تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د طلاقو زیانونه (۱۹)
  تعلیم الاسلام
  July 19, 2017
  0

 د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۹)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
طلاقونه او د ماشومانو سلنه:
 
۱: ۵۰٪ ماشومان په شمالي امريکا کي د طلاق سوي والدينو څخه دي.
 
۲: په ۱۰ ماشومانو کي صرف يو ماشوم د ژوند تجربې لري- دا هغه ماشومان دي چي د طلاق سوي والدينو څخه پاتي دي.
 
۳: ۴۰٪ هغه ماشومان دي چي بېله پلرونو دي.
 
۴: ۵۰٪ هغه ماشومان دي چي مور او پلار لري، خو دا هغه کورنۍ دي چي نر او ښځه مخکي له دې چي ماشومان ئې و ۱۸ کلونو ته ورسيږي طلاق سره واخلي- چي په بشري ټولنه کي يو تور داغ دئ.
 
۵: په نړۍ کي چي څومري طلاقونه په کفري نړۍ کي واقع کيږي د مېرمنو له لورې څو چنده دي د خاوندانو په مقابل کي.
 
۶: ۳٪ ميندي د طلاق وروسته د خپلو ماشومانو روزنه نه کوي.
 
۷: ۳۵٪ داسي ماشومان دي چي ميندې نلري، کله چي يې مور او پلار طلاقونه واخلي دوی د خپلو اولادو څخه صرف نظر کوي، ماشومان يې پخپله لاره ځي او مور او پلار يې پر خپله لاره  ځي.
 
د طلاق زيانونه:
 
۱: د نر او د ښځې څخه روپۍ مصرفيږي- دا چي نر خپل د کور او ښځه د بل کور لپاره بندوبست کوي دا مصرف غواړي هر يو خپل سرمايه بېلوي او خپل پر مخ ځي.
 
۲:طلاق د يوه زخم په شان په جانبينو کي پاته کيږي، دا هغه وخت صورت نيسي کله چي خاوند او يا ئې ښځه د ژوند بل ملګری يا ملګرې پيدا کړي او د پخواني ملګري يادونه ورته په ياد سي، کله يې نوی ملګری شتمن وي خو اخلاق ئې ښه نه وي، او يا نورې کمزوريانې پکښې وي.
 
۳: دا چي جوړ ژوند له منځه ځي او بيا نوي ژوند پيل کيږي دا وخت او مصرف ته اړتيا لري له همدې کبله طلاق د معياري ژوند لپاره يوه ستره ننګونه ده.
 
۴: طلاق د انسان په شخصيت کي بدلون راولي، دا ځکه چي هغه کورنۍ او دوستان چي نر يا ښځې ورته په احترام کتل او ښې اړيکې ئې ورسره درلودې هغه اوس دښمنان سول له هغو څخه يې نوره  کرکه کيږي چي دا خپل په شخصيت کي انقلاب او اوښتون دئ.
 
۵: طلاق د ماشومانو ژوند له منځه وړي لکه چي رڼا ورباندي واچول سول، هغوی بې سر پناه کوي.
 
۶: و بشري ژوند ته زيان.
 
۷: زناوي.
 
۸: نشې.
 
۹: د انسانانو تر منځ بې اعتباري.
 
۱۰: قتلونه.
 
۱۱: و ماشومانو ته نه توجه.
 
۱۲: ذهني او دماغي تکليفونه اوکړاوونه.
 
۱۳: ځان وژنې.
 
۱۴: د ايډز په شان د مهلکې ناروغۍ خپرېدل.
 
۱۵: انساني او مقدسې رابطې او مزي  پرېکول لکه زوی، خور، پلار او داسي نور...
 
۱۶: په ځوانۍ کي به په خواهشاتو پسې ګرځي او که معمره سي بيا يې ژوند تر حيوان هم بد تره سي.
 
اوداسي نور... چي پر ټولو ناخوالو باندي په تفصيل سره رڼا اچول ناشونې ده موږ به صرف د طلاقونو اغيزي پر ماشومانو باندي و څېړو.
 
پر ماشومانو باندي د طلاق ناوړه اغيزې:
 
۱: هغه ماشومان چي دوه والدين ولري نسبت و هغو ماشومانو ته چي يو مور او پلار ولري د روغتيا له کبله ښه نه دي، زموږ د سروې مطابق هغه ماشومان چي په يوه کورنۍ کي لوی سوي دي هغه ډېر ښه دي، نور منفي اثرات لکه د تعليم پرېښودل، په وړکتوب کي حملداره کيدل او نوري ناوړې اغيزې هم لري.
 
۲: د طلاق بله ناوړه کړنه دا ده چي فسادونه په ټولنه کي زياتوي، بې باوري د نر او د ښځې تر منځ زياتوي چي اهسته اهسته دا مشکلات و فسادونو ته اوړي او په ټولنه کي تر اصلاح يې زيانونه ډېريږي.
 
۳: دا چي له طلاقو څخه و ټولنې ته وايروس داخليږي نو ښه به داوي چي د خاوند او د ښځې تر منځ تفاهم وسي ، ځوانان و دې ته تشويق سي چي ودونه وکړي او مخکي بايد ورته پوهنه ورکړل سي تر څو بېل نسي.
 
۴: هغه ماشومان چي د طلاق سوي مور او پلار څخه په ټولنه کي شتون لري هغوی تل ددې ستونځو سره لاس او ګرېوان وي: د عايداتو په لاسته راوړلو کي کمزوري دي، په تعليم کي مخ په وړاندي نه وي، د نشيي توکو په استعمال کي لکه الکحل، سګريټ او داسي نورو… کي يې ګراف لوړ وي، د نورو ځوانانو په پرتله ئې کارونه ښه نه وي له همدې کبله لږ په وظيفو باندي ګمارل کيږي چي دائې د ماشومانو لپاره اوږد مهاله تاوانونه دي.
 
۵: د ماشومانو د زړه په احساساتو کي بدلون راځي چي له کبله ئې په بيره، احساساتو او جذباتو کي بدلون راځي داسي ماشومان بې رحمه وي، په خبرو کي پر نورو باندي حمله کوي، د انسانيت څخه و حيوانيت ته ئې ميل ډېر وي.
 
۶: هغه ميندې چي د خپلو ماشومانو تربيه کوي – ماشومان شيطاني کوي له همدې کبله د والدينو د وهلو او رټلو سره مخامخ کيږي چي دا سلنه (۴۰٪ - ۶۰٪) پوري رسيږي چي دا د ماشومانو پر اينده باندي پوره اغيزه کوي ماشوم تربيه کيږي، هغه و خپلو کړنو ته متوجه کوي، پر سختيو د زغم درس ورکوي، حوصله پکښې پيدا کوي او نور صلاحيتونه هم پکښې پيدا کوي- خو دا وهل بايد داسي نه وي چي ذهني او يافزيکي تاوان ور و رسوي.
 
خو هغه ماشومان چي مور او پلار ئې طلاق سره واخلي هغه بې سرپرسته سي نه ئې  مور روزنه کولای سي او نه ئې يواځي پلار روزنه کولای سي چي دا ماشومان چي د طلاق سوي والدينو څخه وي  په هغو کي تشدد، ظلم ، وحشت او استبداد و اوج ته رسيږي.
 
۷: د مور او پلار تر سايې لاندي ماشومان که هغه نارينه وي د پلار په کارونو او کړونو کي ئې فکر او توجه وي او که ښځينه وي نو  د مور سره د کور په کارونو کي کار کوي، خو دلته په غربي ټولنه کي کله چي طلاق واخيستل سي نو لومړی يې پلار دا نه مني چي دا اولا ددې له ده څخه وي نو ځکه ورته توجه نه کوي او که يې واخلي هم هغه بيا بله ښځه په نکاح کوي هغه ددې ماشومانو سره ښه رويه نه کوي، دوی اکثره وخت په وړکتون کي وي، او که ماشومان له مور سره سي هغه بيا دومري حوصله او روزنه نسي ورکولای دا ځکه چي هغه بيا د بل کس په شتون کي د مخکنيو ماشومانو ساتنه نه کوي نو ځکه داسي ماشومان د ژوند د ټولو تجربو څخه بېل پاتي سي.
 
۸: هغه طبي پلټنې چي پر دې ماشومانو سوي دي- په رواني ډول سره وراني دي دوی د(۱۳٪- ۳۵٪) پوري و درملنې ته اړتيا لري.
 
۹: هغه ماشومان چي مور او پلار ئې طلاق سره اخيستي وي تر هغو ماشومانو چي پلار ئې مړ سوی وي په فزيکي او رواني ډول ډېر وران دي.
 
۱۰: هغه ماشومان چي مور او پلار ئې طلاق سره اخيستی وي فزيکي زخمونه ئې ډېر وي، د سر درد لري، په نفستنګۍ بوخت دي، په خبرو کي هم مشکلا ت لري.
 
۱۱: د طلاق سوي مور او پلار ماشومان په روغتيايي وده کي نسبت و هغو ماشومانو ته چي والدين لري او طلاق يې نه وي سره اخيستی ډېر کمزوري دي.
 
۱۲: په ۱۹۱۹ ميلادي کي څېړنو دا ثابته کړه چي هغه ماشومان چي تر ۶ کلنو مخکي ئې مور او پلار سره طلاق واخلي دا به تل د يواځيتوب په دايره کي ګرځي، خفګان به ئې ډېر وي او اعصابي تکليفونه به لري.
 
۱۳:  ۷۰٪ هغه بنديان دي چي د بند موده ئې زياته ده دا هغه کسان دي چي تر ۱۸ کلنو د عمر څخه مخکي ئې ميندو او پلرونو طلاق سره اخيستی وي- دا چي دوی جرمونه ډېر کوي نو ځکه ئې سزا اوږده وي.
 
۱۴: هغه ماشومان چي د طلاق سوي والدينو څخه دي څلور ځله په اړيکو کي له خپلوانو او ملګرو سره کمزوري دي نسبت و هغو ماشومانو ته چي والدينو ئې طلاقونه نه وي اخيستي.
 
۱۵:د هغو ماشومانو چي والدينو ئې طلاق سره اخيستی وي نسبت و هغو ماشومانو ته چي والدينو ئې طلاق نه وي اخيستی په ځان وژنو کي دوه چنده دي.
۱۶: د هغو ماشومانو چي والدينو ئې طلاق سره اخيستی وي نسبت و هغو ماشومانو ته چي والدينو ئې طلاق نه وي اخيستی د ليسو مکاتبو څخه د وتلو ګراف ئې دوه چنده اضافه دي.
 
۱۷: هغه ماشومان چي والدين ئې  طلاق سره واخلي د ډېرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ سي، تر مخکي حالت ئې اقتصادي حالت ۵۰٪ خراب او ويجاړ سي.
 
۱۸: مذهبي ژوند يوه تحفه ده، د مذهب تر سيوري لاندي سکون او راحت وي خو تر طلاق وروسته ماشومان و مذهب ته هم شا کړي چي ستونزې ئې لاپسې ډيري سي. 
 
او داسي نور.....
 
نور بیا...
 
مخکنۍ برخي دلته مطالعه کړی
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته