تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرطبې مسجد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 2, 2018
  0

لیکنه: مرحوم بشیر احمد ریان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د قرطبې مسجد د اندلس له سترو او لويو مسجدونو څخه دى؛ چي ښکلا او بې نمونې جوړښت يې د اندلسي– اسلامي معمارۍ د هنر ښکارندوی دى. 

 

 

دا مسجد د قرطبې ښار په جنوب لوېديزه څنډه کي د الوادي د لويي ويالې ترڅنګ جوړ سوى دى.

 

د قرطبې مسجد په ٩٢ لېږديز سپوږميز کال، يعني هغه مهال چي اموي خلافت دا ښار تر خپل واک لاندي راوست، ودان سو. مسلمانانو د قرطبې د مسيحيانو کليسا په دوو برخو ووېشله او په خپله نيمه برخه کي يې د  قرطبې د مسجد ډبره کښېښوده؛ نيمه نوره يې د روم امپراتورۍ ته د کليسا په توګه پاته سوه.

 

کله چي په قرطبه کي د مسلمانانو شمېر مخ پر زياتيدو سو، نو عبدالرحمن بن معاويه پاته برخه د قرطبې له عيسويانو سره په داسي توګه معامله کړه، چي دی به په جنګونو کي ويراني سوي کليساوي ورته ودانوي؛ نو عيسويانو ورته همدا پاته برخه وسپارله. 

 

عبدالرحمن بن معاويه په ١٧٠ لېږديز سپوږميز کال د جامع مسجد د بيا جوړولو او ترميماتو امر وکړ. هغه مهال د مسجد مساحت ٤٨٧٥ متر مربع او نوم يې مسجد جامع الخضرة يا مسجد جامع خليفه و؛ چي وروسته اسپانوي کاتوليکانو په مسجد جامع يوناني ونوماوه.

 

د مسجد پراختيا او اصلاحاتو مختلف پړاوونه درلودل؛ چي دا پړاوونه له ١٣٩ لېږديز سپوږميز څخه، يعني د "هشام بن عبدالرحمن" له مهاله پيل بيا تر ٣٥٥ لېږديز سپوږميز پوري يعني د هشام بن الحکم (المويد بالله) تر واکمنۍ يې دوام وکړ.

 


 
د قرطبې مسجد د مستطيلي بڼي، پراخ صحن او دالانونو (ايوانونو) درلودونکى دى؛ چي منځنى دالان يې تر ټولو ښکلى او ښکلا يې تر محرابه رسېدلې ده.

 

د دې محراب ځانګړنه له نورو محرابونو څخه په دې کي ده، چي لوړ يې ٧ ليندۍ (قوسونه) دي؛ چي پر ستنو ولاړي دي. په محراب کي يې ښکلى منبر دی؛ چي د ساج له لرګي څخه جوړ سوی دی.

 

د جامع مسجد مناره (چي د عبدالرحمن ناصر په منارې سره شهرت لري) له ښکلو منارو څخه ده. دا مناره دوې لوړي ختلي زينې لري؛ چي هره زينه بيا د ١٠٧ پوړيو درلودونکې ده او پر سر باندي يې درې سايوانونه دي؛ چي دوه يې له سرو زرو او يو يې له سپينو زرو څخه دى. تر دې سايوانونو لوړ يو کوچنى انار او د طلا سپين ګل جوړ سوى دى.
اسپانويانو دا مناره د کليسا په ناقوس بدله کړله.

 

د منارې د اوسپنيزي دروازې سور ٨  متره او لوړوالى يې ٢٠ متره دى؛ چي د مرمرينو ډبرو جوړه شوې او د ډبرو په منځ کي يې اسلامي نقاشي سوې ده.

 

د مسجد په جنوبي اړخ کي يوه بله مناره، چي د مربع بڼه لري، د ١٢ مترو په اوږدوالي او ٩٣ متره په لوړوالي سته؛ چي ٥ پوړه لري.

 

په دې مناره کي ١٩ دروازې دي؛ چي هره يوه يې له کلکې اوسپني جوړه ده. د نوموړي مسجد ګومبته پر  ٣٦٥ مرمرينو ستنو ولاړه ده.

 

هغه مهال به په قرطبه مسجد کي ٤٧٠٠ څراغونه بلېدل. دې مسجد ١٢٩٣ مرمريني ميلې (ستني) درلودې؛ چي له دې شمېرې څخه ١٠٩٣ اوس هم پاته دي.

 

کله چي عيسويانو له مسلمانانو څخه قرطبه ونيوله؛ نو هلته يې د بربريت د بازار په ګرمولو مسلمانان شهيدان او يا له هيواد څخه وايستل؛ تر څنګ يې ټول ديني ځايونه او مسجدونه بند کړل؛ چي يو هم د قرطبې مسجد و. بالاخره تر ٨٠٠ کاله بندېدلو وروسته په کښي د لومړي ځل لپاره د اسلام د ستر متفکر او نامتو شاعر علامه اقبال له لوري لومړى اذان وسو. 

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۳ ګڼه

سرته