ژباړه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
وايي په يوه روغتون کي دو مريضان بستر وه ، يو کلکين ته نیژدې او بل يو څه د کليکن نه لري ، کلکين ته نیژدې مريض به هر سهار پر چپرکټ کښینستی او د څنګ مريض ته به يې د کلکين ځخه د سترګو ليدلی حال بيانوی چي :
داسي پارک دی!
په پارک کي يو اوږد د اوبو ښايسته تالاب دی
تالاب کي هيلياني ګرځي او شاوخوا ماشومان لوبي کوي
کله کله به يې ويل چي ماشومان په اوبو کي کاغذي کيښتۍ اچوي
په دې ټکي په ټکي بيان باندي دا بل مريض تصور کوی او په همدې يې ورځ تيريدل
ورځي په همدې ډول تيرديلي چي يو سهار نرس راغلي چي وليدل کليکن نه نيژدې مريض په حق رسيدلی دی. د مريض د مرګ ورسته پاته مريض د نرس نه هيله وکړه چي چپرکټ يې و کلکين ته نیژدې کړي.
کله چي نرس د مريض چپرکټ و کليکن ته نیژدې کړه نو مريض د کليکن نه دباندي د ليدلو کوښښ وکړی خو څه يې تر سترګو نه سول، په حيرانۍ سره يې د نرس څخه پوښتنه وکړه:
هغه څه چي مريض ليدل او بيا يې بیانول نو زه يې ولي نه ونيم؟
نرس ورته وويل هغه څه چي هغه درته بيانول هغه خو ړوند وو !
د خپلو مشکلاتو سره سره د نور سره خوشحالي شريکول او مرسته کول د لوړ خلګو نښه ده ، خوشحالي په شريکولو ډيريږي د نور د ژوند اميد سئ او نور ته اميد ورکړئ.