تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په دواړه لاسو د روغبړ کولو ثبوت
 
  December 8, 2016
  0

مؤلف: مولانا احمد علي شخ (شهدات کوټ)


ژباړه: مولوي احمد زاهد (کندهاري) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په هيڅ حديث کي داسي نه سته چي "يوازي په راسته لاس مصافحه وکړئ،  يا ئې په دواړو لاسو مه کوئ" په دواړو لاسو مصافحه کول ښه کار دئ.  

١- دليل: 

بَابُ الْمُصَافَحَةِ. وَ قَالَ ابْنَ مَسْعُوْدٍ  رضی الله عنه  عَلَّمَنِى النَّبِىُ صلی الله علیه وسلم   التَّشَهُّدَ وَ کَفِّىَ بَيْنَ کَفَّيْهِ. ( بخارى، باب  المصافحة) 

ژباړه: دا باب د مصاحفې (روغبړ کولو) په بيان کي دئ او حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  وفرمايل چي ما ته نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  التحيات را زده کړه په داسي حال کي چي زما ورغوى د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د دواړو ورغوو په مينځ کي وو. 

٢- دليل: 

اِبْنِ مَسْعُوْدٍ رضی الله عنه  يَقُوْلُ: عَلَّمَنِىْ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله علیه وسلم   وَ کَفِّىَ بَيْنَ کَفَّيْهِ التَّشَهُّدَ کَمَا يُعَلِّمُنِى السُّوْرَةَ مِنَ الْقُرْآنِ، اَلتَّحِيَّاتُ لِلّٰهِ وَ الصَّلَوَاتُ وَ الطَّيِّبَاتُ، اَلسَّلاَمُ عَلَيْکَ اَيُّهَا النَّبِىُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَکَاتُهُ، اَلسَّلَامُ عَلَيْنَا وَ عَلٰى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ. اَشْهَدُ اَنْ لَّا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَ اَشْهَدُ اَنْ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَ رَسُوْلُهُ. (بخاري، ج: ٢، ص: ٩٢٦، باب الاخذ باليدين) 

ژباړه: حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  فرمايي چي ما ته حضور اقدس  صلی الله علیه وسلم  په داسي حال کي التحيات را و ښوول چي زما ورغوى د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د دواړو ورغوو په مينځ کي وو او التحيات ئې داسي را زده کړل لکه څنگه چي به ئې د قرآن کريم سورتونه را زده کول. "اَلتَّحِيَّاتُ لِلّٰهِ وَ الصَّلَوَاتُ..." 

 ٣- دليل:
 
بَابُ الْاَخْذُ بِالْيَدَيْنِ. وَ صَافَحَ حَمَّاُد بْنُ زَيْدِ ابْنِ الْمُبَارَکَ  رحمه الله  بِيَدَيْهِ. ( بخاري، ج: ٢، ص: ٩٢٦)

ژباړه: امام بخاري  رحمه الله  په دواړو لاسو د مصافحې په باب کي فرمايي چي حماد بن زيد  رحمه الله د عبدالله بن مبارک رحمه الله  سره په دواړو لاسو مصافحه وکړه. (دواړه د امام بخاري  رحمه الله  استاذان دي) 

 ماخذ: د غیرمقلدینو اعتراضاتو ته جوابونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته