تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فکري جګړه: حقیقت او اغېز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 25, 2018
  0

  لیکنه: ثناء الله عمران /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

     شاید تاسي به د فکري يرغل اصطلاح اورېدلې وي. د فکر په تړاو تر دې دمه د نړۍ په کچه، هغه که په اسلامي هیوادونو کي وي، که په کفري هیوادونو کي وي، ډېري لیکني سوي دي. په تېرو وختونو کي چي به کوم هیواد وغوښتل تر څو پر بل هیواد سلطه پیدا کړي او یا خپل نظریات او پروګرامونه هغه هیواد ته داخل کړي، معمولاً به یې د نظامي یرغل له طریقه هغه هیواد اشغالوی؛ چي دا کار به د ډېرو تلفاتو، لګښتونو او ویجاړیو سره مل و. ډېری وخت به ښکېلاک ګرو خپل پایښت او دوام په اشغال سوو سیمو کي په خطر کي لیدی. له همدې کبله تر څو وکولای سي خپل دوام په اشغالي هیوادنو کي په هوسايني سره ټینګ کړي او د دوی په وړاندي کوم مقاومت صورت و نه نیسي، استعماري هیوادونه د نورو لارو او چارو د موندلو په فکر کي سول.

 

البته په دې باید پوه سو، چي د تلفاتو څخه پرهېز پر انسانانو د زړه سوي او د بشر د حقوقو سره د لېوالتیا په موخه نه دی؛ بلکي موخه يې دا ده، چي د همدغه نسل څخه د خپلو طاغوتي ګټو په تامین کي ګټه پورته کړي. دې شیطاني موخي ته د رسېدو په خاطر طاغوت پالو په یوه لوی یرغل پيل وکړ؛ تر څو څوک په دغه نرم، ساړه، روحي او غولوونکي جګړې باندي  پوه نه سي او دوی خپلو ناولو موخو ته بېله مادي او معنوي زیانه څخه ورسېږي. د هغوی برید په حقیقت کي د خلکو باور او عقایدو ته متوجه دی؛ ځکه دې پایلي ته رسېدلي دي، چي که د خلکو عقیده او باور خراب کړي، نورو هڅو ته اړتیا نسته او دوی په اسانۍ سره کولای سي، هغه څه چي په ذهن کي يې لري، پر اشغال سوو هیوادونو تحمیل کړي. پر دې بنسټ به دوی د هیڅ ډول منفي غبرګون سره نه مخ کېږي.

 

په حقیقت کي ننني غرب او نور استکباري هیوادونه د مسلمانانو په وړاندي د فزیکي او فکري جګړې څخه په لویه پیمانه کار اخلي. یعني کفار د فزیکي جګړې تر څنګ د دین، فکر، عقيدې، اخلاقو او کلتور په ډګرونو کي د مسلمانانو پر خلاف په یوه لویه هراړخیزه جګړه بوخت دي او په دې جګړه کي تر فزیکي جګړې هم مخکي دي.

 

طاغوت پالو په اشغال سوو هیوادونو کي د ګوتو په شمېر مؤسسې د نظامي جګړې په ډګر کي په کار اچولي دي؛ خو په فکري ډګر کي یې بیا برعکس په زرګونو د عامه افکارو کنټرولوونکي مؤسسې په بېلا بېلو ډګرونو کي په کار اچولي دي؛ ځکه که چېري دښمن د زيات وخت لپاره  په اشغال سوو هیوادونو کي پاته نه سي، نو لږ  تر لږه دومره خو به یې کړي وي، چي د فزیکي جګړې تر ماتي وروسته، خپله ماته په فکري ډګر کي جبران کړي او خپله فکري جګړه په داسي فعال او اغېزناک ډول پر مخ بوزي، چي فکري فتح یې بیا د فزیکي ماتي ځای ونیسي. همدغه تجربه د دوی له لوري په څو- څو واري تر سره سوې ده او د دوی د ماتي څخه وروسته همدغه د دوی په لاس روزل سوي عناصر د دوی د ارزښتونو، افکارو او ماډلونو (نمونو) دفاع کوي. 

 

فکري جګړه د ملتونو د همېشه نیولو له پاره تر فزیکي جګړې ډېره مؤثره او ارزانه ده؛ ځکه چي فزیکي او عسکري جګړه مقاومت، حساسیتونه او غبرګونونه راپاروي او دا د جګړې د اوږدیدلو او د جګړه ایزو لګښتونو او تلفاتو د ډېرېدلو سبب ګرځي؛ چي دا هر څه بیا وروسته د تېري کوونکو په ماتي تمامېږي. دا په تاریخ کي په اثبات رسېدلي ده، چي نظامي بری قطعاً همېشه نه سي پاتېدلای؛ تر څو چي فکري بری او ولکې  د عسکري ولکې او بري ځای نه وي نیولی.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۳ ګڼه

ـــــــــــــــــــــــــ

د فکري جګړې اړوند مفصل معلومات

سرته