تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرباني د قران او حدیث په رڼا کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 4, 2019
  0
رالېږونکی: شاه ولي ځاځی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 قرباني د قرآن په رڼا کې 
 
۱:  لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِن يَنَالُهُ التَّقْوٰى مِنكُمْ ۚ (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۳۷)
نه د هغو غوښي الله ته رسیږي او نه یې ويني، خو هغه ته ستاسي پرهېزګاري رسیږي.             
         
۲: وَالْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُم مِّن شَعٰٓئِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ۖ  (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۳۶)
او (د قربانۍ) اوښان موږ ستاسي لپاره د الله په علائمو کي شامل کړيدي، په هغو کي ستاسي لپاره ښېګڼه ده. 
 
۳:  فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ. (سُوۡرَةُ الكوثَر :۲)
نو ته د خپل هماغه رب لپاره لمونځ اداء کړه او قرباني وکړه.
 
ابن کثیر رحمة الله علیه له مفسرینو صحابه کرامو، تابعینو لکه حضرت عبدالله ابن عباس  رضي الله عنه، عطاء، مجاهد، عکرمه او حصن بصري رضي الله عنهم څخه روایت کړی دی، چې د ( وَانْحَر) کلیمې معنی قرباني ده.
 
قرباني د سنتو په رڼا کې 
 
۱: عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ أَقَامَ رَسُولُ الله  ﷺ بِالْمَدِیْنَةِ عَشْرَ سنِیْنَ یُضَّحِی. (ترمذي: ابواب الاضاحی،  رقم الحدیث ۱۵۰۷.)
ژباړه:  حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه وایي، چې رسول الله ﷺ په مدېنه منوره کې لس کالونه تېر کړل او هر کال به یې قرباني کوله.
 
۲: عَنْ اَنَسٍ قَالَ ضَحَی النَّبِیُّ ﷺ بِکَبْشَیْنِ اَمْلَحَیْنِ اَقْرَنَیْنِ ذَبَحَهُمَا بِیَدِهِ وَسَمَی وَکَبَرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَی صِفَاحِهِمَا . (بخاري: باب تکبیرعند الذبح،  رقم الحدیث  ۵۲۴۵.)
ژباړه: له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ دوه ښکرونه لرونکې، سپینوالې او توروالې ته مایل پسونه په خپل لاسونو قرباني کړل؛  د حلالولو پرمهال یې ( بِسْمِ الله ِ واللهُ اَکْبَرُ) وویل او خپله پښه یې د هغه پرغاړه اېښې وه .
 
۳: عَنْ زَیْدِابْنِ اَرْقَمَ  قَالَ قُلْتُ  اَوْقَالُوْا یَارَسُولَ اللهِ  ﷺ مَا هَذِهَ الاَحَاضیُ قَالَ سُنَّةُ اَبِیْکُمْ اِبْرَاهِمَ قَالُوا مَالَنَا مِنْهَا قَالَ بِکُلِّ شَعْرَةٍ حَسَنَةٌ قَالُوا یَا رَسُولَ اللهِ فَالصُّوفُ قَالَ بِکُلِّ شَعْرَةٍ مِنْ الصُّوفِ حَسَنَةٌ. (سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضعیه، رقم الحدیث  ۳۱۲۷ .)
 
ژباړه:  حضرت زید بن ارقم رضی الله عنه وایي:  چې صحابه وو د  پیغمبر ﷺ څخه د قربانۍ د حقیقت په اړه پوښتنه وکړه، پیغمبر ﷺ په ځواب کې ورته وفرمایل: (  دا ستاسو د پلار حضرت ابراهیم علیه السلام سنت دی) صحابه وو وپښتل:  آیا نو په دغه قربانۍ کې موږ ته هم ثواب رسیږي؟ پیغمبر ﷺ په ځواب کې ورته وویل: هو د قربانۍ  د حیوان د هر وېښته په بدل کې تاسو ته یوه نیکي لیکل کیږي. صحابه وو بیا وپوښتل:  د وړیو هم دومره اجر دی؟  پیغمبر ﷺ  ورته په ځواب کې وفرمایل:  د وړیو هم دومره حساب  دی،  د هر وېښته په بدل کې یوه نیکي ورکول کیږي.
 
ماخذ: د لوی اختر او قربانۍ فضایل او مسایل/ مؤلف: مفتي عبدالروف
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته