تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیکولرزم په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: اسد الله انعام / د پوهنتون د مونوګراپ څخه

 

 

۳-۷: عراق او شام
 د عثماني خلافت د سقوط سره سم (د اتاتورک په امر) اسلامي شريعت په عراق او شام کي لغوه اعلان سول او د انګرېزانو او فرانسويانو په ګډه سیکولر حکومتونه پکښي رامنځ ته کړل.


۳-۸: اندونيزيا او د آسيا جنوب ختيځ هيوادونه
اندونيزيا او د آسيا جنوب ختيځ هيوادونه ټول سيکولر هيوادونه دي او سيکولر نظامونه پکښي حاکم دي. (۲۳: ج :۲ ص: ۶۸۲)


۳-۹: افغانستان
 کله چي برتانيوي استعمار او ښکېلاک د افغانستان په اېلولو او مستعمره کولو کي ماته وخوړل او درې ځله زموږ له مجاهد او اتل ملت سره په جنګونو کي ناکام سو، نو زموږ د مسلمان ملت د فکري استعمار لپاره ئې تبشيري حربه پيل کړل او په دې لاره کي ئې د افغانستان د هفه وخت له ځان بايللي او غرب زده پاچا څخه د خپل ګوډاګي په توګه استفاده وکړه، تر څو وکولای سي د دغه بې لاری او له اسلام څخه بې خبره افغان پاچا په ذريعه په افغانستان کي تبشيري پلانونه تطبيق کړي او زموږ په اسلامي هيواد کي هم کليساوي جوړي کړي او يا لږ تر لږه زموږ ملت ګمراه او په غربي تهذيب روان کړي.


۳-۹-۱: د امان الله خان پاچهي او د اروپا سفر
په (۱۳۳۷) هـ ق کال چي کله امير حبيب الله خان مړ کړل سو، نو امان الله خان د پلار د مړيني په درېيمه ورځ (۱۹۱۹م) په کابل کي د پاچاهۍ اعلان وکړ، امان الله خان د خپل سلطنت په نهم کال په (۱۴۳۶) هـ ق کال له خپلي مېرمني ملکه ثريا سره د اروپايي هيوادونو په سفر ولاړ او شپږ مياشتي او دوولس ورځي ئې په لندن، برلين، پاريس، انقره او مسکو کي تيري کړې.


له اروپايي استعمار ګرانو سره ئې د دوستی تړون لاسليک کړ او له هفوی څخه ئې د افغانستان د پرمختګ لپاره مرستي وغوښتې، مګر هغوی هماغه شرطونه ورته وړاندي کړل، چي د مصر واکمن اسماعيل خديو، د تر کيې واکمن مصطفی کمال اتاتورک ته ئې وړاندي کړي او هغوی ورسره منلي ول. امان الله خان هم ورسره ومنل.


امان الله خان کله چي د اروپا له طولاني سفر څخه په (۱۳۴۷هـ ق/۱۹۲۸م) کال راستون سو، په فکري او عقيدوي توګه بيخي بدل سوی وو، له غربیانو سره ئې چي کومي ژمني کړي وې، سم له لاسه ئې د هغوی په پوره کولو پيل وکړ او په دې تکل کي چي د افغانستان مسلمان ملت هم د استعمار له پلانونو سره سم د سيکولرزم په سيلاب لاهو کړي، په لاندي نوښتونو او اقداماتو ئې لاس پوري کړ.او خپلو دغو اقداماتو ته ئې د نويو اصلاحاتو نوم ورکړ. 


۳-۹-۲: د امان الله خان سيکولرستي اصلاحات
د ښځو غیر اسلامي آزادي: تر سفر وروسته ئې لويه جرګه راوغوښته او په دغه لويه جرګه کي ئې له هرڅه لومړی د ښځو د آزادۍ اعلان وکړ او تر ټولو لومړی ئې خپله ښځه په اروپايي لباس کي غونډي ته حاضره کړه.


د نڅا او ګډا کلب جوړول: تر دې اعلان وروسته ئې په کابل کي د (کلوب سياه وسرخ و سبز) په نوم د ګډا مرکز جوړ کړ، چي ښځي به پکښي رقصېدلې.


خارج ته د افغاني نجونو لېږل: ځيني افغانۍ نجوني ئې له محارمو پرته د زده کړي په نوم بهرنيو هيوادونو لکه ترکيه او اروپا ته ولېږلې.


پر ديني عالمانو بنديز لګول: له اروپا څخه تر راستنېدو وروسته امان الله خان اعلان وکړ، چي هغه ديني علماء چي د هند د دارالعلوم ديوبند شهادت نامې ولري، هغوی په رسمي او غير رسمي مدارسو کی تدريس نه سي کولای، امامت نه سي کولای، خطابه او وعظ نه سي کولای او په هديرو او جوماتونو کي د خبرو کولو حق نه لري، سرغړونکو ته ئې د سختي سزا ورکولو حکم وکړ.


د جمعية العلماء جوړول: په دې نوم ئې يو انجمن تاسيس کړ او هغه علماء ئې پکښي مقرر کړل، چي همدا نوی غربي فرهنګ ئې د پیسو په مقابل کي روا بلل.


د ږيري خريلو شرط: د عسکري، نظامي او نورو ملکي مامورينو لپاره ئې د ږيري خريل شرط وګرځاوه، په داسي حال کي چي په اسلامي شریعت کي د ږيري پرېښودل واجب دي.


دريشي کول: دا اعلان ئې وکړ، چي د کابل په ښار کي هيچا ته اجازه نسته، چي بې له دريشۍ کولو وګرځي او پر دې باندي ئې جريمه وضع کړل.


پر شرعي سلام بنديز لګول: په ژبه باندي ئې د (السلام عليکم) ويل بند کړ، دا يې یو ارتجاعي عمل وګاڼه او حکم ئې وکړ، چي کله دوه کسان سره مخامخ کيږي نو د سلام پر ځای به د انګریزیانو په شکل رخچينه له سره اوچتوي او سربه کښته کوي.


- د چادرې پر اغوستلو ئې بنديز ولګاوه.

 

- د جمعي د ورځي د رخصتۍ پر ځای ئې د پنجشنبې ورځ رخصتي وګرځول.

- پور ورکول ئې بند کړ.


- د شرابو د څښلو، خرڅولو او رانيولو سزاوي ئې معاف کړلې.


- د حنفي مذهب پابندي ئې لغوه کړل.


- د دېرش کلنۍ څخه په کم عمر کي ئې پر واده کولو بنديز ولګوی.


- د ښځينه وو ښوونځۍ ئې پر انګریزي طرز جوړي کړلې او په دې ښوونځيو کي د لومړنۍ ښوونځۍ مديره د محمود طرزي ميرمن اسماء وه.


امان الله خان خپلو دغو فرمانونو ته د نظامنامې نوم ورکړ، خو د افغانستان مسلمان ملت نه يوازي دا چي دا فرمانونه ئې مسترد کړل بلکي دده حکومت ئې ورمسترد کړ او بالاخره نوموړی خپلو مشرانو ته ولاړی.(۲: ص: ۲۳۵)


۳-۱۰: د افريقا لويه وچه
په افريقا کي اکثره نصراني حکومتونه تر استعمار وروسته خپله ولکه ټينګه کړل، خو اساسات ئې سيکولري بڼه درلودل...

 

اړوند: په افغانستان کي د تنصیر فعالیتونه


ـــــــــــــــــــــــ
(۲): احمدزی، پوهنمل زاهدي، فکري استعمار، امير کروړ کتابتون (۱۳۹۲ ش- ۲۰۱۳ م) شپږم چاپ
(۲۳): موسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب المعاصرة ، الندوة العالمية للشباب الإسلامي، دار الندوة العالمية، الطبعة الرابعة،  عدد الأجزاء : 2

 

سرته