تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله پر موجودیت یوه جالبه قصه
 
  March 24, 2017
  0

 د الله جل جلاله پر موجودیت باندی یو قصه

 ژباړه: نويد احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په یوه بهرني هیواد کي یو سړي د سر د ورېښتانو د سمولو د پاره د نایي (سلماني) دوکان ته ورغلی. د نایي سره دغه سړي ښه خبري اتري شروع کړې. دوی پر مختلفو موضوعاتو باندي وږغېدل، خو ناپامه د الله جل جلاله  په باره کي خبره رامنځ ته سول.

نایی وویل " ګوره سړیه، زه د خدای وجود نه منم کله دا ته چی وایې." (نعوذ باالله)

مشتري ځني وپوښتل " دا څه وایی، ولي؟؟"

نایی  ورته وویل " ځکه کله چه ته دباندي ووځې او د خلکو حالات ووینې نو درته معلومه به سي. که خدای موجود وای نو خلک به ولي په ډول ډول مشکلاتو، تکلیفو او مصیبتو اخته وای. ولی به خلک د ژوند په چارو کي پرېشانه وای؟

مشتري نه غوښتل چه د نايي سره پر دغه موضوع بحث اوږد کړي نو ځکه چپ پاته سو.

نایي دده د سر ورېښتان ور اصلاح کړل او سړی ولاړی. کله چه سړی د نايي د دوکان څخه راووتی که ګوري په کوڅه کې یو نفر راروان دی چه د سر ورېښتان یې ډیر اوږده ، خیرن او ببر ولاړ دي.

داسی ښکارېده چه نوموړي د سر ورېښتان د ډیرو ورځو راهیسي نه وه اصلاح کړي. هغه مشتري چه دغه سړی پر دې حالت ولیدی نو بیرته د نايي دوکان ته ورغلۍ او نايي ته یې ور ږغ کړل، " یوه خبره مي درته کوله، زه دا نه منم چه په نړۍ کي نایي  سته." 

 دوکاندار په حیرانتیا سره وپوښتل " څنګه په نړۍ کي نايي  نسته؟ دغه دی زه یم، زه نایي یم.

سړي ور ږغ کړل " یا! نایي بالکل نسته، که چیري نایي موجود وای نو خلک به ببر سر نه ګرځېدلای لکه هغه نفر چه په کوڅه کي را روان دی."

دوکاندار په جواب کي ورته وویل: آه! نایي خو سته مشکل پدې ځای کي دی چي خلک نایي ته نه ورځي.

مشتري هم په جواب کی ورته وویل: بالکل صحیح خبره مو وکړه، حقیقت دا دی چه الله تعالی موجود دی خو انسانان الله تعالی ته رجوع نه کوي، د الله تعالی جل جلاله د رالیږل سوي کتاب قران کریم د زده کړي، پوهي او عملي کولو تلاش نه کوي، نو ځکه په نړی کی انسانان په ډول ډول آفتو او خواریو ګرفتاره دي او د ژوند چاري پری تنګي دي. "

وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى. (سورة طه: ۱۲۴)

ژباړه: او چا چي زما د پند (هدایت) څخه مخ وګرځاوه نو بیشکه چي د هغه ژوند به تنګ وي او موږ به هغه د قیامت په ورځ ړوند راپورته کوو.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته