تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پلار او زوی عجیبه پیښه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 19, 2022
  0
رالېږونکی: بسم الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
امام قرطبي رحمة الله علیه له حضرت جابررضی الله عنه څخه روایت نقل کړی دی چي یو کس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کي حاضر شو او شکایت  یي وکړ چي زما پلار زما مال په زور را څخه اخیستی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته  وفرمایل چي ورشه او خپل  پلار راوغواړه، دغه  وخت حضرت جبرائیل علیه السلام تشریف راوړ او رسو ل الله صلی الله علیه وسلم  ته یي وویل چي کله د ده پلار راشي نو تاسو پوښتنه ځیني وکړئ چي هغه کوم کلمات دي چي هغه په زړه کي ویلي دي او خپله د هغه غوږو هم ندي اوریدلي.
 
کله چي هغه کس خپل پلار راوستی نو رسول الله صلی علیه وسلم پوښتنه ځيني وکړه چي ستا زوی ستا شکایت کوي ایا ته غواړې چي دده مال په زور سره واخلې؟ هغه عرض وکړ چي زما له دې زوی څخه پوښتنه وکړی چي زه دده ترور او خپل ځان څخه پرته چيري خرڅ کوم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ایا مطلب دا چي بس حقیقت معلوم شو، د نور څه ویلو یا اوریدلو ضرورت نشته، بیا يې د هغه څخه پوښتنه وکړه چي هغه کوم کلمات دي، کوم چي ستا غوږونو هم تراوسه ندي اوریدلي؟ هغه عرض وکړ چي یا رسول الله په هره معامله کي الله تعالی پر تاسو زموږ ایمان  او یقین زیاتوي، کومه خبره چي چا نه ده اورلیدلې، د هغې تاسو ته خبر در کړل شو او دا یو معجزه ده  بیا يي عرض وکړ دا حقیقت دی چي ما یو څو شعرونه په خپل زړه کي ویلي وو، کوم چي زما غوږونو هم نه دي اوریدلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي هغه شعرونه ماته راواور وه، نو هغه  دا شعرونه بیان کړل:
 
غَذَوْتُكَ مولوداً وَعْلتُكَ يافعاً * تُعَلُّ بما أُدْنِي إليك وتَنْهَلُ
 
ژباړه:
ما ستا په وړوکوالي کي تاته خوراک درکړ او ستا له ځوانیدو څخه وروسته مي هم ستا ذمه داري واخیسته او ستا خوراک څښاک هرڅه زما له ګټي څخه وو.
 
إذا ليلةٌ نابَتْكَ بالشَّكْوِ لم أَبِتْ * لشَكْواكَ إِلا ساهراً أَتَمَلْمَلُ
 
کله چي په شپه کي پر تا څه ناروغي راغله نو د هغې په وجه به ما ټوله شپه په بې قراري سره شوګیره کړه.
 
كأني أنا المطروقُ دوَنكَ بالذي * طُرِقْتَ به دوني وعينيَ تَهْملُ
 
لکه ستا په ناروغي چي زه احته شوی يم ، خو د هغې په  وجه به ما ټوله شپه ژړل.
 
تَخَافُ الرَّدَى نَفْسِي عليكَ وإِنها * لتَعلمُ أن الموتَ حتمٌ مؤجّلُ
 
زما زړه به ستا ده مړ کیدو د ویري په وجه په ویره کي وو، حال دا چي زه خبر وم چي د مرګ یوه ورځ ټاکل شوي ده چي وړاندي مخکي کيدلای نشي.
 
فلما بَلَغْتَ السِّنَّ والغايةَ التي * إليها مَدَى ما كُنْت فيكَ أُؤَمِّلُ
 
بیا چي  کله ته دې عمر او دې حد ته را ورسیدې، د کوم چي زه ارزو مندوم . 
 
جَعَلْتَ جزائي منكَ جَبْهاً وغِلْظةً * كأنكَ أنتَ المنعِمُ المتفضِّلُ
 
نو تا زما بدله په سختۍ او بد کلامي وګرځوله لکه تا چي ما پر احسان او انعام کړی وي.
 
فليتكَ إذ لم تَرْعَ حَقَّ أُبُوَّتي * فَعَلْتَ كما الجارُ المجاوِرُ يفعلُ
 
افسوس که تا زما د پلاروالي حق نشو ادا کولای نو کم از کم داسي خوبه دي کولاي، څرنګه چي يو شريف ګاونډی یې کوي.
 
فأوليتَني حَقَّ الجوارِ ولم تَكُن -. عَليَّ بمالٍ دونَ مالِـــكَ تبخَـلُ.
 
نو کم از کم چي ما ته د ګاونډي هومره حق دي را کړی وای او هم زما په مال دي له ما سره له بخل څخه کار نه اخیستلای.
 
رسول الله صلی علیه وسلم چي له هغه څخه دا شعرونه واو ریدل نو د هغه زوی يي تر ګریوان ونیوی او ور ته یی وفرمایل:(انت ومالک لابیک)
 
ژباړه: ته او ستا مال هر څه ستا د پلار دي.
 
 
[معارف القران ۵،ص۴۶۸، طبراني/پاشلي مغلري]
 
                     
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته