تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالی نوم، سلام او غوښتني یې
  تعلیم الاسلام
  October 17, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحیم

د الله تعالی نوم، سلام او غوښتني یې

د. عبد المحسن بن محمد القاسم/ ژباړه: جمشید حقیار- ۲۳/ ۱/ ۱۴۳۹ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړۍ خطبه
إنَّ الحمدَ لله، نحمدُه ونستعينُه ونستغفرُه، ونعوذُ باللهِ من شُرورِ أنفُسِنا ومن سيئاتِ أعمالِنا، من يهدِه الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلِل فلا هادِيَ له، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آلِه وأصحابِه، وسلَّمَ تسليمًا كثيرًا، أما بعد:


د الله تعالی بندګانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په پټه او ښکاره هغه یاد ساتئ.


اې مسلمانانو!


د الله ټول نومونه او صفتونه ښکلې او اوچت دي، او پر دې خبره د الله تعالی ټول کوني او شرعي نښي او آیتونه دلیل او شاهد دي، د الله تعالی ټول نومونه، صفتونه، د بندګانو پیدا کول، او هغوی ته د لارښوونو استول مختلف آثار او غوښتني لري، چي دا ټول په دې خبره کي را ټولېږي، چي ټول مخلوقات باید یوازي د الله تعالی عبادت وکړي، د الله تعالی هر نوم او صفت ځانګړي عبادت لري، چي دا عبادت یې ورباندي د علم او ایمان له لوازمو او غوښتنو څخه دی، الله تعالی فرمايي:


 (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) [الأعراف: ۱۸۰] 
ژباړه: الله تعالی د ډېرو ښکلو نومونو څښتن دی، نو تاسي د هغو په وسیله غوښتنه ور څخه وکړئ، او هغه څوک پرېږدئ، چي د هغه د نومونو په اړه کږه او ناسمه لاره غوره کوي، دوی به ژر د خپلو عملونو له سزا سره مخامخ سي.


سلام د الله تعالی له نومونو څخه یو نوم دی، دا نوم د الله تعالی په ټولو نومونو، له هر عیب او نقصان څخه د الله تعالی په پاکوالي، لوړوالي، لویوالي، کمال او عظمت دلالت کوي، هغه الله چي له هر عیب او نقصان څخه پاک او اوچت دی.
الله تعالی له ټولو عیبونو او نیمګړتیاوو سپېڅلۍ دی؛ ځکه الله تعالی په خپل ذات، نومونو، صفتونو او ټولو کارونو کي کامل دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:


 (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ) [الحشر: ۲۳]
 ژباړه: الله تعالی هغه ذات دی، چي له هغه پرته بل هیڅ پر حق معبود نسته، هغه پوره پاچا، سپېڅلۍ، له ټولو عیبونو پاک، امان ورکوونکۍ، د خپلو بندګانو څارونکۍ، پوره برلاسۍ، د بیري او جبروت خاوند دی، د لويي څښتن دی، الله تعالی له ټولو هغه اوصافو او شریکانو پاک دی، کوم چي دوی یې ورسره شریکوي.


او الله تعالی تر نورو ټولو اوصافو د سلام د نامه ډېر مستحق دی؛ ځکه په دې نامه کي الله تعالی له خپل لوري او د خپل رسول صلی الله علیه وسلم له لوري له ټولو عیبونو، نیمګړتیاوو او ټيټو صفتونو پاک ګڼل سوی دی.


الله تعالی له مېرمني او زوی څخه پاک دی، له مثل، شریک او مرستندویانو پاک دی، د الله تعالی ژوند له مرګ، پرکالی او خوب څخه پاک دی، الله تعالی تل پر خپلو مخلوقاتو څارونکۍ دی، هغه له ستړیا، کمزورتیا، او ستومانۍ څخه پاک دی، له  هېري او تېروتني پاک دی، او ټولي خبري یې پر عدل او رښتنولۍ ولاړي دي، هغه له ظلم څخه پاک دی.


ټول صفتونه یې له نقصان او نیمګړتیاوو پاک دي، الله تعالی چي په خپل ذات، نومونو او صفتونو کي سلام دی، نو ټولي سلامتیاوي، امن او امان د هغه لخوا څخه دی، د سلامتیا او امن غوښتنه هم یوازي باید له هغه څخه وسي، او څوک چي له بل چا سلامتیا او امن غواړي، وبه یې نه مومي.


نبي صلی الله علیه وسلم به د الله تعالی د سلام نوم او د سلامتیا د صفت غوښتنه په خپل ژوند کي عملي کوله، هغه به تر هر فرضي لمانځه وروسته درې ځلي فرمایل:


«اللهم أنت السلامُ، ومِنك السلامُ، تبارَكتَ يا ذا الجلال والإكرام» 
ژباړه: اې الله! ته له هر عیب څخه سالم او پاک یې، سلامتیا او امن ستا له لوري څخه دی، ته د ډېرو برکتونو څښتن یې، اې د لويي او عزت خاونده)، مسلم.

 


الله تعالی خپل دوستان له سزا او عذاب څخه ساتلي دي، همدارنګه پر خپل هیڅ بنده ظلم او تېری نه کوي، الله تعالی فرمايي:


 (إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ) [النساء: ۴۰] 
ژباړه: په باوري ډول الله تعالی د یوې ذرې په اندازه هم له چا سره ظلم نه کوي.


دا چي هغه سلام دی، او ټولي سلامتیاوي د هغه لخوا دي، نو څوک باید داسي ونه وايي: پر الله تعالی دي سلامتیا وي؛ (ځکه الله تعالی خپله سلام او له هره عیبه پاک دی)، بخاري.


الله تعالی پر خپلو پیغمبرانو سلامتیا ویلې ده؛ ځکه د هغوی خبري او بلنه له نقص او عیب څخه پاکه وه، الله سبحانه وتعالی فرمايي:


(سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ (۱۸۰) وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ) [الصافات: ۱۸۰، ۱۸۱]
 ژباړه: ستا د عزت او غلبې څښتن رب له ټولو هغه عیبونو پاک دی، کوم چي دوی یې ورباندي تړي، او (په دنیا او آخرت کي دي له وېري څخه) پر پیغمبرانو سلامتیا او امان وي.


الله تعالی د خپلو صالحو بندګانو لپاره سلامتیا او امان لیکلی دی، هغه فرمايي: 


(قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى) [النمل: ۵۹] 
ژباړه: ووایه: ټولي ستایني او صفتونه یوازي د الله تعالی لپاره دي، او د الله تعالی پر هغه بندګانو دي سلامتیا او امان وي، کوم چي غوره کړي یې دي.


الله تعالی په خپلي خوښي سره ځیني بندګان په سلام ویلو سره ځانګړي کړي دي، الله تعالی د نوح علیه السلام په اړه فرمايي:


(سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ) [الصافات: ۷۹] 
ژباړه: په ټولو مخلوقاتو کي دي پر نوح علیه السلام سلام او امن وي.


او پر ابراهیم، موسی، هارون او ال یاسین علیهم السلام یې هم سلام ویلی دی.


الله تعالی په خپلي مهربانۍ سره پر خپل نبي یحیی علیه السلام په دریو ځایونو کي سلام او امان کړی دی، کوم چي ډېر د وېري او ډار ځایونه دي، الله تعالی فرمايي:


 (وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا) [مريم: ۱۵] 
ژباړه: او پر ده د پیدا کېدلو په ورځ، د مرګ په ورځ او له قبر څخه د بیا را ژوندي کېدلو په ورځ سلامتیا او امن دی. 


همدارنګه الله تعالی مومنان امر کړي، چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم سلامتیا او درود ولېږي، الله تعالی فرمايي: 


(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶]
 ژباړه: اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.


الله تعالی او جبریل علیه السلام پر خدیجې رضي الله عنها باندي سلام ویلی دی؛ ځکه دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر خدمت او مرسته کړې، یوه ورځ جبریل علیه السلام راغلی، و یې ویل: اې د الله تعالی رسوله! دا خدیجه ده، تا ته راغله، په لاس کي یې د خوراک یا څښاک لوښۍ دی، چي درته را ورسېدل، نو د خپل رب عزوجل او زما لخوا سلام ورته ووایه. متفق علیه.


جبریل علیه السلام پر عائشې رضي الله عنها هم د هغې د علم او هوښیارۍ په خاطر سلام ویلی.


رسول الله صلی الله علیه وسلم عائشې ته وفرمایل: (اې عائشې! دا جبریل دی، پر تا سلام وايي)، متفق علیه.


هر لمونځ کوونکۍ د لمانځه په ناسته کي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم او صالحو بندګانو سلام وايي، داسي وايي:
 («السلامُ عليك أيها النبيُّ ورحمةُ الله وبركاتُه، السلامُ علينا وعلى عبادِ الله الصالِحِين»، ژباړه: پر تا دي سلام او د الله تعالی رحمت او برکتونه وي، اې پیغمبره! پر موږ او د الله تعالی پر ټولو صالحو بندګانو دي سلام وي)، متفق علیه.


او څوک چي کور ته ننوزي، نو باید د کور په اوسېدونکو سلام ووايي؛ ځکه دا ډېره برکتناکه او پاکه دعاء ده، الله تعالی فرمايي:


 (فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً) [النور: ۶۱]
 ژباړه: کله چي کورونو ته ننوزی، نو په خپل منځ کي یو پر بل سلام ووایاست، دا د الله تعالی لخوا برکتناکه او پاکه دعاء ده.


امام قرطبي رحمه الله وايي: «سلام ته یې برکتناکه ځکه وویل، چي په دې کي دعاء او د مقابل لوري سره د میني ښکاره کول دي، او سلام یې پاک ځکه وبلی، چي اورېدونکۍ یې په اورېدلو سره خوشحاله کېږي».


اسلام د امن دین دی


الله تعالی خپلو بندګانو ته د هدایت، سولي او امن دین را استولی دی، الله تعالی فرمايي:


 (إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ)  [آل عمران: ۱۹] 
ژباړه: یقینا د الله تعالی په نزد یوازنی د منلو وړ دین اسلام دی.


د اسلام د دین حکمونه او عقائد له زیاتوالي او نیمګړتیا سالم او پاک دي، الله عز وجل فرمايي: 


( الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا) [المائدة: ۳] ژباړه: نن ورځ ما ستاسي دین درته کامل کړ، خپل نعمت مي در باندي پوره کړ، او ستاسي لپاره مي اسلام د دین په توګه خوښ کړ.


او د اسلام د دین په تابعدارۍ کي د دنیا او آخرت سلامتي او امن دی، الله عزوجل فرمايي:

(وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى) [طه: ۴۷] 
 ژباړه: او پر هغه چا سلامتي او امان دی، چي د هدایت تابعداري یې کړې وي.


د جنتیانو آخري ځای د سلام او امان ځای دی، الله عزوجل فرمايي:
 (
وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلَامِ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ) [يونس: ۲۵] 
ژباړه: الله تعالی (خپل بندګان) د سلامتیا او امان ځای ته را بولي، او چا ته چي وغواړي، برابري او سمي لاري ته یې هدایتوي.


که څوک امن غواړي...!


او څوک چي د ځان، کورنۍ او ټولني لپاره سلامتیا او امن غواړي، هغه دي د اسلام په دین عمل وکړي؛ ځکه د اسلام حکمونه، او عقائد د امن، خوشحالۍ، سلامتیا او امان سبب ګرځي، او په ټولنه کي چي هر څومره په اسلام ډېر عمل کېږي، هغومره به یې امن او امان زیات وي، الله تعالی فرمايي: 


( الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ) [الأنعام: ۸۰- ۸۲]

ژباړه: هغه ایمان راوړونکي چي له خپل ایمان سره یې ظلم او زیاتی نه وي ګډ کړی، همدوی د امن وړتیا لري، او همدوی د هدایت پر لار برابر دي.


د اسلام د دین په امن او سلامتیا کي ټول خلګ شامل دي، او د مسلمانانو ځانونه، مالونه او عزتونه په همدې دین سره خوندي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:


 (ما ته امر سوی چي تر څو پوري خلګو د لا اله الا الله محمد رسول الله شاهدي نه وي ادء کړې، لمونځ یې نه وي کړی، او زکات یې نه وي ورکړی، له دوی سره جنګ وکړم، خو کله چي دوی دا وکړي، نو دوی خپلي ویني، او مالونه زما څخه خوندي کړل، تر څو پوري چي دوی د نورو خلګو د وینو او مالونو حق نه وي پایماله کړی، او نور حساب به الله تعالی ورسره کوي)، بخاري.


اسلام هر چا ته امن ورکوي
اسلام د امان او سولي دین دی، په دې دین سره د اهل ذمه، معاهَدینو او مستأمَنینو کفارو ویني هم خوندي دي، (یعني هغه غیرمسلمانان چي په اسلامي ټولنه کي د رعیت په حیث په امن اوسي او مسلمانانو ته تکلیف او ازار نه رسوي) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:


 (چا چي معاهَد (پناه ورکول سوی) کافر مړ کړ، هیڅکله به د جنت بوی ونه ویني)، بخاري.


او که چا یو مسلمان انسان و وبېروی، که څه هم په اشاره سره وي، الله تعالی د هغه لپاره عذاب اورولی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (که چا خپل مسلمان ورور په سلاح سره و وبیروی، ملائکي تر هغه وخته لعنت پر وايي، تر څو پوري چي یې پرېږدي، که څه هم هغه یې د پلار او مور زوی وي)، مسلم.


بلکي اسلام د حیوانانو او څارویو ژوند، امن او سلامتي هم خوندي ساتلی دی، ځکه نو (یوه ښځه د پشي په وژلو سره دوږخ ته ولاړل)، متفق علیه.


او بلي (بد کاره ښځي ته د یو سپي په اوبه کولو سره ګناهونه وبخښل سول)، متفق علیه.


اسلام مسلمان ته امر کړی، چي د خلګو تر منځ په خپلي ژبي او عمل سره سوله او امن خپور کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (مسلمان هغه څوک دی، چي نور مسلمانان یې د ژبې او لاس له ضرره په امن کي وي)، متفق علیه.


او د سولي او امن راوستلو لپاره غوره لاره د الله تعالی دین ته بلنه، او خلګو ته د هغوی رب، پيغمبر او دین ور پېژندل دي، الله تعالی فرمايي:

(وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ) [فصلت: ۳۳] 
ژباړه: او تر هغه چا بل څوک ښکلې خبره کوونکی دی، څوک چي د الله تعالی لاري ته بلنه او نېک عملونه کوي، او وايي: زه له مسلمانانو څخه یم.


الله تعالی د هغه چا صفت کړی دی، چي له جاهل او ګناهګار انسان سره ښه او نېکي کوي، الله تعالی فرمايي:

( وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا ) [الفرقان: ۶۳، ۶۴] 
ژباړه: او کله چي ناپوهان (بدي او ناوړه) خبري ورته کوي، نو دوی (په مقابل کي) سمه او جوړه خبره ورته کوي.

 


د سلام کولو ګټي او حکمت

د اسلام د دین یو ښکاره لارښوونه د مسلمانانو تر منځ د سلام اچول دي، چي په دې کي د الله تعالی د سلام نوم یادېږي، له هغه څخه د سلامتیا او امن غوښتنه کېږي، همدارنګه سلام اچوونکۍ مسلمان له سلام اچول سوي مسلمان سره ژمنه کوي، چي هغه ته به زیان او ضرر نه رسوي.


د سلام اچول د یووالي، جوړي او محبت لومړی قدم دی، په ډېر سلام اچولو سره د مسلمانانو تر منځ مینه او محبت زیاتېږي، بل دا چي سلام اچول د مسلمانانو ځانګړې نښه ده، نو د سلام په اچولو سره د دوی دا نښه را ښکاره کېږي، سلام اچول د مسلمانانو تر منځ امن، اطمئنان او امان خپروي، د سلام اچول د مسلمان د عاجزۍ نښه ده، او سلام اچول د مسلمانانو تر منځ اړیکي نوري هم ټينګوي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

(یهود تر ټولو زیات ستاسي پر دې حسد کوي، چي ستا تر منځ په سلام اچولو سره امن او سلامتیا خپره ده)، ابن ماجه.


د سلام اچول هغه دعاء ده، چي الله تعالی د آدم علیه السلام او د هغه د اولادونو لپاره غوره کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د آدم علیه السلام د پیدایښت په اړه فرمايي:


 (کله چي الله تعالی آدم علیه السلام پیدا کړ، ورته و یې ویل: ورسه! په هغه ناستو ملائکو سلام ووایه، بیا هغوی ته غوږ سه، چي هغوی تا ته څنګه سلام در اچوي؟ نو هغه به ستا او ستا د اولادونو لپاره د سلام اچولو طریقه وګرځي، نو آدم علیه السلام ورته وویل: (السلام علیکم)، ملائکو ورته وویل: (السلام علیک ورحمة الله)، ملائکو د (ورحمة الله) کلمه زیاته کړه)، بخاري.


اسلام مسلمانان هڅولي دي، چي مقابل لوري ته تر هغه مخکي سلام واچوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:


 (الله تعالی ته هغه څوک ډېر نژدې دي، چي خلګو ته لومړی سلام ور اچوي)، ابو داود.


اسلام مسلمانان امر کړي، چي په خپل منځ کي سلام اچول خپور کړي، براء بن عازب رضي الله عنه وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د اوو شیانو امر کړی، له هغو څخه یو دا وو، چي په مسلمانانو کي سلام اچول خپور کړئ، بخاري.


همدا سلام اچول د اسلام د نشر یوه وسیله ده، عبد الله بن سلام رضي الله عنه وايي: کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغلی، زه له خلګو سره ورته راغلم، چي هغه ووینم، کله چي مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخ مبارک ولیدی، پوه سوم، چي مخ یې د درواغ ویونکي نه دی، او خلګو ته یې لومړۍ خبره دا وه: (اې خلګو! سلام اچول او امن خپور کړئ، خلګو ته خوراک ورکړئ، په داسي حال کي لمونځ وکړئ، چي خلګ ویده وي، تاسي به جنت ته په سلامتۍ سره ننوزی)، ترمذي.


امام نووي رحمه الله وايي: «د سلام خپرول دا دي، چي هر مسلمان ته ډېر سلام واچول سي».


الله تعالی مسلمان امر کړی، چي د سلام په مثل یا تر هغه ښه ځواب ورکړي، الله تعالی فرمايي:

(وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا) [النساء: ۸۶] 
ژباړه: او څوک چي په درناوي سره تاسي ته سلام واچوي، نو هغه ته د هغه تر سلام غوره ځواب ورکړئ، یا لږ تر لږه په هماغه شان ځواب ورکړئ.


امام ابن کثیر رحمه الله وايي: «د سلام په ځواب کي ډېروالۍ غوره خو د سلام په څېر ځواب فرض دی».


سلام اچول د اسلام له غوره او ښو عملونو څخه دی؛ یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل، چي د اسلام کوم عمل غوره دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (بل چا ته خوراک ورکوه، او پر هر چا سلام اچوه، که یې پېژنې او که یې نه پېژنې)، متفق علیه.


ابن رجب رحمه الله وايي: «دا د سلام اچولو تر ټولو غوره مرتبه ده».


نووي رحمه الله وايي: «د مسلمانانو تر منځ سلام خپرول او مسلمانانو ته خوراک ورکول ډېر اړین کارونه دي؛ ځکه د دې کارونو د نه عملي کولو زیان مسلمانانو ته ډېر زیات دی».


د سلام په اداء کولو سره مسلمان ته له لسو تر دېرشو پوري نېکۍ ورکول کېږي؛ یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی، ورته و یې ویل: (السلام علیکم) او کښېنستی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلام ځواب ورکړ، او و یې فرمایل: (لس نېکۍ)، بل سړی راغلی، او ویې ویل: (السلام علیکم ورحمة الله) او کښېنستی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلام ځواب ورکړ، او و یې فرمایل: (شل نېکۍ)، بل سړی راغلی، او ویې ویل: (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) او کښېنستی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلام ځواب ورکړ، او و یې فرمایل: (دېرش نېکۍ)، ابو داود.


مسلمان ته سلام اچول او د سلام ځواب ورکول، پر نورو مسلمانانو د هغه حق دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (د یوه مسلمان پر بل مسلمان شپږ حقوق دي...) او له هغوی څخه یې یو دا ذکر کړ: (چي کله ورسره مخامخ سوې، نو سلام پر واچوه)، مسلم.


په بخاري شریف کي دا لفظ دی: (د سلام ځواب د مسلمان حق دی).

 

سلام د خوابدۍ د ختمیدو وسیله


سلام اچول د خوابدو مسلمانانو د پخلایني لاره ده، او غوره مسلمان هغه دی، چي خپل ورور ته تر هغه مخکي سلام واچوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (مسلمان ته روا نه ده، چي د خپل مسلمان ورور سره تر درې ورځو زیات خوابدۍ سي، چي بیا کله سره مخامخ سي، هر یو له بل څخه مخ اړوي، بلکي په دوی کي غوره هغه څوک دی، چي په سلام اچولو کي تر خپل ورور وړاندي سي)، متفق علیه.


د ایمان پورالۍ، او د ژوند سمون په مینه او محبت خپرولو کي دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (په الله تعالی قسم، تاسي به د ایمان راوړلو پرته جنت ته داخل نسي، او په خپل منځ کي د محبت او میني کولو پرته به مو ایمان رښتنی نه وي، آیا هغه څه در وښیم، چي که یې په خپلو ځانونو کي راولۍ، مینه به مو سره پیدا سي؟ هغه دا دی، چي په خپل منځ ډېر ډېر سلام اچوی)، مسلم.

صحابه وو رضي الله عنهم به د سلام اچول د ایمان برخه ګڼل.


عمار بن یاسر رضي الله عنهما وايي: «که په چا کي درې خویونه پیدا سول، د هغه ایمان پوره دی: له هر چا سره انصاف او عدل کول، خلګو ته سلام اچول، او په تنګلاسۍ کي خیرات کول».


په سلام اچولو کي خیر او برکت نغښتۍ دی، الله تعالی فرمايي:


 ( تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً) [النور: ۶۱] 
یعني: سلام اچول د الله تعالی لخوا برکتناکه او پاکه دعاء ده.


څوک چي د خلګو په لاره کي کښېني، نو د لاري حق دا دی، چي د هر چا سلام ته به ځواب وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (تاسي په لارو کي مه کښېنئ) صحابه وو و ویل: موږ چاره نه لرو، دا زموږ د ناستي ځایونه دي، دلته موږ په خپل منځ کي خبري سره کوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (که چېري په لارو کي کښېنی، نو د لارو حق اداء کړئ)، دوی وویل: د لارو حق څه دی؟ هغه و فرمایل: (د سترګو کښته کول، چا ته زیان نه رسول، د سلام ځواب، نېکیو ته بلنه او له بدیو منع کول د لاري حق دی)، متفق علیه.


د سلام آداب
د سلام ځیني آداب دا دي: کشر به پر مشر سلام اچوي، تګ کوونکۍ به پر ولاړ، او ولاړ به پر ناست کس سلام اچوي، او لږ خلګ به پر ډېرو سلام اچوي.


د ضرورت په وخت کي د سلام تکرارول هم روا دي.


انس رضي الله عنه وايي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به درې ځلي سلام اچوی»، بخاري.


همدارنګه کوچنیانو ته سلام اچول سنت عمل دی، دا کړنه د کوچنیانو په وړاندي عاجزي او نرمي ده، او له بل لوري د اسلام په آدابو د هغوی روزنه ده.


انس بن مالک رضي الله عنه د کوچنیانو سره تېرېدی، نو پر هغوی یې سلام واچوی، او و یې ویل: «نبي صلی الله علیه وسلم به همداسي کول»، متفق علیه.


مجلسونو ته د ننوتلو او راتلو پر مهال هم سلام اچول سنت طریقه ده.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (کله چي یو څوک مجلس ته راسي، نو سلام ته دي واچوي، او کله چي له مجلسه ولاړېږي، هم دي سلام واچوي؛ ځکه د لومړي او دوهم سلام کوم توپیر نسته)، ابو داود.

 

سلام ویل یوازي مسلمانانو لره دی
سلام باید یوازي مسلمانانو ته واچول سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (یهودو او نصاراوو ته په سلام اچولو پیل مه کوئ)، مسلم.


(او کله چي یهود او نصارا سلام در واچوي، تاسي ورته ووایاست: وعلیکم)، متفق علیه.


او په سلام اچولو کي باید آواز دومره اوچت سي، چي مقابل لوری یې سم واوري.


ابن عمر رضي الله عنهما وايي: «په لوړ آواز سلام واچوه؛ ځکه دا د الله تعالی له لوري دېره برکتناکه او پاکه دعاء ده».
(او رسول الله صلی الله علیه وسلم به د شپې کور ته د ننوتلو په وخت کي داسي سلام اچوی، چي ویده انسان به نه په راویښېدی، او ویښ انسان به اورېدی)، مسلم.


سلام اچول او ځواب یې د خطبې په حال کي روا نه دي؛ ځکه دا وخت د خطبې اورېدلو دی، او د انساني ضرورت د رفع کولو پر وخت هم باید سلام وانه چول سي؛ ځکه دا وخت د ذکر او سلام نه دی.

 

سلام اچول مقابل لوري ته د امن او سلامتۍ دعاء ده، د اسلام یوه ښکلې لارښوونه دا هم ده، چي سلام اچول یې ژوندو او مړو دواړو ته ښه کار بللی دی؛ ځکه مړي تر ژوندیو دعاء ته ډېره اړتیا لري.


ځکه نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خوی وو، چي کله به هدیرې ته راغلی، فرمایل به یې:

السلامُ عليكُم دارَ قَومٍ مُؤمِنِين» ژباړه: السلام علیکم اې مومنانو!)، مسلم.


د قیامت په ورځ سلام
او د قیامت په ورځ به د الله تعالی سره د ملاقات پر وخت د مؤمنانو لومړی درناوی، سلام وي، الله عزوجل فرمايي:
(
تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ ) [الأحزاب: ۴۱- ۴۴] 
ژباړه: د الله تعالی د ملاقات په وخت د مومنانو هرکلی او درناوی به سلام وي.


د جنتیانو ځای هم د سلامتیا ځای دی، هلته نه مرګ سته، نه غمونه، نه ناروغۍ، او پرېشانۍ، الله تعالی فرمايي:
 
(لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِنْدَ رَبِّهِمْ) [الأنعام: ۱۲۷] 
ژباړه: خپل رب دوی ته د سلامتیا او آرامۍ ځای ساتلی دی.


او مومنانو ته به جنت ته د ننوتلو پر وخت وویل سي:

(ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ آمِنِينَ) [الحجر: ۴۶] ژباړه: په سلامتیا او امان سره جنت ته ننوزئ.


مومنانو ته به د جنت دروازې خلاصي سي، او د جنت د دروازو خادمان به یې داسي هرکلی کوي:

(سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ) [الزمر: ۷۳] 
ژباړه: سلام دي وي پر تاسو ، تاسو (د ګناهو څخه) پاک یاست، نو جنت ته د تل لپاره ننوزئ.


او کله چي جنتیان جنت ته ننوزي، الله تعالی یې په اړه فرمايي: 
(لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا (۲۵) إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا) [الواقعة: ۲۵، ۲۶] 
ژباړه: دوی به هلته هیڅ لغوه او د ګناه خبره وا نه وري، دوی به یوازي د سلام، امان او سلامتیا خبري اوري.


په بل آیت کي فرمايي: (خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ) [إبراهيم: ۲۳] 
یعني: دوی به د تل لپاره د خپل رب په اذن او حکم په دغو جنتو کي وي، او هلته به د دوی د ملاقات دعاء سلام وي.
په بل آیت کي فرمايي:

 

(وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِمْ مِنْ كُلِّ بَابٍ (۲۳) سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ) [الرعد: ۲۳، ۲۴]
 ژباړه: او دوی ته به له هري دروازي څخه ملائکي د مبارکۍ لپاره ننوزي، (ورته وايي به) پر تاسو دي سلامتیا وي، ځکه تاسي (په دنیا کي) صبر کړی وو، او د آخرت کور ډېر ښه دی.


کله چي جنتیان په جنت کي د الله تعالی د ټولو نعمتونو خوند وګوري، تر هغه وروسته بیا خپل رب ته ګوري، او هغه سلام ورباندي کوي، چي په دې سره به د دوی ټول نعمتونه پوره سي، الله تعالی فرمايي:

(سَلَامٌ قَوْلًا مِنْ رَبٍّ رَحِيمٍ) [يس: ۵۸] 
یعني: د مهربانه او رحیم رب لخوا به دوی ته وویل سي: تاسي دي په سلامتیا او امان کي یاست.


اې مسلمانانو!


د اسلام دین د امن او سلامتیا دین دی، د ژوند د هري برخي لارښووني لري، د هر وخت او ځای لپاره برابر دی، د دې دین د احکامو په پر ځای کولو کي د انسانانو د دنیا او آخرت کامیابي، او نېکمرغي نغښتې ده، اسلام په سم او سالم ډول خپل لوري ته بلنه کوي، د خلګو تر منځ د رحمت او مهربانۍ ضامن دی، د خلګو سمي او جوړي لاري ته لارښوونه کوي، او په دې دین باندي عمل کوونکۍ له کامیابۍ، سرلوړۍ او الهي رضایت څخه برخمن دی.

 

أعوذُ بالله من الشيطان الرجيم:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ) [البقرة: ۲۰۸] 
ژباړه: اې مومنانو! په پوره ډول د اسلام دین ته ننوزئ، او د شیطان د لارو او امرونو پیروي مه کوئ؛ ځکه هغه ستاسي ښکاره دښمن دی.


الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره له هري ګناه څخه د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.


دوهمه خطبه
الحمدُ لله على إحسانِه، والشكرُ له على توفيقِهِ وامتِنانِه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له تعظيمًا لشأنِه، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابِه، وسلَّم تسليمًا مزيدًا.


اې مسلمانانو!
د الله تعالی د نومونو او صفاتو په اړه علم او پوهه تر ټولو غوره او اړینه پوهه ده، څوک چي د الله تعالی په نومونو او صفتونو پوهه لري، هغه له الله تعالی سره محبت لري، تعظیم یې کوي، له هغه څخه وېره لري، او هغه ته امید لري، او هر څومره چي د انسان پوهه او علم د الله تعالی په نومونو او صفتونو زیات وي، هغومره به یې الله تعالی یاد وي، او د هغه په اوامرو به عمل کوي، او له منع سویو کارونو څخه به ځان ساتي.


د الله تعالی هر نوم او صفت له بندګانو څخه د هغه له معنی سره برابر د ځانګړي عبادت غوښتنه لري، چي بالآخره ټول عبادتونه د الله تعالی د اسماوو او صفاتو غوښتنو ته ور ګرځي، او همدا هغه لار ده، چي د الله تعالی خوا ته تلونکۍ او د سعادت او لوړو مرتبو لاسته راوړونکۍ به ورباندي ځي، الله تعالی خپل نومونه او صفتونه خوښوي، او دا هم خوښوي، چي په بندګانو کي یې آثار او غوښتني وویني.


او پوه سئ، چي الله تعالي تاسو امر كړي یاست، چي د هغه په نبي صلی الله علیه وسلم درود ووایاست، الله تعالی د خپل کتاب په محکمو آیاتونو کي فرمايي:

(إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الأحزاب: ۵۶]
 ژباړه: یقینا الله تعالی او د هغه ملائکي پر نبي صلی الله علیه وسلم درود وايي، نو اې مومنانو! تاسو هم پر هغه درود او ډېر سلامونه ووایاست.


     اې الله! زموږ پر نبي محمد صلی الله علیه وسلم درود، سلام او برکت ولېږه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې تر ټولو مهربانه ذاته! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!


اې الله! اسلام او مسلمان قوي او برلاسي کړه، شرک او مشرکان کمزوري کړه، د دين دښمنان هلاک کړه، اې الله! په دغه هیواد او د مسلمانانو په ټولو هیوادونو کي اطمئنان، پراخي او امن راوله.


اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو حالت سم کړه، اې الله! کورونه یې له امن، امان او خوشحالۍ څخه ډک کړه، یا قوي یا عزیز!


اې لوی او مهربانه ربه!  د ټولو مسلمانانو امیرانو ته د دې توفیق ورکړه، تر څو ستا په کتاب عمل وکړي، او ستا په شریعت حکمونه او پرېکړي وکړي، یا ذا الجلال والاکرام.


 (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱] 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.


(رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) [الأعراف: ۲۳]
 ژباړه: اې زموږ ربه! موږ له خپلو ځانونو سره ظلم کړی، که چېري ته موږ ونه بخښې او پر موږ رحم ونه کړې، نو موږ به خامخا زیانمن سو.


د الله بندګانو!
(
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) [النحل: ۹۰] 
ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.


تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور هم درکړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.

سرته