تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د راز ساتل لوی امانت دی!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 19, 2018
  0

مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

رسـول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت عائشې رضی الله عنها ته وویل چي د ده صلی الله علیه وسلم  د جنګ او سفر سامان ور برابر او مجهز کړي ځکه پر مکه مکرمه د حملې إراده لرم او دغه حال هم چا ته مه وايه، دغه سِر پټ در سره وساته، په دغه وخت کي چي حضرت عائشه رضی الله عنها د سامان په برابرولو مشغوله وه ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د دې کورته ورغلى او وې لیده چي دا د جنګ او سفر د سامان په ټولولو مشغوله ده، اوړه خوراکي مواد او اسلحه سره يو ځاى کوي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ورته و ويل: يا عائشه! آيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړې يې چي د سفر سامان ور برابروې؟ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه خبر اول و عائشې رضی الله عنها ته ويلى ؤ چي سامان برابرکه، تر اوسه يې مسلمانان نه وه امر کړي چي ځانونه د سفر او جنګ د پاره آماده کړی. 

 

نو ځکه ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه په حال نه ؤ خبر، عائشې رضی الله عنها ويل هو، ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه و ويل:د کوم ځاى قصد او إراده لري؟ څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وحضرت عائشې رضی الله عنها ته ويلي وه چي چا ته حال مه وايه او دغه سِر پټ وساته، اوس د عائشې رضی الله عنها پلار او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نژدې ملګرى پوښتنه کوي چي د کوم ځاى نيت يې دى؟ دې رضی الله عنها جواب ورنه کړى. 

 

دغه ته د راز ساتل وايي، داسي ډير خلک سته چي حال او سِر پټ نه سي ساتلاى، خو ښځي بيا د راز د نه ساتلو په خصلت کي ډيري مشهوره دي، مګر دغه صالحي ښځي ته وګورى چي يواځي خپل پلار نه بلکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نژدې ملګري ته هم حال نه وايي، ځکه دا پوهېده چي د راز پټول ډير لوى صفت دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دغه د راز پټول د دې پر  ذمه ور اچولي وه چي ويل: چا ته حال مه وايه، اوس دا  رضی الله عنها دغه راز خپل پلار ته هم نه وايي. 

 

نو دې جواب ور نه کړى، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د ځانه سره و ويل: ښايي د مُؤته نيت يې وي ځکه هغه مسئله پاى ته نه ده رسېدلې، لور يې جواب نه ورکوي، بيا يې و ويل: ښايي هوازن يې مقصد وي، بيا هم دا جواب نه ورکوي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه بيا د ځان سره و ويل: ممکن د قريشو إراده يې وي، خو حضرت عائشه رضی الله عنها جواب نه ورکوي پټه خوله او ساکته ده څه نه وايي، دا د حضرت عائشې رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راز پر پټ ساتلو حرص او کوښښ ؤ.

 

 وروڼو او خوندو! ښه متوجه سى! دغه اخلاق دي موږ يې بايد د اُم المؤمنين حضرت عائشې رضی الله عنها او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو څخه زده کو، داسي نه چي يو څوک پټ حال راته و وايي او دا تاکيد هم را باندي وکړي چي چا ته مه وايه مګر موږ په خپله په داسي چا پسي ګرځو چي ډير ژر دغه حال ورته ووايو.  (دغه کار د امانت ضائع کول او يو قسم خيانت دى) 

 

ماخذ: نبوي سیرت

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته