تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام په وړاندي د نصرانیت موخي
  تعلیم الاسلام
  September 21, 2017
  0

 پوهنيار محمد حاکم "شريعتي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
لومړی- فکري استعمار
 
د عقیدې یووالی او فکري همږغي د اړیکو ټینګولو تر ټولو مهم عامل دئ، نو ځکه غربي حکومتونه د نصرانیت د خپراوي له لاري هڅه کوي، چي د شرقي نړۍ خلک د خپل دین پیرو کړي، د دې له پاره چي دوی ته د استعمار او ښکېلاک لاره اسانه سي، نو موږ په یقین سره ویلای سو، چي تنصیري حرکتونه د استعمار دوهم نوم دئ. 
 
په دې اړه "راید" چي د تنصیري حرکتونو یوه مهمه څېره ده داسي وايي: (زه هڅه کوم ترڅو خلک د محمد ( صلی الله علیه وسلم ) څخه د مسیح (علیه السلام ) لور ته راوبلم زه د مسلمانانو سره هیڅ ډول همدردي او خواخوږي نه لرم او نه هم دوی زما انساني سیالان دي؛ که چیري په مسلمانانو کي د نصرانیانو ګټي نه وای، نو ما به هيڅ کله د هغو ی مرسته اوهمکاري نه وای کړې).
 
دوهم- د مسلمانانو له یووالي او پیوستون څخه مخنيوی
 
د تنصیري حرکتونو بله موخه د مسلمانانو د یووالي او پیوستون مخنيوی دی، ځکه که مسلمانان د یوه قوت په توګه تبارز وکړي، نو دغرب ګټي د خطر سره مخ کيږي. "لورنس براون" د تنصیري حرکتونو یو نوښتګر شخصیت دی، په دې اړه وايي:
 
(که چيري مسلمانان د یوې اسلامي امپراطورۍ په توګه سره راټول سي، نو د دې زیات احتمال دی، چي غربي نړۍ د خطر سره مخ کړي ، مګر کله چي هغوی تیت او ټوټه- ټوټه وي، نو نه سي کولای، چي په نړۍ کي کومه امپراطوري ولري).
 
 کشیش "سیمون" د مسلمانانو د اتحاد او پیوستون په له مينځه وړلو کي د تنصیر رول داسي بیانوي: (اسلامي پیوستون د مسلمانانو هیلي پوره کوي، هغوی د اروپا د استعمار او ښکیلاک څخه ژغوري. تنصیري حرکتونه د مسلمانانود پیوستون او اتحاد په له مينځه وړلو کي ډېر مهم او اساسي رول لري، ځکه دا حرکتونه هڅه کوي، چي اروپایي تهذیب ته ښکلې بڼه ورکړي او هغه په مسلمانانو يعني شرقي نړۍ کي ترویج کړي). 
 
د دې موخي په هکله مسیحیان په دوو ډلو وېشل سوي دي:
 
لومړۍ ډله:  هغه کسان دي، چي د هغوی په زړونو کي د مسیحي دین له پاره ډېر قوي احساسات دي او د دوی موخه دا ده، چي د خپلي بلني په واسطه هغه کسان، چي مسلمانان وي او یا چي مسیحیان نه وي هغه مسیحیت ته ور وبلي. 
 
دوهمه ډله: هغه نصرانیان دي، چي د هغوی په ذهنونو کي د مسلمانانو په وړاندي دونه دښمني ده، چي نه غواړي هغوی خپل دین ته ور وبلي، نو د دوی موخه په مسلمانانو کي د بې حیایۍ نشرول او مسلمانان لادینه کول دي، ځکه کله چي انسان خپل دین له لاسه ورکړي، نو په حقیقت کي ئې لویه سرمایه له لاسه ورکړې ده. یو مسیحي مشر په دې اړه داسي وايي:
 
 (آیا تاسو فکر کوئ، چي د مسیحیانو موخه او سیاست د اسلام په وړاندي دا دی، چي مسلمانان مسیحیت ته ور وبلي؟ که داسي یو تصور له ځان سره لرئ، نو دا په دې معنی ده، چي تاسي د مسیحیت د موخو په اړه صحیح معلومات  نه لرئ ، تاریخ دا خبره ثابته کړې ده چي مسلمان سوچه مسیحي نه سي کېدای، نو اساسي موخه، چي موږ هغه ته د رسېدو په تکل کي یو دا ده، چي مسلمانان د اسلام څخه راوباسو، تر څو هغوی ته په خپلو عقایدو کي شک پيداسي او هغه څه چي دوی په ورځني ژوند کي ورڅخه الهام اخلي له لاسه ورکړي او یوازي د محمد ( صلی الله علیه وسلم ) نوم به باقي پاته سي او نور به مسلمانان خپل کارونه د اسلامي شریعت تابع نه ګرځوي.)
 
په عیسویانو کي ترټولو خطرناکه څېره "صمویل زویمر" دی، نوموړی په یوه تنصیري غونډه کي د تنصیر موخي داسي بیانوي: 
 
(درنو همکارانو! پر هغو کسانو چي د مسیحیت په لاره کي جنګ لازم سوی دئ، د اسلامي هیوادونو استعمار هم د هغوی دنده ده او د الله ( جل جلاله ) مرسته له دوی سره ده، هغه مسؤولیتونه چي تاسو ته سپارل سوي دي واقعاً چي په ډېر بریالیتوب  سره مو مخته وړي دي که څه هم ځیني له تاسو په خپل هدف په سم ډول نه واست پوه سوي؛ زه د هغو مسلمانانو په اړه چي مسیحیت ته راغلي دي داسي نظر لرم، چي هغوی یا واقعي مسلمانان نه وه او یا به ئې هم په لاندي ډول څرنګوالی درلود:
 
۱- یا به نوي کوچنيان کوچنیول، په چاپیریال کي به ئې داسي څوک نه وو، چي اسلام  ور زده کړي.
 
۲- یا به داسي شخص وي، چي دین ته به ئې هیڅ ارزښت نه ورکاوه، یوازي به ئې د خپلو ورځنيو خوړو د ترلاسه کولو له پاره مسیحیت قبول کړی وي.
 
۳- یا به هم داسي کسان وي، چي د مسیحیت له لاري غواړي خپلي نوري موخي پوره کړي.
 
تاسي چي په اسلامي هیوادونو کي د مسیحي حرکتونو استازي یاست، نو ستاسو مسؤولیت دا نه دی، چي تاسي مسلمانان مسیحیت ته ور وبلی، ځکه په دې سره به هغوی هم هدایت ته لار و مومي بلکي ستاسو دنده داده، چي دوی داسلام څخه وباسئ، په دې ډول به دوی هم د ایمان او هم له اخلاقو لیري سي، په دې توګه تاسو کولای سی، چي د هغوی استعمار ته لار هواره کړی).
 
 
درېيم- د قرآن کریم له مينځه وړل 
 
قرآن داسي یو کتاب دی، چي تل انسانانو ته د توحید بلنه ورکوي او هغوی نیکو اخلاقو او ښو کړنو ته هڅوي؛ تر هغه وخته  چي قرآن موجود  وي، د اسلام دښمنان نه  سي بریالي کېدای او دا حقیقت داسلام دښمنانو هم درک کړی دی، د تنصیري حرکتونو یو غړی داسي وايي: (کله چي قرآن د مکې او نورو عربي سیمو څخه لیري سي هغه وخت کولای سو، چی دوی غربي تمدن ته ور جذب کړو، مګر دا د مسیحیانو یوه هيله ده، چي هیڅ کله به ورته ونه رسیږي، ځکه قرآن کریم د یوه آسماني کتاب او نړۍوال قانون په توګه تل پاته او همېشنی کتاب دی. 
 
څلورم ـ د مسلمانانو په ذهنونو کي شک پیداکول
 
تنصیري حرکتونه غواړي هغه مسلمانان، چي په خپل دین کي کافي پوهه نه لري د خپل دین په هکله شکمن او بد ګمانه کړي؛ ځکه نو د هر مسلمان دنده ده، چي په خپل دین کي پوهه ترلاسه کړي او که کوم مسلمان کس ویني، چي په داسي شکونو کي واقع سوی دی هغه و ژغوري.  د اسلام دښمنان تل په دې هڅه کي دي، تر څو مسلمانان د خپلو مقدساتو په هکله بې تفاوته کړي؛ نو وینو چي کله جهاد ناروا بولي او کله هم نور غلط خبرونه د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم  په هکله خپروي. 
 
پنځم - ښځي فحشا او منکر ته هڅول
 
نصرانیان د خپلو پرله پسې هڅو سره-سره په دې و نه توانېدل، چي خپل مقصد ته ځان ورسوي؛ نو هڅه ئې وکړه چي مسلماني ښځي بې حجابه او فحشا ته و هڅوي تر څو له دې لاري ځان هدف ته ورسوي.
 
"ملیګان" یوه د هغه مېرمنو څخه ده، چي د نصرانیت  په خپرولو کي فعالیت کوي  هغه وايي: (موږ په دې و توانېدو، چي په قاهره کي د کلیة البنات په نوم صنفونه جوړ کړو او هغه نجوني په کښي جذب کړو، چي پلرونه او د کورنۍ غړي ئې د ټولني او دولت متنفذه او کليدي اشخاص دي، د دې څخه مخکي موږ د داسي یوه مرکز په تأسیسولو نه وو توانېدلي، چي په دونه زیات شمېر نجوني په کښي ټولي سوي وي او مشري ئې د مسیحیانو په غاړه وي، دا مرکز زموږ د تهذیب او فرهنګ په ترویج  کي ډېره مرسته کوي).  د دوی موخه داده، چي د مسلمانو ښځو په نصراني کولو سره د مسلمان ملت نسلونه چي دهمدې ښځو په غېږه کې روزل کیږي لادینه کړي. همدې موخي ته درسېدو له پاره وینو، چي هغوی هڅه کوي مسلمانه ښځه بې حجابۍ ته وهڅوي او بازارونو او سېنماګانو ته ئې راوباسي. 
 
که چیري مسلمانه ښځه هغه ارزښت او مقام چي اسلام ورکړی دی درک کړي، نو هیڅکله به د هغوی په خبرو دوکه نه سي. د اسلام دښمنان هڅه کوي، چي د اسلام کورنی نظام له مينځه یوسي او ځوانان منحرفي او کږې لاري ته وهڅوي. "بکر" چي د مستعمراتو د مجلس یو غړی دی، په هامبورګ کي د خپل موقف په اړه داسي وايي: 
 
• (حکومتونه دا دنده لري، چي مسلمان کوچنیان په داسي حال کي چي د مسیحي ښوونځیو څخه تښتي په علماني ښوونځیو کي تربیه کړي.
 
• په دې باید پوه سو، چي د اسلام ارتقا زموږ د مستعمراتو په وړاندي یو جدي خطر دی، چي باید ورته پاملرنه وکړو.
 
• په اسلامي هیوادونو کي دیني چاري باید تر جدي او ژوری پاملرني لاندي ونیولي سي.
 
• هغه کسان چي د مستعمراتو د چارو مشري په غاړه لري باید په جدي توګه د اسلام له پراختیا څخه مخنیوی وکړي او د نصرانیت د خپراوي دپاره هڅه وکړي.
• موږ باید هڅه وکړو په هغه ځایونو کي، چي اسلام نه دی رسېدلی لومړی باید مسیحیت ور ورسوو.)
 
په دې توګه نصرانیان غواړي، چي د سېنما، تیاتر، ورزشي لوبو، د ژبي روزنیزو کورسونو، هنري مکتبونو او نڅاګانو له لاري مسلماني ښځي بې لاریو او فحشاوو ته و هڅوي. 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰-۲۱
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته