تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قیامت ورځ !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 27, 2018
  0

لیکنه: خليل الرحمن - فاروقيه مدرسه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

الله جل جلاله  پر  انسان څو مرحلې راولي؛ چي وروستۍ يې د قيامت مرحله ده. د دې مرحلې  په اړه به څه معلومات درسره شريک کړم:

 

قيامت: په لغت کي ولاړي ته وايي؛ ځکه انسان به هم په دغه ورځ د الله جل جلاله  په حضور کي ولاړ وي او هم به په دغه وخت کي زمانه ولاړه وي؛ يعني وخت به نه تېرېږي.که پام وکړو، يو کس چي د ګرمۍ په موسم کي د ګڼي ګوڼي ځای يا بازار ته ولاړ سي، نو د بيرته راتګ پر وخت د ستړيا احساس کوي. همداسي کله چي حاجي صاحب د حج د مقدسي فريضې د اداء کولو  څخه وروسته کور ته راستون سي، هم هغه ستړيا محسوسوي. که له ده څخه د ستونزو په اړه پوښتنه وسي؛ حاجي صاحب د دوو شيانو (زياتي ګڼي ګوڼي او ګرمۍ) يادونه کوي.

 

نو د قيامت په ورځ به څومره ګڼه ګوڼه وي، چي دا ورځ به (۵۰۰۰۰) کاله وي؛ د حضرت آدم علیه السلام څخه نيولې، د خاتم النبيين جناب نبي کريم صلی الله علیه وسلم تر اخري امتي پوري ټول د الله جل جلاله په حضور کي ولاړ وي. په داسي حال کي چي د حج په دوران کي يوازي د اوسني عصر تقريباً د هرو زرو مسلمانانو څخه يو کس حاضر وي؛ نو ګرمي به څومره وي؟

 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلی الله علیه وسلم  قَالَ : يَعْرَقُ النَّاسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَتَّى يَذْهَبَ عَرَقُهُمْ فِي الأَرْضِ سَبْعِينَ ذِرَاعًا وَيُلْجِمُهُمْ حَتَّى يَبْلُغَ آذَانَهُمْ. (روا البخاري: كتاب الرقاق- ۶۵۳۲- حديث )
د ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی، چي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: ((د قيامت په ورځ به خلک داسي خولې کوي، چي په ځمکه کي به اويا ګزه ولاړي سي او انسانان به قيضه کړي (غاړي ته به يې ورسېږي)؛ په آخره کي به يې غوږونو ته راورسېږي.))

 

علامه ملا علي قاري رحمه الله د قيامت په ورځ د خولې کېدلو دغه سببونه بيان کړي دي:

  • زياته بېره او حياء به موجوده وي.
  • انسان به په دغه ورځ ډېر شرمنده، پښېمان او ملامت وي.
  • په دغه ورځ به د لمر او د اور ګرمي ډېره زياته وي. (مرقاة المفاتيح جــ۱۰ صــ۱۹۶)
  •  

همدارنګه محترمو دوستانو! الله عزوجل د قيامت د ورځي بل حالت په سورة المزمل کي بيان کړی دی الله جل جلاله  فرمايي:

يَوْمًا يَجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِيبًا ﴿المزمل: ١٧﴾
ژباړه:په دغه ورځ کي به هلکان له ډېر هيبت او بېري څخه سپين ږيري وګرځي؛ يعني د قيامت ورځ دومره سخته ده.

 

سبحان الله! دا ورځ دومره سخته ده؛ چي الله جل جلاله  فرمايي:
فَإِذَا جَاءَتِ الصَّاخَّةُ (۳۳) يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ (۳۴) وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ (۳۵) وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ. ﴿عبس: ۳۶﴾
یعني کله چي د قيامت ورځ راسي، په دغه ورځ به انسان د خپل ورور، مور، پلار، کور والا  او اولاد څخه تښتي.

 

که په دنيا کي انسان ته څه تکليف او غم ورسېږي، نو د دغه کس سره د هغه تکليف په لېري کولو کي پلار، مور، ورور، زوی يا بل قريب مرسته کوي؛ خو د قيامت ورځ داسي سخته ده چي پلار، مور، ورور، زوی، يا بل قريب د چا سره هيڅ مرسته نسي کولای؛ بلکي يو له بل څخه تښتي. يوازي تېښته نه، بلکي مجرمين انسانان به د دې ورځي د عذاب څخه د خلاصون  لپاره د هر څه قربانولو ته آماده وي؛ لکه الله جل جلاله  چي په سورة المعارج کي فرمايې:  

يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ (۱۱) وَصَاحِبَتِهِ وَأَخِيهِ (۱۲) وَفَصِيلَتِهِ الَّتِي تُؤْوِيهِ (۱۳) وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنْجِيهِ ﴿المعارج: ۱۴﴾

 (د قيامت په ورځ به) مجرم دا خوښوي، چي د دې ورځي د عذاب په مقابل کي خپل زوی، ميرمن، ورور، قبېله او ټول هغه (مخلوقات)، چي په ځمکه کي دي، فديه کړي تر څو د الله  جل جلاله  د عذاب څخه نجات پيدا کړي.

 

نو دا به څنګه ورځ وي، چي يو انسان د خپل زوی او مېرمني تر سر هم تېر وي او د الله جل جلاله د عذاب څخه به ځان په ساتي!

 

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  يَقُولُ « يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حُفَاةً عُرَاةً غُرْلاً ». قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ النِّسَاءُ وَالرِّجَالُ جَمِيعًا يَنْظُرُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ قَالَ صلی الله علیه وسلم  « يَا عَائِشَةُ الأَمْرُ أَشَدُّ مِنْ أَنْ يَنْظُرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ ». (مسلم کتاب الجنة وصفة نعيمها وأهلهاباب فناء الدنيا وبيان الحشر يوم القيامة.)

حضرت عائشه صديقه رضی الله عنها فرمايي، چي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: 
د قيامت په ورځ به انسانان داسي راپورته کړل سي چي پښې او بدنونه به يي لوڅ وي او ناسنته به وي. حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي، چي ماورته وويل: نارينه او ښځي به يو او بل ته سره ګوري؟ رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم راته وويل: اې عائشې! هغه تر دې ډېره سخته ورځ ده، چي يو انسان دي بل انسان ته وګوري!

 

يعني په هغه حالت کي د چا خپل ځان ته هم پام نه وي؛ بل ته خو يې بېخي نه پام کېږي؛ ځکه د خير او شر ذره- ذره حساب به روان وي او هر څوک به په دې غم اخته وي، چي د کوم کار او کومي خبري يا ګناه په سبب به د دوږخ مستحق سي.

 

دوې ډلي:

په دغه ورځ به انسانان دوې ټولۍ وي. يوه به اصحاب اليمين وي، چي عملنامه به په راسته لاس ورکول کېږي او بله به اصحاب الشمال وي، چي عملنامه به په چپه لاس ورکول کېږي.

 

اصحاب اليمين به کاميابه او جنتي وي او اصحاب الشمال به ناکامه او دوږخي وي. الله جل جلاله  په سورة الواقعة کي د اصحاب اليمين نعمتونه او د اصحاب الشمال عذابونه ذکر کړي دي.

 

د عرش تر سایې لاندي کسان:

په دې ورځ د الله جل جلاله د عرش د سايې پرته بله سايه نسته او تر هغې سايې لاندي به صرف اووه ډلي وي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ  صلی الله علیه وسلم  قَالَ :
سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلُّهُ الإِمَامُ الْعَادِلُ وَشَابٌّ نَشَأَ فِي عِبَادَةِ رَبِّهِ وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ فِي الْمَسَاجِدِ وَرَجُلاَنِ تَحَابَّا فِي اللهِ اجْتَمَعَا عَلَيْهِ وَتَفَرَّقَا عَلَيْهِ وَرَجُلٌ طَلَبَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمَالٍ فَقَالَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ أَخْفَى حَتَّى لاَ تَعْلَمَ شِمَالُهُ مَا تُنْفِقُ يَمِينُهُ وَرَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ خَالِيًا فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ. (رواه المسلم: کتاب الزکاة، باب فضل إخفاء الصدقة.)

 

عادل امير او واکمن.
 هغه ځوان چي خپله ځواني يې د الله جل جلاله په عبادت او رضاء کي تېره کړې وي.
هغه کس چي زړه يې د مسجد سره تړلی وي.
هغه ملګري چي محبت يې د الله جل جلاله  لپاره وي؛ په همدې غرض سره يو ځای کېږي او د همدغه غرض لپاره سره بېلېږي.
هغه کس چي يوه رتبه لرونکې او ښايسته ښځه يې ځان ته (د زنا کولو لپاره) را وغواړي او دی ورته ووايي، چي زه د الله جل جلاله  څخه بېرېږم.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۳ ګڼه

سرته