تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیسویت په افغانستان کي (۱برخه)
  نعلیم الاسلام
  November 11, 2017
  0

 

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مخکي له دې څخه چي (عیسائیت په افغانستان کي) و څېړو، پر دې باندي بحث کوو چي عیسائیت څه شی دی؟
عیسائیت/ مسیحیت څه شی دی؟

 

هغه دین  چي و حضرت عیسی ابن مریم علیه السلام ته منسوب دی، خو په اصل کي هغه دین چي سیدنا حضرت عیسی ابن علیه السلام تبلیغاوه هغه ته عیسائیت نه وايي.


حضرت عیسی علیه السلام ته ولي عیسی وايي؟
 و حضرت عیسی علیه سلام ته په عبراني ژبه کي (یسوع) وايي، چي دغه (یسوع) بیا له (یشوه) څخه اخیستل شویدی،  نو ځکه په عربي، اردو، فارسي، پښتو او ځینو نورو ژبو کي په عیسايي تاریخ او د عیسایانو او یهودو په مقدس کتاب (بایبل)  کي دغه توری (یسوع) استعمالیږي، چي د یسوع معرب توری په عربي ژبه کي (عیسی) دی، چي معنا یې مبارک، پاک او سپین دی، و حضرت عیسی علیه السلام ته په دې عیسی/ یسوع وایي چي دی د ټولو تهمتونو (الوهیت، د خدای زویتوب، صلیب او نور...) څخه پاک دی.

 

د (عیسائیت) د توری لومړی بنسټ:
کله چي حضرت عیسی ابن مریم علیه السلام و اسمانو ته الله جل جلاله ژوندی پورته کړ، یهودو اصلي انجیل د مځکې له مخ څخه په ۶۰ کلونو کي له منځه یو وړ، هر هغه چا چي به د الله وحدانیت مانه او یا به یې په حضرت عیسی علیه السلام باندي خوا بدېدل هغه کس ته یهودو عیسایي، او دغې عقیدې ته یې عیسائیت وایه، چي په دې نامه سره یې ډېر انسانان مړه کړل، ژوندي یې وسوځول او ډېر یې له خپلو سیمو او وطنو څخه پسې واخیستل او یا یې و هجرت ته مجبوره کړل، دا چي حضرت عیسی علیه السلام د نبوت په درې کلنه موده کي صرف ۱۲ کسه حواریین و الهي دین ته راواړل، چي هغه د عیسایانو په آند سره دادي: پطرس، متي،یهودا اسخریوطی، یعقوب، شمعون، اندریاس، یوحنا، فیلیپوس، برتلمای، توما، د حلفي زوی یعقوب او تدی. (انجیل متي: ۱۰: ۱- ۵) 

 


او له دې څخه علاوه عام انسانان پر حضرت عیسی علیه السلام باندي مینان وه، دا ځکه،  کله چي به یو څوک مړ شو نو خلک به حضرت عیسی علیه السلام ته راغلل چي دغه را ژوندی کړه، نو حضرت عیسی علیه السلام به دالله په امر سره هغه مړ انسان راژوندی کړ، او یا به مور زاده ړوند راغئ د حضرت عیسی علیه السلام په یوه مسح سره به هغه بینا شو، چي له همدې کبله و حضرت عیسی السلام ته حضرت مسیح علیه السلام هم وايي، چي دده پر دې معجزو باندي قرآن کریم هم ګواه دی، نو حضرت عیسی السلام په مجموع کي و زیاتو انسانانو ته مقبول وو، خو بل لورته چي کله دده صعود و اسمانو ته وشو نو یهودو داسي قوانین وضع کړل،چي هر هغه چا چي به په حضرت عیسی علیه السلام باندي خفګان کاوه د هغه سزا مرګ وه، نو ځکه تر ډېره وخته پورې دغه دعیسايي او د مسیحي کلمه د سزا او ښکنځلو په ډول سره استعمالېدل.


نور بیا...



د نورو ادیانو په اړه علمي لیکني او څیړني په دغه برخه کي مطالعه کړئ: مقارنة الادیان

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته