي.

 


۲: نبوي مسجد – نبوي مسجد په نړيواله کچه دويم تر ټولو لوی مسجد دی، چي پر يوه وخت پکي يو ميليون کسان عبادت کولای سي. نبوي مسجد د فخر الموجودات او سرور کاينات حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم روضه او آرامګاه هم ده، چي د سعودي عربستان په مدينه ښار کي په ۳۸۴ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی دی.

 

۳: الاقصی مسجد
 د الاقصى مسجد د قدس  يا بيت المقدس  د ښار په ختيځ کي  موقيعت لري. دا  مسجد د  ټولو مخکنيو  انبياؤ  علیهم السلام  قبله او ټاټوبۍ دئ. همدارنګه د مسلمانانو لومړنۍ قبله هم ده. کله چي افضل الانبياء حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته هجرت وکړ،  نو د ١٦ يا ١٧ اوولس مياشتو پوري يې لمونځ د اقصى مسجد خوا ته کاوه . خو وروسته بيا د مسلمانانو قبله د الله  جل جلاله  په امر کعبه شريفه وګرځول سوه  ځکه، چي کعبه شريفه بيا د  الانبياو علیهم السلام  د پلار حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل عليهما السلام قبله وه.

 

 الاقصى اصلاً د هغه لوى مسجد نوم دئ چي د بيت المقدس يا حرم قدسي شريف په نامه شهرت لري. الاقصى مسجد همداسي وران پاته وو. خو کله چي امير المؤمنين حضرت عمر  رضي الله عنه  بيت المقدس فتح کړ نو دا مسجد يې د دريم ځل لپاره تعمير کړ. د الاقصى مسجد اوسني حدود چي مستطيل شکل لري  تقريباً  ١٤٤٠٠٠ مربع متره مساحت لري. خو خپله  مسجد مبارک ٣٥٠٠٠ متره مربع مساحت لري، ٨٣ متره اوږد او ٥٦ متره پراخ دۍ  چي ٥٠٠٠ لمونځ کونکي ځايوي.  ګنبته يې نقريې رنګ لري او د سرپو په فلزي ورقو پوښل سوې ده. څلور منارې لري، چي لوى منار يې  تقربياً ٣٧ متره لوړوالۍ لري. د مسجد برنډه په ١٤ ششکونو مشتمله ده، چي د منځيني ششک څخه لمونځ کونکي دننه مسجد ته داخليږي. (د کتنپلاوي لخوا)


۴: استقلال مسجد – استقلال مسجد د اندونيزيا له اوله درجه لويو مسجدونو څخه شمېرل کيږي، چي ددغه هيواد په پلازمېنه جاکارتا کي موقعيت لري. په دغه لوی مسجد کي پر يوه مهال ۲۰۰ زره نفر عبادت کولای سي.


۵: تاج المسجد – تاج المسجد د هندوستان يو له لويو مسجدونو څخه دی، چي ددغه هيواد په بهوپال آيالت کي موقعيت لري. دغه لوی مسجد په ۴ سوه زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی، چي په يوه وخت کي ۱۷۵ زره تنه پکي عبادت کولای سي.


۶: الجزاير مسجد – الجزاير مسجد د الجريا يو له لويو مسجدونو څخه دی، چي پر يوه مهال پکي ۱۲۰ زره کسان عبادت کولای سي. دغه لوی مسجد د الجريا پلازمېنه الجزاير کي په ۲۰ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی، چي رغنيزي چاري يې لاهم دوام لري.


۷: الحسن ثاني مسجد – الحسن ثاني مسجد د مراکش يو له لويو مسجدونو څخه ګڼل کيږي، چي هم مهاله پکي ۱۰۵ زره تنه عبادت کولای سي. ياد لوی مسجد د مراکش په کاسابلانکا کي په ۱۹۹۳م کال کي اعمار سوی دی.


۸: بادشاهي مسجد – بادشاهي مسجد د پاکستان يو له لويو مسجدونو څخه دی، چي د لاهور ښار يو څنډه کي موقعيت لري او په يوه وخت پکي ۱۰۰ زره کسان عبادت کولای سي.


۹: الاکبر مسجد – الاکبر مسجد د اندونيزيا دويم لوی مسجد دی، چي ددغه هيواد په سورابیا ښار کي موقعيت لري او هممهاله پکي ۵۹ زره تنه عبادت کولای سي.


۱۰: بيت المکرم ملي مسجد – بيت المکرم ملي مسجد د بنګله دېش لومړی لوی او په نړيواله کچه لسم لوی مسجد دی، چي ددغه هيواد په پلازمېنه ډهکه کي موقعيت لري. ياد لوی مسجد په ۲۹ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی او پر يوه مهال پکي شاوخوا ۴۰ زره تنه عبادت کولای سي.


۱۱: شېخ زايد مسجد – شېخ زايد مسجد د عربي متحده اماراتو تر ټولو لوی مسجد دی، چي ددغه هيواد په ابوظبۍ ښار کي په ۱۷ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی او په يوه وخت کي د ۴۱ زره عبادت کوونکو ظرفيت لري.

 

ــــــــــــــــــ
اموي مسجد
مسجد القبلتین
د قرطبې مسجد

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته