تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شام ته سفر (دریمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 22, 2018
  0

شام ته سفر (دریمه برخه)

لیکنه: علام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله / ژباړه: اسد الله انعام

 

د بلال رضی الله عنه له سيرت څخه دا معلومېږي، چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته يې د خپل ژوند په هره لحظه کي د دې انتظار کاوه، چي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  سره يو ځای سي؛ لکه څنګه چي يې د وفات په وخت کي بې اختياره دا بيت زمزمه کاوه:

 

« غدا نلقی الأحبّه / محمداً وحزبه »
يعني سبا به د خپلو ګرانو ملګرو حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو سره ملاقات وکړم. 

 

کله چي يې مېرمني د خپل خاوند پر څېره باندي د مرګ سختۍ ولېدلې، نو ويې ويل: «واويلا! ای افسوسه!» حضرت بلال  رضی الله عنه يې په ځواب کي وويل: «وافرحاه!/ عجيب خوښي او خوشحالي ده!» (سير اعلام النبلاء للذهبي [۱/۳۵۹ ] )

 

د بلال رضی الله عنه د قبر په اړه په شام کي درې ځايونه ښودل کېږي؛ يو همدلته، دوهم په داريا نومي ځای کي او دريم په حلب ښار کي؛ خو د زياتره علماوو دا رايه ده، چي بلال رضی الله عنه په الباب الصغير کي په همدې قبرستان کي دفن سوی دی.

 

د بلال رضی الله عنه مزار ته په حاضرېدلو مي په زړه کي يو خاص روحي کيفيت محسوساوه؛ د حضرت بلال رضی الله عنه د ژوندانه پېښي مي ياد ته راتلې، چي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم پيروۍ تر کومه ځايه ورساوه. 

 

د قريشو سرداران او مشران، چي په ټوله جزيرة العرب کي د عزت او احترام وړ خلګ وه، په وړاندي يې د با عزته  او اصيلو عربو قومونو غاړي کږې وي؛ خو کله چي يې د اسلام څخه مخ وګرځاوه، د ذلت او خوارۍ په کندو کي داسي لالهانده او ورک سول؛ چي نن يې څوک نوم هم نه يادوي. مګر دغه حبشي غلام چي په غلامۍ کي يې ژوند تېراوه، چا په مينه او انسانيت چلند هم نه ورسره کاوه؛ خو چي کله يې د اسلام غلامي او د دوو عالمونو د سردار صلی الله علیه وسلم اتباع غوره کړه، د تل لپاره يې ياد پاته سو. 

 

زما محترم پلار مفتي محمد شفيع عثماني رحمه الله ، دغه نقطه په عربي ژبه د شعر په چوکاټ کي د حضرت بلال  رضی الله عنه  په ستاينه کي داسي بيانوي:

 

فداک أبو جهل أخو الذل والعمی
و ان بلالا فاق أحرار حميرا

يعني خوار او ړوند ابوجهل دي ستا قربان سي او هماغه بلال د آزادو خلګو څخه وړاندي او مخکي سو.

 

د حضرت عبد الله ابن أم مکتوم رضی الله عنه  مقبره:
د حضرت بلال رضی الله عنه د قبر په خواکي يو بل قبر موجود دی، چي پر ډبره يې د حضرت عبدالله ابن ام مکتوم  رضی الله عنه نوم توږل سوی دی. عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله عنه  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم دوهم مؤذن و، چي اکثره وخت به يې د سهار د لمانځه لپاره اذان کاوه. نوموړی د مکې مکرمې له اوسېدونکو څخه دی. په کوچنيوالي يې د سترګو ديد له لاسه ورکړی و. د هجرت په شروع کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم څخه مخکي مدينې منورې ته ولاړی او هلته يې استوګنه غوره کړه.

 

 د ده په باره کي د قرآن عظيم الشان دوه آيتونه نازل سوي دي. د سورة النسآء د ۹۵  آيت په اول کي داسي نازل سوی و:  [لَّا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ... وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ]


د دغه آيت د نزول په وخت کي حضرت عبدالله ابن ام مکتوم  رضی الله عنه چي نه يې سو کولای د ړوندوالي له امله، په جهاد کي برخه واخلي، پرېشانه سو؛ نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته يې د خپل ړوندوالي عذر بيان کړ. د حضرت عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله عنه د غم تر څرګندولو وروسته ذکر سوي آيت ته دغه برخه ور زياته سوه: «غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ» (صحيح البخاري کتاب التفسير، حديث شماره  [۴۵۹۳-۴۵۹۴] )

 

په همدې ډول د سورة عبس لومړني څو آيتونه هم د عبدالله ابن ام مکتوم  رضی الله عنه په اړه نازل سوي دي.

 

يوه ورځ عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله عنه د يوې مسئلې د پوښتلو لپاره د پيغمبر صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغی؛ خو دا چي په سترګو ړوند و، نو نه پوهېدی چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم د چا سره په خبرو بوخت دی. له همدې امله يې څو واري خپله پوښتنه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته تکرار کړه. پيغمبر صلی الله علیه وسلم (په دې فکر چي د ابن ام مکتوم سره بې تکلفه دی) د هغه پوښتني ته توجه ونه کړه او خپل دعوت ته يې ادامه ورکړه. تر دې پېښي وروسته د سورة عبس لومړني آياتونه را نازل سوه: ﴿ عَبَسَ وَتَوَلَّى. أَن جَاءَهُ الْأَعْمَىٰ.... وَهُوَ يَخْشَىٰ ﴾ 

 

په دغو آياتونو کي د نابينا څخه مراد عبدالله ابن ام مکتوم  رضی الله عنه  دی. د ده  رضی الله عنه  د فضيلت لپاره همدومره کفايت کوي چي قرآن کريم د الله جل جلاله څخه د ده د بېري او خوف تايید کړی دی.

 

اکثره وخت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم د جهاد يا بل سفر په موخه له مدينې منورې څخه وتی، نو عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله عنه به يې د خپل ځای ناستي په توګه ټاکی. په ټوليزه توګه نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  ۱۷ ځله، حضرت عبدالله ابن ام مکتوم  رضی الله عنه په مدينه منوره کي خپل ځای ناستی ټاکلی دی.  (الاصابه [۲/۵۱۶-۵۱۷])

 

که څه هم چي قرآن کريم د ابن ام مکتوم  رضی الله عنه څخه د جهاد حکم ساقط کړی و، خو ده د جهاد سره د شوق او ميني له مخي په ډېرو جنګونو کي ګډون کاوه او د لښکر امير ته به يې ويله: بيرغ زما په لاس کي راکړه؛ ځکه زه د ړوندوالي له امله نه سم تښتېدلای. د حضرت عمر رضی الله عنه  د خلافت په موده کي، د قادسيې د جنګ تور بيرغ د ده  رضی الله عنه په لاس کي و او زغره يې اغوستې وه. (طبقات ابن سعد{۴/۱۵۵})

 

د قادسيې تر جګړې وروسته د عبدالله ابن ام مکتوم  رضی الله عنه  په اړه معلومات نسته. ځيني وايي د قادسيې په جنګ کي شهيد سوی دی او ځيني بيا وايي، چي تر جګړې وروسته مدينې منورې ته ستون سو او هلته وفات سو. (الاصابه [ ۲/۵۱۶ ]، سير اعلام النبلاء[ ۱/ ۳۶۵])

 

په کتابونو کي تر ډېري څېړني وروسته هم نه وتوانېدم، چي د عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله عنه  د شام د سفر په اړه  څه يادونه پيدا کړم. معلومه نه ده، چي د ده مبارک جسد د الباب الصغير په مقبره کي څنګه دفن سوی دی. آيا  دغه قبر ته د ده نسبت صحيح دی، که يا؟

 

ام المؤمنين حضرت أم حبيبه رضی الله عنها :
په همدې هديره (الباب الصغير) کي تر لږ تګ کولو وروسته يو بل قبر مخي ته راځي، چي په اړه يې ويل کېږي چي دا د ام المؤمنين ام حبيبې رضی الله عنها  قبر دی. 

 

د أم حبيبې  رضی الله عنها  نوم رمله ده. دا د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د ازواجو مطهراتو څخه ده او د ابوسفيان  رضی الله عنه  لور ده. ابوسفيان رضی الله عنه د مکې د فتحي پر وخت مسلمان سو او تر هغه مخکي د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم د سختو دښمنانو څخه و. په بدر کي د ابوجهل او د مکې د مشرکانو د نورو سردارانو تر وژل کېدو وروسته دی د مکې سردار سو. په احد، خندق او نورو غزواتو کي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مقابل طرف مشر و.

 

حضرت ابوسفيان ، ام حبيبه  رضی الله عنها و عبدالله بن جحش ته په نکاح کړې وه. د ابوسفيان په کور کي شپه او ورځ د اسلام د نابودۍ په موخه توطئې جوړېدلې؛ ليکن دا د اسلام د رښتينولۍ جذبه وه، چي په همدې کور کي د ابوسفيان لور او زوم مسلمانان سول.

 

وروسته دوی دوو (خاوند او مېرمني) حبشې ته هجرت وکړ او هلته پاته سول. په حبشه کي الله جل جلاله دوی ته د حبيبې په نوم يوه لور ورکړل.

 

په حبشه کي عبدالله بن جحش له اسلامه واوښتی او مړسو او ام حبيبه يوازي پاته سوه، په داسي وخت کي د أم حبيبې  رضی الله عنها يوازيتوب او کمزوري د تصور وړ نه وه. دا د خپل پلار، ورور او کورنۍ څخه د اسلام په خاطر جلاسوې وه؛ خپل وطن يې هم پرې ايښی و؛ د غربت په دې دیار کي يې يوازنی غمخور او ملګری خاوند و، چي هغه هم مرتد سو او پس له څه وخته له دنيا څخه ولاړی او دا يوازي په دې نا آشنا ښار کي پاته سوه.

 

 همدغه د نااميدۍ په وخت کي يې يوه شپه يو کس په خوب کي وليدی، چي ورته د ام المؤمنين په نوم ږغ کوي. د دې خوب تعبير يې په دې سره وکړ، چي د نبي اکرم  صلی الله علیه وسلم  سره به يې نکاح وسي.

 

د خوب د ليدلو څخه يې څو ورځي نه وې تېري سوي، چي کور ته يې د پاچا مينځه ابرهه راغله او ويې ويل: زه باچا را استولې يم.  تاسو ته دا پيغام رسوم، چي پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  د يوه ليک په ذريعه له پاچا څخه غوښتنه کړې، چي ستاسو نکاح د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره وکړي. له همدې امله يو څوک وکيل کړه، تر څو د نکاح مراسم سر ته ورسېږي. ام حبيبه  رضی الله عنها په دې زېري ډېره خوشحاله سوه، خالد بن سعيد بن العاص ته يې پيغام ولېږی، چي تاسو زما له طرفه وکيل ياست.

 

نجاشي جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه او نور مسلمانان هم راجمع کړل، د نکاح خطبه يې وويل، د پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  له طرفه يې د ام حبيبې  رضی الله عنها  لپاره ۴۰۰ ديناره مَهر وټاکه  او خالد رضی الله عنه ته یې وسپاره،چي هغه هم قبولي کړلې.

 

نجاشي رضی الله عنه قيمتي هديې او عطر أم حبيبې رضی الله عنها  ته هديه کړلې او په خاص احترام او اکرام سره يې و مدېنې منورې ته د دې د سفر ترتيب برابر کړ. کله چي يې د سفر تابيا ونيوله، ابرهه (د پاچا مينځه) راغله او ويې ويل: ((ما هم اسلام قبول کړی دی، زما سلام نبي کريم  صلی الله علیه وسلم ته و رسوه.))  أم حبيبې هم وعده ور سره وکړه او د مدينې منورې پر طرف رهي سوه. هلته تر رسېدو وروسته يې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم ته دغه واقعه بيان کړه. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دې واقعې په اورېدلو سره تبسم وکړ او ابرهه ته يې د خير دعا وکړه.  (طبقات ابن سعد : [۴/۹۷-۹۸] ، سنن ابو داؤد)

 

له دې  واقعې وروسته ام حبيبه رضی الله عنها د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  مبارکه زوجه او د مؤمنانو مور  وګرځېدله. له بله پلوه، کله چي ابوسفيان خبر سو، چي له لور سره يې د پيغمبر  صلی الله علیه وسلم نکاح سوې ده؛ د خپلې دښمنۍ سره - سره يې وويل: محمد صلی الله علیه وسلم  له هغو انسانانو څخه دی، چي پیغام او غوښتنه يې نه ردېږي.

 

د حديبيې په سوله کي د مسلمانانو او د مکې د کفارو تر منځ د جنګ بندولو اعلان سوی و. کله چي کفارو د تړون يوه ماده نقض کړه، نو سوله هم پای ته ورسېده. ابوسفيان د دې احتمال ليدی، چي شايد پيغمبر صلی الله علیه وسلم  د مکې پر مشرکانو حمله وکړي.  له همدې امله د جنګ د تړون د تمديد لپاره و مدينې منورې ته راغی. ليکن پيغمبر  صلی الله علیه وسلم يې پېشنهاد قبول نه کړ. دلته ابوسفيان له ځانه سره دا فکر وکړ، چي  خپلي لور ام حبيبې  رضی الله عنها  ته ورسي او له هغې څخه به وغواړي، چي پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  ته یې سفارش وکړي. د دنيا د قانون او رواج مطابق، د ابوسفيان توقع له خپلي لور څخه بې ځایه نه وه. له همدې امله ابوسفيان د ام حبيبې رضی الله عنها کور ته ورغی. کله چي ابو سفيان تر احوال پرسۍ وروسته وغوښتل، تر څو پر هغه توشکه کښېني، چي هلته غوړېدلې وه. ام حبيبې  رضی الله عنها  سمدستي ورڅخه ټوله کړه. ابوسفيان په حيرانتیا وپوښتل: زه د دغه فرش لايق نه وم، چي را څخه ټول دي کړ او که فرش زما لايق نه و؟ ام حبيبې رضی الله عنها ورته و ويل:

 

« يَا أبَتا! هذا فِراشُ رسولِ الله وَاَنتَ مُشرکٌ نَجِسٌ
يعني ((اې پلاره! دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرش دى او ته مشرک او نجس يې.)) 

 

ابوسفيان چي د خپلي لور څخه داسي سخت ځواب واورېدی، ولړزېد او ويې ویل: زما څخه تر جلا کېدو وروسته اوښتې يې! ابوسفيان رضی الله عنه هم وروسته په اسلام مشرف سو اود صحابيت درجه ورته حاصله سوه. ام حبيبه  رضی الله عنها د  پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  تر رحلت وروسته ۳۰ يا ۴۰ کاله نوره ژوندۍ وه. معاويه رضی الله عنه يې ورور دی. نوموړی له همدې امله د «خال المؤمنين/د مؤمنانو ماما» په لقب سره مشهور دی. څه وخت چی معاویه رضی الله عنه خليفه سو، نو أم حبيبه رضی الله عنها د خپل ورور ليدو ته دمشق ته ولاړه. معاويه رضی الله عنه له خپلي خور څخه زيات فقهي مسايل ياد او ډېر احاديث يې ور څخه روايت کړل.

 

ځيني علماء ليکي، چي: أم حبيبې  رضی الله عنها  تر دې وروسته په دمشق کي استوګنه غوره کړه او همدلته يې د دنيا څخه رحلت وکړ او د الباب الصغير په قبرستان کي دفن سوه. حافظ ابن عساکر رحمه الله د دې  رضی الله عنها  قبر د الباب  الصغير په قبرستان کي ښوولی دی؛ ( تهذيب ابن عساکر [۱/۲۶۴] ) خو حافظ ذهبي رحمه الله په شدت سره دغه نظر رد کړی دی او وايي، چي د دې  رضی الله عنها  قبر په مدینه منوره کي دی. ( سير اعلام النبلاء [۲/۲۲۰]) والله سبحانه وتعالی أعلم. 

 

د حضرت أسمآء بنت يزيد رضی الله عنها مقبره:
د حضرت ام حبيبې  رضی الله عنها  د مقبرې تر څنګ يو بل قبر هم سته. د دغه قبر پر ډبره د أم سلمې رضی الله عنها  نوم ليکل سوی دی. د هغه ځای اکثره خلک وايي، چي دا قبر د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم د پاکي زوجې أم سلمې  رضی الله عنها  دی؛ مګر زه دغه خبره نه منم، ځکه د حضرت أم سلمې رضی الله عنها  قبر په مدينه منوره کی دی. په دمشق کي د دې رضی الله عنها  قبر نسته او د دمشق د سفر په اړه يې په هيڅ تاريخي کتاب کي څه نه دي ذکر سوي. 

 

د حافظ ذهبي په کتاب (سير اعلام النبلاء) کي مي ولوستل چي: هغه قبر  چي د الباب الصغير په قبرستان کي أم سلمې ته منسوب دی، د أم المؤمنين أم سلمې نه، بلکي د أسمآء بنت يزيد رضی الله عنها  په نوم د يوې بلي مېرمني  دی، چي د انصارو له ښځو څخه وه. (سير اعلام النبلاء [۲/۲۲۰]) 

 

دا چي د دغې مېرمني اسم کنية هم ام سلمه و، له همدې امله دا اشتباه را منځ ته سوې ده. أسمآء بنت يزيد رضی الله عنها  د حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه  د عمه لور وه. دا  رضی الله عنها يوه پیاوړې وينا واله وه او د «خطيبة النسآء» په نوم مشهوره وه. دې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه زيات احاديث رانقل کړي دي. د حضرت عمر رضی الله عنه   د خلافت په زمانه کي يې د مسلمانانو د نورو ښځو سره يو ځای د يرموک په سخت او فيصله کوونکي جنګ کي ګډون درلودی. دغو مېرمنو به د خپلو زخميانو تداوي کوله او د هغوی پر زخمونو باندي يې پټۍ لګولې. دوی به د سختۍ او ستونزو پر وخت مجاهدين تشویقول او هغوی به يې هڅول. د يرموک په جګړه کي د جنګ شدت دومره زيات و، چي مېرمني هم د د ښمن سره په جنګ کولو مجبوري سولې. لکه څنګه چي حضرت أسمآء بنت يزيد رضی الله عنها د خپلي خېمې لرګی (ستنه) را واخيستل او د هغه په مرسته يې نهه تنه رومي پوځيان د دوږخ کندي ته ولېږل. رضی الله عنها وارضاها (الاصابة [۴/۲۲۹]، طبقات ابن سعد [۸/۲۸۵]) 

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه

ـــــــــــــــ

شام ته سفر (اوله برخه)

شام ته سفر (دوهمه برخه)

سرته