تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: ایمان او ازمایښتونه
  تعلیم الاسلام
  March 14, 2017
  0

 د. عبد الله بن عبد الرحمن البعیجان

ژباړه: جمشید حقیار ۸/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 

 

لومړۍ خطبه

 

 
 

 

الحمدُ لله رب العالمين، وليُّ المؤمنين ونصيرُ المُتقين، القاهرُ فوقَ عبادِه وهو الحكيمُ الخبير، نحمدُه في السرَّاء والضرَّاء، وفي الشدَّةِ والرَّخاء، وفي العافِيةِ والبلاء، له الحمدُ في الأولى والآخرة، وله الحُكمُ وإليه تُرجَعون، أشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، أرسلَه بالهُدى ودينِ الحقِّ ليُظهِرَه على الدين كلِّه ولو كرِهَ المشركون، صلَّى الله عليه وعلى آلهِ وأصحابِه، ومن تبِعَهم بإحسانٍ إلى يومِ الدين، وسلَّمَ تسليمًا كثيرًا. أما بعدُ:

 

 
د الله تعالي بندګانو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او د هغه اطاعت وکړئ، او هیڅکله د الله تعالی له رحمت او مهربانۍ څخه مه نا امیده کېږئ؛ ځکه د الله تعالی له رحمت څخه یوازي نا شکره بندګان نا امیده کېږي.
 
 

 

اې مسلمانانو!

 

 
په دې نړۍ کي آزمایښت او امتحان د الله تعالی سنت او طریقه ده، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿هُوَ الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ﴾ [الملك: ۱] 
ژباړه: (الله تعالی) هغه ذات دی، چي مرګ او ژوند يې ستاسي د آزمایښت لپاره پیدا کړي دي.
 
همدارنګه آزمایښتونه د دې لپاره پر مومنانو رازي، چي د حق او باطل په جګړه کي د رښتنو مومنانو او منافقانو تر مینځ توپیر او فرق راسي، الله تعالی فرمايي: 
 
﴿أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ (2) وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ﴾ [العنكبوت: ۲-۳] 
 
ژباړه: آیا د خلګو لپاره همدومره بس ده، چي دوی ووايي: موږ ایمان راوړی دی، او دوی به په آزمایښت کي نه اچول کېږي، په باوري ډول موږ تر دوی مخکني (مومنان) په آزمایښتونو او امتحاناتو کي اچولي وه، یقینا الله تعالی به خامخا رښتني (مومنان) او درواغجن (منافقان) معلوموي.
 
او دا  آزمایښتونه د ایمان او یقین د قوت او پوخوالي د اندازې د معلومولو لپاره دي، همدارنګه د امتحاناتو له لاري د مومنانو صفونه له ګنده او ناپاکانو پاکېږي، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿مَّا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ﴾ [آل عمران: ۱۷۹]
 ژباړه: الله تعالی داسي نه کوي، چي مومنان ستاسي په اوسني حالت باندي پرېږدي، تر څو پوري چي یې پاک او ناپاک نه وي سره جلا کړي.
 
او دا امتحانات د الله تعالي له لوري د بندګانو روزنه او تربیه ده، چا ته چي الله تعالی هدایت کړی وي، هغه د امتحاناتو پر وخت د غفلت له خوبه را کښېني، خپل رب او خپل دین ته ور ګرځي.
 
 

 

د الله تعالی بندګانو!

 

 
د امتحانانو او آزمایښتونو پر وخت کله کله سختي او مصیبت بیخي سخت او زیات سي، او مرسته و ځنډېږي، تر دې چي خلګ نور نا امیده او نا هیلي سي، الله تعالی فرمايي: 
 
 (أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ)   [البقرة: ۲۱۴]
 ژباړه: آيا تاسي دا ګمان کوی، چي تاسي به جنت ته ننوزی، خو پر تاسي به ستاسي څخه د مخکي خلګو په څېر (سختۍ او کړاوونه) نه وي راغلي، پر هغوی سختۍ او ناروغۍ راغلې، او د (مصیبتونو او کړاوونو د ډېروالي په وجه) په زلزله او تکان کي ولوېدل، تر دې چي د دوی پیغمبر او ورسره مومنانو به یې وویل: د الله تعالی مرسته کله رازي!!
 
دا هغه وخت دی، چي باید یوازي الله تعالی ته پناه یووړل سي، او پر هغه ښه ګمان وساتل سي؛ ځکه هغه یوازي د هري سختۍ آسانه کونکی، او د هري ستونزي هوارونکی دی، او چا چي پر الله تعالی ښه ګمان وساتی، نو الله تعالی یې هیڅکله نه ناکامه کوي؛ ځکه هغه د خپلو مومنو بندګانو د حسن ظن او ښه ګمان په اندازه له هغوی سره ښه کوي.
 
 

 

مسلمانانو وروڼو!

 

 
د نا امیدۍ او پرېشانۍ پر وخت مومنانو ته زېري او اطمئنان ورکول او په زړونو کي یې امید او هیله پیدا کول قرآني او نبوي منهج او تګلاره ده.
الله تعالی موسی او هارون علیهما السلام ته د فرعون د سرکښۍ په وړاندي وویل: 
 
﴿لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى﴾ [طه: ۴۶] 
ژباړه: تاسي مه وېرېږئ، یقینا زه ستاسي سره یم، (هر څه) اورم او وینم.
 
همدارنګه یوسف علیه السلام د سختۍ وروسته خپل ورور ته وویل:
 
 ﴿إِنِّي أَنَا أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ﴾ [يوسف: ۶۹] 
ژباړه: زه ستا ورور یم، نو ته پرېشاني مه کوه.
 
همدا راز کله چي فرعونیانو د موسی علیه السلام د وژلو اراده وکړه، او له هغه ځایه په وېره را ووتی، نو شعیب علیه السلام ورته وویل:
 
 ﴿لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ﴾ [القصص: ۲۵]
 ژباړه: ته مه وېرېږه، ته د ظالم قوم څخه و ژغورل سوې.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابو بکر رضي الله عنه چي کله د قریشو له وېري په غار کي پټ سوي وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (اې ابو بکره! ته د هغه دوو اشخاصو په اړه څه فکر کوې، چي دریم یې الله وي؟! وېرېږه مه! الله زموږ سره دی).
 
د بدر په غزا کي د مسلمانانو شمېر درې سوه او تر لسو یو څه زیات وو، مګر بل لوري ته د مشرکانو شمېر د دې درې برابره وو، نو خامخا به هغه پوځ لږ پرېشانه وي، چي جګړې ته هیڅ آمادګي نه لري، نه یې شمېر د دښمن له شمېر سره برابر دی، او هلته خپل مخ ته څو برابره زیات او زورور لښکر ویني، چي هغوی په پوره ډول جنګ ته آماده ولاړ دي، په داسي وخت کي به پر مومنانو قرآني آیتونه نازلېدل، تر څو دوی ته اطمئنان او ډاډ ورکړي، په زړونو کي یې امید او هیله پیدا کړي، تشویق یې کړي، معنویات او ارادې یې ور لوړي کړي، او د دښمن جګړې ته یې آماده کړي.
 
تاسي د الله تعالی دغه کلام واورئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم ته څه فرمايي: 
 
﴿إِذْ يُرِيكَهُمُ اللَّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَلَكِنَّ اللَّهَ سَلَّمَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (۴۳) وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ الْتَقَيْتُمْ فِي أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِي أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ﴾ [الأنفال: ۴۳-۴۴]
 
ژباړه: او کله چي الله تعالی ستا په خوب کي (کفار) لږ درته وښودل، او که چېري یې ډېر درته معلوم کړي وای، نو تاسي به ناکامه سوي وای، او (له کفارو سره) د جګړې په اړه به مو په خپل مینځ اختلاف کړی وای، خو الله تعالی (له ناکامۍ او اختلاف څخه) جوړ او سالم (و ایستلاست)، یقینا هغه د زړونو په حالت ښه خبره دی، او کله چي تاسي ورسره مخامخ سولاست، (الله تعالی ستاسي دښمن) ستاسي په سترګو کي او تاسي د دښمن په سترګو کي لږ معلوم کړلاست؛ د دې لپاره چي الله تعالی (له کفارو سره د جګړې او بیا د هغوی د ماتي او د مسلمانانو د بریالیتوب) لیکل سوې او سر ته رسول سوې خبره واقع او پېښه کړي، او هر څه الله تعالی ته ور ګرځي.
 
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وايي: دوی زموږ تر سترګو بیخي لږ ښکارېدل، تر دې چي ما خپل څنګته یو سړي ته وویل: دوی به اویا نفره وي؟ هغه وویل: زه یې سل نفره بولم. وايي: بیا مو د کفارو یو سړی اسیر کړ، او ورته ومو ویل: تاسي څومره واست؟ هغه وویل: موږ زر نفره وو.
 
په قرآنکریم کي دغه منهج او تګلاره په همدغه غزا کي په بله طریقه هم د مسلمانانو په زړونو کي د امید او هیلي له لاري ښخ سوی، دوی ته یې د نصرت او قوت وعده ورکړې ده، الله تعالی فرمايي: 
 
﴿وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللَّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَن يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ (7) لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ﴾ [الأنفال: 7، 8]
 ژباړه: او کله چي الله تعالی ستاسي سره (د قریشو د تجارت د قافلې او د دوی د لښکر) په دوو ډلو کي د یوې ډلي د لاسته راوړلو وعده وکړه، تاسي خوښول چي، هغه بې اغزي (او سختۍ) لرونکي ډله (یعني د ابو سفیان د تجارت قافله) مو په برخه سي، خو الله تعالی غواړي، چي په خپلو کلماتو سره حق رښتنۍ او ښکاره کړي، او کافران هلاک کړي، د دې لپاره چي د مجرمانو (او کافرانو) د نه خوښولو سربېره حق رښتنۍ او ښکاره کړي، او باطل ناسم او له مینځه یوسي.
 
 

 

د الله بندګانو!
 

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم تربیه او روزنه د همدغه قرآني منهج سره برابره وه، کله چي مسلمانان له کوم غم یا سختۍ سره مخامخ سول، بېره او پرېشاني به پر راغله، او نا امیده به سول، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په زړونو کي امید او هیله پیدا کول، او دوی به یې پر الله تعالی مطمئن او باوري کول.
 
کله چي لس زره کسیزه د کفارو ډلي په مدینه منوره کي پر رسول الله صلی الله  علیه وسلم را ټولي سولې، مسلمانان له سختۍ او کړاوونو سره مخامخ سول، او په زړونو یې وېره ننوتل، څوک به له وېري د خپل قضاء حاجت لپاره دباندي نسوای راوتلای، په دوی لوږه ګډه سوه، دوی له لوږي ډبري پر خپلو نسونو وتړلې، دوی به په ورځو ورځو یوه ګوله ډوډۍ نسوای پیدا کولای، دوی د خوراک له خوند څخه بې برخي وه، له بلي خوا د ژمي سخت یخ وو، او د دې هر څه سربېره د منافقانو او په مدینه کي د میشتو یهودیانو له نفاق غدر او چم سره هم مخامخ سول، او دوی ټولو غوښتل چي مسلمانان کمزوري کړي.
 
قرآنکریم د دوی حالت داسي توصیف کړی دی:
 
 ﴿إِذْ جَاءُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا (۱۰) هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا﴾ [الأحزاب: ۱۰-۱۱]
ژباړه: کله چي (کفار) له پورته او کښته طرف څخه پر تاسي را ټول سول، او کله چي سترګي (له ډېري سختي وېري له خپل طبعي حالت) څخه کږې سوې، او زړونه تر حنجرو پوري راغلل، او تاسي پر الله تعالی (ډول ډول) ګمانونه کول، همدلته مومنان په سخت آزمایښت کي واچول سول، او ډېر سخت وکړول سول.
 
په همدې سخت حالت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو اصحابو په زړونو کي اطمئنان، امیدونه، باور او یقین پیدا کوی، له دوی سره یې د نصرت او مرستي وعدې کولې، دوی ته یې د قوت او غلبې زېري او بشارتونه ورکول، او له دوی سره به یې د روم، فارس او صنعاء د خزانو د کیلیانو د لاسته راوړلو ژمني کولې.
 
له براء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د خندق د کیندلو امر وکړ، نو موږ د خندق په کیندلو کي له یوې داسي ډبري سره مخامخ سولو، چي کولنګ نسوای ماتولای، موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ، هغه راغلی، او کولنګ یې واخیست، او وې ویل: بسم الله! نو هغه ډبره یې یو ځل ووهل، د ډبري دریمه برخه ماته سول، بیا یې وویل: (الله اکبر، ما ته د شام د خزانو کیلي ګاني راکول سوې، په الله قسم زه همدا اوس د شام سره قصرونه وینم)، بیا یې دوهم ځل ډبره ووهل، د ډبري بله دریمه برخه ماته سول، بیا یې وویل: (الله اکبر، ما ته د فارس د خزانو کیلي ګاني راکول سوې، په الله قسم زه د مدائن سپین قصرونه وینم)، بیا یې دریم ځل ډبره ووهل، او وې فرمایل: (بسم الله)، په دې ځل وهلو سره ټوله ډبره ماته سوه، او بیا یې وویل: (الله اکبر، ما ته د یمن د خزانو کیلي ګاني راکول سوې، په الله قسم زه همدا اوس له دې ځایه د صنعاء دروازې وینم، ما ته جبریل علیه السلام وویل، چي زما امت به پر دې ځایونو غالبه او زورور وي، نو تاسي خوشحاله سئ).
 
رسول الله صلي الله عليه وسلم دوی ته د دښمن لخوا د محاصرې او سختي لوږي او یخ په حال کي د لویو ښارونو د فتح کولو زېري ورکړ.
 
مګر منافقان ډېر سخت بزدله سول، دوی به د مومنانو د ښویولو او وېرولو هڅه کول، دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې زېري ټوکي وکړې، دوی وویل: موږ ته د کسری او قیصر د ماڼیو د فتحه کولو وعدې راکوي، په داسي حال کي چي موږ دومره نسو کولای چي دباندي ووزو، او خپل حاجت رفع کړو، الله تعالی او د هغه رسول زموږ سره د خطا ایستلو وعده او ژمنه کړې ده.
 
خو مومنانو په پوره اطمئنان او ډاډ سره وویل:
 
 ﴿هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا﴾ [الأحزاب: 22]
 ژباړه: دا (د کفارو د لښکرو راتلل) هغه څه دي، چي الله تعالی او د هغه رسول یې زموږ سره وعده کړې وه، الله تعالی او د هغه رسول پوره رښتني دي، او دې حالت د دوی ایمان او تسلیمېدل نور هم زیات کړل.
 
     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
نوري خطبې دلته لوستلای سی
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته