تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د ابوطالب سره د رسول الله ﷺ ژوند (۳۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 29, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د عبدالمطلب تر وفات وروسته د حضرت محمّد ﷺ تربيه د ده اکا ابوطالب پر غاړه واخستل، ځکه ابوطالب د محمّد ﷺ د پلار عبدالله سکه ورور ؤ، هو د ابوطالب او عبدالله پلار خو عبدالمطلب ؤ بلکه مور يې هم يوه وه، اوس نو ابوطالب د رسول الله ﷺ درېيم تربيه کونکى سو، اول مور، دوهم نيکه، درېیم اکا او  د عبدالمطلب تر وفات وروسته د مکې مکرمې مشرتوب هم د ابوطالب پر غاړه سو، مګر ابوطالب تر عبدالمطلب ډير غريب ؤ، د ابوطالب اولادو به د خپل پلار سره د خرڅ او مصرف په پيدا کولو کي مرسته او کومک کاوه، کوم وخت چي محمّد ﷺ وليدل چي ابوطالب غريب دى حتّْی د خپلو اولادو نفقه نه سي پيدا کولاى نو محمّد ﷺ هم په کار کولو شروع وکړه چي هغه کار د پسو چوپاني وه او دا معلومه خبره ده چي چوپاني ترښار د باندي وي، نو رسول الله ﷺ به د شپې او ورځي تر مکې مکرمې دباندي پاته کېدى چي په دغه چوپاني کي د يوه طرفه هغه د صحراء ژوند شروع سو چي د هغه ژوند ځيني فايدې مو د مخه درته بيان کړي دي او  د بله طرفه په خپله چوپاني هم ډيري فايدې لري چي علماء کرام يې داسي بيانوي:


 اول: پرحيواناتو رحم او مهرباني، چي دغه خوى په رسول الله ﷺ کي موجود ؤ، رسول الله ﷺ يواځي دا نه چي پر انسانانو مهربانه ؤ، بلکه حيواناتو هم د ده ﷺ د رحمت او مهربانۍ څخه حصه حاصله کړې ده، چي دغه رحم په شرعي احکامو کي ډير واضح او ښکاره دى، مثلاً د حيوان د حلالولو دپاره به چاړه تېره وي، يو حيوان به د بل حيوان و مخ ته نه حلاليږي، پر حیوان به ظلم نه کوې، حیوان به نه وږی کوې او نه به یې تږۍ کوې، پر حیوان به د ده تر طاقت زیات بار نه باروې او داسي نور.


 دوهم: په چوپاني کي حلم او صبر حاصليږي، پسونه شا وخوا پاشل کيږي د هغو د را ټولولو او يو ځاى کولو طريقه زده کيږي، پسونه بايد د دښمن څخه وساتل سي، چي دا ټوله د امت د يو ځاى کولو او ساتلو د پاره تجربې وې او  رسول الله ﷺ دا هم زده کړه چي خپل مصرف په خپل لاس پيدا کړي، تر اوسه خو يې اعتماد د مور يا نيکه پر نفقه ؤ خو اوس يې په خپله په کار کولو او په خپل لاس د مصرف په پيدا کولو شروع وکړه، نو ده ﷺ د اته کلنۍ څخه په چوپاني شروع وکړه او  تر هغو يې دا کار کاوه چي عمر يې تقريباً يو ويشت کلو ته ورسېدى او دغه چوپانۍ د ده ﷺ د عمر ډيره موده په بر کي ونيول، رسول الله ﷺ فرمايي: »مَامِن نَبِىٍ اِلا وَرَعَى الغَنَمَ« يعني: داسي نبي نسته چي د پسو چوپاني دي يې نه وي کړې، نو دغه وظيفه ټولو انبياءعلیهم السلام پر ځاى کړې ده.


علماء کرام د چوپانۍ په ګټو او فايدو کي يوه دا هم بيانوي او وايي: کوم نفر چي په دښت کي د پسو په پېولو مشغول وي نو  دئ تنها وي او  تنهايي سړئ و چرت او فکر کولو ته پرېږدي، په آسمانو، ستورو، لمر او سپوږمۍ کي فکر كوي، دغه برابر نظام او الْهي قدرتو ته ګوري چي دغه افکار د انسان د روح د صفايي او پاک والي سبب ګرځي، مګر کوم کسان چي په ښارو کي اوسيږي هغه په تګ او را تګ مشغوله وي، دا ولاړى هغه راغلى، نوي نوي خبري او حوادث اوري، فکر يې ګډ وډ وي، انسان د الله عزوجل  په قدرتو کي و فکر كولو ته نه فارغه کيږي، چي دا هم د دښت او صحراء فايده وه چي رسول الله ﷺ يې و فکر کولو ته فارغه کړى. 


شام ته تجارتي سفر
په دغه وخت کي چي رسول الله ﷺ په چوپاني مشغول ؤ ابوطالب د تجارت په کار مشغول ؤ، کوم وخت چي د رسول الله ﷺ عمر دوولسو کلو ته ورسېدى، په دغه وخت کي ابوطالب قصد درلودى چي شام ته په تجارت ولاړ سي، قافله تياره سوه، کوم وخت چي ابوطالب د تللو إراده وکړه رسول الله ﷺ ورته ټينګ سو چي ما هم در سره بوزه، ابوطالب نه غوښتل چي محمّد ﷺ يې په دغه سفر کي ملګرى وي مګر رسول الله ﷺ تر کالو ټينګ ونيوى او ويل: خامخا به مي در سره بيا يې، څرنګه چي محمّد ﷺ پر ابوطالب ډير ګران ؤ آخر راضي سو او دئ ﷺ يې د ځان ملګرى کړی، دا نو تر مکې مکرمې دباندي او شام ته د رسول الله ﷺ اول سفر ؤ چي په دغه وخت کي  د رسول الله ﷺ عمر دوولس کاله ؤ....


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته